تثنیه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34


څپرکی 27

بیا حضرت موسیٰ د اسراییلو د مشرانو سره ولاړ ؤ او قوم ته یې وویل: <هغو ټولو حکمونو ته غاړه کېږدئ چې زه یې نن تاسو ته درکوم.
2 ‏-
4 تاسو به ژر د اردن د سیند څخه تېر شئ او هغې خاورې ته به ورداخل شئ چې ستاسو څښتن خدای وعده کړې ده چې تاسو ته به یې درکوي. دا هغه خدای دی چې ستاسو نیکونو یې عبادت کاوه. دا غني او حاصلخېزه خاوره ده. څنګه چې هغې خاورې ته ورننوزئ نو د عیبال غره ته لاړ شئ. هلته لویې لویې تیږې ودروئ او د ګچ اخېړ ورته ورکړئ. بیا په هغو باندې دا ټول قوانین ولیکئ.
5 په هغه ځای کې یوه قربانګاه جوړه کړئ، خو د داسې تیږو څخه په کې کار مه اخلئ چې د اوسپنیز سامان په وسیله پرې کړل شوې وي،
6 ځکه تاسو چې خپل څښتن خدای ته د قربانۍ ځای جوړوئ باید د داسې تیږو څخه جوړ شي چې پرې کړل شوې نه وي. هلته باید تاسو سوزېدونکې نذرانې وړاندې کړئ
7 او هلته باید خپلې د سلامتۍ نذرانې قرباني کړئ او هغه وخورئ او د خپل څښتن خدای په حضور کې خوشالي وکړئ.
8 په هغو تیږو باندې چې د ګچ اخېړ ورته ورکړل شوی دی، په واضیح ډول د خدای پاک د قوانینو ټولې خبرې ولیکئ.>
9 بیا حضرت موسیٰ او لاوي کاهنانو د اسراییلو ټول قوم ته وویل: <ای د اسراییلو خلکو، غلي شئ او غوږ ونیسئ. نن تاسو د خپل څښتن خدای قوم شوئ.
10 نو د هغه اطاعت کوئ او د هغه د ټولو قوانینو څخه چې زه یې نن درکوم پیروي کوئ.>
11 په هماغه ورځ حضرت موسیٰ د اسراییلو قوم ته حکم وکړ:
12 <کله چې تاسو د اردن له سیند څخه تېر شوئ، دغه قبیلې دې د جرزیم په غره باندې ودریږي چې قوم ته برکتونه اعلان کړي: شمعون، لاوي، یهودا، یساکار، یوسف او بنیامین.
13 دغه قبیلې به د عیبال په غره باندې ودریږي کله چې د لعنتونو اعلان کیږي: روبین، جاد، اشیر، زبولون، دان او نفتالي.
14 لاویان به د اسراییلو ټول قوم ته په لوړ اواز سره دا خبرې وکړي:
15 د خدای پاک لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې د تیږې، لرګي یا د فلز څخه بت جوړوي او په پټه د هغه عبادت کوي. څښتن د بت پرستۍ څخه کرکه کوي.ټول قوم به په ځواب کې ووایي: امین!
16 د خدای پاک لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې د خپل پلار او مور بې احترامي کوي.ټول قوم به په ځواب کې ووایي: امین!
17 د خدای پاک لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې هغه تیږې بېځایه کوي چې د ګاونډي د جایداد حد ورباندې په نښه کیږي.ټول قوم به په ځواب کې ووایي: امین!
18 د خدای پاک لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې ړانده ته غلطه لار ورښایي.ټول قوم به په ځواب کې ووایي: امین!
19 د خدای پاک لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې بېګانه خلک، یتیمان او کونډې د خپلو حقونو څخه محروموي.ټول قوم به په ځواب کې ووایي: امین!
20 د خدای پاک لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې د خپل پلار د ښځې سره د زنا کولو په سبب خپل پلار سپکوي.ټول قوم به په ځواب کې ووایي: امین!
21 د خدای پاک لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې د حیوان سره جنسي اړیکې ساتي.ټول قوم به په ځواب کې ووایي: امین!
22 د خدای پاک لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې د خپلې سکه یا ناسکه خور سره زنا کوي.ټول قوم به په ځواب کې ووایي: امین!
23 د خدای پاک لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې د خپلې خواښې سره زنا کوي.ټول قوم به په ځواب کې ووایي: امین!
24 د خدای پاک لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې په پټه قتل کوي.ټول قوم به په ځواب کې ووایي: امین!
25 د خدای پاک لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې د یو بې ګناه نفر د قتلولو دپاره پیسې اخلي.ټول قوم به په ځواب کې ووایي: امین!
26 د خدای پاک لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې د هغه د دې ټولو قوانینو اطاعت نه کوي.ټول قوم به په ځواب کې ووایي: امین!