تثنیه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34


څپرکی 19

کله چې ستاسو څښتن خدای هغه خلک تباه کړي چې ځمکه یې تاسو ته درکوي او تاسو د هغوی ښارونه او کورونه ونیسئ او په کې واوسېږئ،
2 ‏-
3 هغه سیمه په دریو برخو ووېشئ. په هرې برخې کې یو داسې ښار انتخاب کړئ چې خلک وکولی شي د خوندي پاتې کېدلو دپاره لاړ شي. دغو ښارونو ته لارې جوړې کړئ ترڅو خلک وکولی شي په اسانۍ سره هغو ځایونو ته ورورسیږي. بیا که څوک یو نفر ووژني هغه به وکولی شي چې د دې ښارونو څخه کوم یو ته وتښتي او خوندي پاتې شي.
4 که چېرې څوک په سهوې سره یو نفر ووژني چې د هغه دښمن نه ؤ، هغه کولی شي چې دغو ښارونو ته وتښتي او خپل ژوند وژغوري.
5 د مثال په ډول، که چېرې دوه تنه د لرګیو د ماتولو دپاره ځنګل ته لاړ شي او په داسې حال کې چې یو تن ونه په تبر وهي، د تبر سر د لاستي څخه ووزي او بل نفر ورباندې ووژل شي، بیا هغه کولی شي چې د دغو دریو ښارونو څخه یو ښار ته وتښتي او خپل ژوند وژغوري.
6 که چېرې د پناه اخیستلو ښار ډېر لېرې وي نو کېدای شي چې هغه بدل اخیستونکی چې ډېر په قهر دی وکولی شي په هغه قاتل پسې ورورسیږي او هغه ووژني. که څه هم اولنی قتل یوه تصادفي پېښه وه خو هغه به ووژل شي.
7 په دې خاطر زه تاسو ته حکم کوم چې د پناه اخیستلو دپاره درې ښارونه بېل کړئ.
8 کله چې ستاسو څښتن خدای ستاسو سیمه پراخه کړي لکه څنګه چې هغه ستاسو نیکونو ته فرمایلي وو او هغه ټوله ځمکه درکړي چې د هغوی سره یې وعده کړې ده،
9 بیا باید تاسو درې نور ښارونه انتخاب کړئ. (هغه به په دې شرط دا ځمکه درکړي چې تاسو هغه ټول امرونه په ځای کړئ چې زه یې نن درکوم او د خپل څښتن خدای سره مینه وکړئ او همېشه د هغه د تعلیم سره سم ژوند وکړئ.)
10 دا کار وکړئ ترڅو بې ګناه خلک مړه نه شي او تاسو په هغه خاوره کې چې څښتن یې درکوي د هغوی د وژلو مجرم نه شئ.
11 مګر فرض کړئ یو نفر خپل دښمن په سړه سینه په قصدي توګه په قتل رسوي او بیا د هغو ښارونو څخه یو ښار ته د خوندي پاتې کېدو دپاره وتښتي.
12 په هغه صورت کې دې د قاتل د ښار مشران هغه راوغواړي او د وژل شوي نفر خپلوان ته دې چې د قتل د بدل اخیستلو مسئولیت په غاړه لري وسپاري ترڅو ووژل شي.
13 په هغه باندې هیڅ رحم مه کوئ. تاسو باید اسراییل د بې ګناه وینې توئېدلو د جرم څخه پاک کړئ، ترڅو ستاسو هر کار په ښه ډول پرمخ لاړ شي.
14 په هغه خاوره کې چې څښتن یې تاسو ته درکوي، هلته له مخکې څخه تیږې ودرول شوې دي چې ستاسو او ستاسو د ګاونډیانو د پټیو ترمنځ د جایداد حد په نښه کړي. نو هغه تیږې مه بېځایه کوئ.
15 د دې دپاره یو شاهد بس نه دی چې په یو چا باندې د جرم تور ثابت کړي، دوه یا درې شاهدان ضرور دي چې په یو چا باندې جرم ثابت کړي.
16 که چېرې څوک دا هڅه وکړي چې بل چاته د درواغو د تور لګولو په وسیله زیان ورسوي،
17 هغه دواړه دې هغه ځای ته لاړ شي چېرته چې د څښتن عبادت کیږي او د کاهنانو او د هغه وخت د قاضیانو له خوا دې ورباندې قضاوت وشي.
18 قاضیان باید د دعوې پوره څېړنه وکړي او که چېرې چا په خپل اسراییلي ورور باندې د درواغو تور لګولی وي،
19 هغه ته دې هغه سزا ورکړل شي چې تورن شوي نفر ته به ورکړل شوې وای. په دې ډول به تاسو خپل ځانونه د دې بدکارۍ څخه خلاص کړئ.
20 بیا به نور ټول خلک د دې پېښې څخه خبر شي او وبه وېریږي او هیڅوک به بیا هیڅکله داسې بد کار نه کوي.
21 په داسې صورت کې هیڅ رحم مه کوئ: د ژوند په بدل کې سزا ژوند دی، د سترګې په بدل کې سترګه، د غاښ په بدل کې غاښ، د لاس په بدل کې لاس او د پښې په بدل کې پښه.