تثنیه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34


څپرکی 18

لد لاوي د قبیلې خلک به د کاهنانو په شمول د نورو قبیلو سره هیڅ ځمکه ترلاسه نه کړي. د هغې په ځای به هغوی د هغو قربانیو یوه برخه چې څښتن ته وړاندې کیږي اخلي.
2 هغوی دې هیڅ ځمکه ونلري لکه څنګه چې نورې قبیلې یې لري. د څښتن د وعدې سره سم د هغوی برخه دا امتیاز دی چې هغوی د څښتن کاهنان دي.
3 کله چې غوایان یا پسونه قرباني کیږي، کاهنانو ته دې اوږه، ژامه او لری ورکول کیږي.
4 هغوی ته دې د غلو دانو، شرابو، د زیتونو د تېلو او د پسونو د وړیو اولنی حاصل ورکول کیږي.
5 ستاسو څښتن خدای ستاسو د ټولو قبیلو څخه د لاوي قبیله انتخاب کړه چې د تل دپاره د کاهنانو په توګه د هغه خدمت وکړي.
6 هر لاوي چې زړه یې وغواړي کولی شي د اسراییلو د هر ښار څخه چې په کې اوسیږي هغه ځای ته ورشي چې څښتن یې د خپل عبادت دپاره انتخابوي
7 او کولی شي د نورو ټولو لاویانو په شان چې هلته خدمت کوي هغه هم هلته د خپل څښتن خدای د کاهن په توګه خدمت وکړي.
8 که څه هم کېدای شي چې هغه د خپلې کورنۍ د مال د خرڅولو په وسیله پیسې ترلاسه کړې وي، هغه دې د نورو کاهنانو په اندازه خواړه ترلاسه کوي.
9 کله چې تاسو هغې خاورې ته ورداخل شئ چې خپل څښتن خدای یې درکوي، د هغه ځای د قومونو د ناوړه رواجونو څخه پیروي مه کوئ.
10 په خپلو قربانګاوو باندې خپل اولادونه په اور کې مه قرباني کوئ او خپل خلک مه پرېږدئ چې فال وګوري یا کوډو پسې وګرځي یا جادو وکړي
11 یا تعويذ استعمال کړي. همدارنګه خلک مه پرېږدئ چې د مړو سره د مشورې کولو کوښښ وکړي.
12 ستاسو څښتن خدای د هغو خلکو څخه کرکه کوي څوک چې داسې ناوړه کارونه کوي، نو په دې خاطر څښتن هغه قومونه ستاسو له مخې څخه لېرې کوي.
13 څښتن ته پوره وفادار اوسئ.>
14 بیا حضرت موسیٰ وفرمایل: <په هغه خاوره کې چې تاسو به یې ژر ونیسئ، خلک د هغه چا د مشورې څخه پیروي کوي څوک چې کوډې کوي او فال ګوري. مګر تاسو ته خپل څښتن خدای اجازه نه درکوي چې داسې کار وکړئ.
15 د دې په ځای به هغه تاسو ته ستاسو د قوم څخه زما په شان یو نبي درولېږي او تاسو باید د هغه اطاعت وکړئ.
16 په هغه ورځ چې تاسو د سینا د غره سره راغونډ شوئ نو ومو ویل چې مونږ نور نه غواړو د خپل څښتن خدای اواز واورو او دا وېروونکی اور ووینو ځکه مونږ وېرېږو چې مړه به شو.
17 نو څښتن ماته وفرمایل: هغوی صحیح وایي.
18 زه به هغوی ته د هغوی د خپل قوم څخه ستا په شان یو نبي ورولېږم. زه به ورته ووایم چې څه باید ووایي او هغه به قوم ته هغه څه وایي چې زه یې امر کوم.
19 هغه به زما په نوم خلکو ته خبرې کوي او زه به هر هغه چاته سزا ورکړم چې هغه ته د اطاعت کولو څخه انکار وکړي.
20 مګر که چېرې یو نبي جرأت وکړي او په داسې وخت کې زما په نوم یو پیغام واوروي چې ما ورته امر نه وي کړی، نو هغه باید مړ شي او هغه نبي هم باید مړ شي چې د نورو خدایانو په نوم خبرې کوي.
21 کېدای شي چې ستاسو سره دا سوال پیدا شي چې مونږ څنګه پوهېدلی شو چې د نبي پیغام د څښتن له خوا څخه نه دی؟
22 که چېرې یو نبي د څښتن په نوم خبرې وکړي او د هغه خبرې رښتیا نه شي، بیا هغه د څښتن پیغام نه دی. هغه نبي له خپله ځانه دا خبرې کړې دي نو باید د هغه څخه ونه وېرېږئ.