تثنیه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34


څپرکی 29

دا د هغه لوظ شرایط دي چې څښتن حضرت موسیٰ ته امر کړی ؤ چې د اسراییلو د خلکو سره یې د موآب په خاوره کې وکړي. دا د هغه لوظ څخه جدا ؤ چې څښتن د هغوی سره د سینا د غره سره کړی ؤ.
2 حضرت موسیٰ د اسراییلو ټول خلک راوغوښتل او ورته ویې فرمایل: <تاسو په خپله ولیدل چې څښتن په مصر کې په فرعون، د هغه په درباریانو او د هغه په ټول هېواد باندې څه وکړل.
3 تاسو هغه هیبتناکه بلاګانې، معجزې او هغه عجیبه عجیبه کارونه ولیدل چې څښتن کړي وو.
4 مګر تر نن ورځې پورې هغه تاسو دې ته نه یئ پریښي چې په هغه څه باندې پوه شئ چې په تاسو باندې تېر شوي دي.
5 څښتن څلوېښت کاله تاسو ته په دښته کې لارښودنه وکړه او په دې موده کې ستاسو کالي او څپلۍ هیڅ زاړه نه شول.
6 تاسو د خوراک دپاره ډوډۍ نه درلودله او نه مو د څښاک دپاره شراب یا بیر درلودل، مګر څښتن تاسو ته خاص خواړه برابر کړل د دې دپاره چې تاسو په دې باندې پوه شئ چې هغه ستاسو خدای دی.
7 کله چې مونږ دلته راغلو، د حشبون پادشاه سیحون او د باشان پادشاه عوج په مونږ باندې حمله وکړه. مګر مونږ هغوی ته ماتې ورکړه،
8 د هغوی خاوره مو ونیوله او هغه مو د روبین او جاد د قبیلو او منسي د نیمې قبیلې ترمنځ ووېشله.
9 د دې لوظ د ټولو شرایطو څخه په وفادارۍ سره اطاعت وکړئ ترڅو تاسو په خپل هر کار کې بریالي اوسئ.
10 ‏-
11 نن تاسو ټول یعنې ستاسو قبیلوي مشران، سپین ږیري او ماموران، ستاسو نارینه، ښځې او ماشومان او هغه بېګانه خلک چې ستاسو په منځ کې اوسیږي او ستاسو دپاره لرګي ماتوي او اوبه درته راوړي د خپل څښتن خدای په حضور کې ولاړ یاست.
12 تاسو نن دلته د دې دپاره ولاړ یاست چې په هغه لوظ کې شامل شئ چې خپل څښتن خدای یې ستاسو سره کوي او د هغه شرایط قبول کړئ.
13 ‏-
15 په دې لوظ کې څښتن دا وعده کړې ده چې تاسو به د هغه قوم یئ او هغه به ستاسو خدای وي. دا وعده هغه اول ستاسو د نیکونو یعنې حضرت ابراهیم، حضرت اسحاق او حضرت یعقوب سره کړې وه او هماغه وعده نن ستاسو سره کوي. خو دا یوازې ستاسو سره نه بلکه ستاسو د اولادې سره یې هم کوي.
16 ستاسو په یاد دي چې په مصر کې مو څنګه ژوند کاوه او څنګه د نورو قومونو د سیمې په لاره باندې تېر شولو.
17 تاسو د هغوی د کرکې وړ بتان ولیدل چې د لرګیو، تیږو، سپینو او سرو زرو څخه جوړ شوي وو.
18 پام کوئ چې هیڅ سړی، ښځه، کورنۍ یا قبیله چې نن دلته ولاړ دي زمونږ د څښتن خدای څخه به مخ نه اړوي او نه به د نورو قومونو د خدایانو عبادت کوي. که چېرې ستاسو څخه کوم یو د بتانو عبادت کوي هغه به د داسې بوټي په شان وي چې ترخه او زهرجنه مېوه نیسي.
19 ګورئ چې نن باید دلته داسې څوک نه وي چې د دې لوظ خبرې واوري او بیاهم خپل ځان ته دا ډاډګیرنه ورکړي چې حتیٰ که چېرې هغه په سرزورۍ سره هم په خپله لاره لاړ شي، د هغه هر کار به په ښه ډول پرمخ ځي. داسې کار به تاسو ټول ښه او بد یوشان تباه کړي.
20 څښتن به داسې سړی ونه بخښي، بلکه د هغه په ضد به د هغه قهر او غضب راوپاریږي او هغه ټول آفتونه به چې په دې کتاب کې لیکل شوي دي په هغه باندې نازلیږي ترڅو څښتن د هغه نوم او نښان د ځمکې له مخ څخه ورک کړي.
21 څښتن به د اسراییلو ټولو قبیلو ته هغه یو عبرت وګرځوي او د هغو ټولو لعنتونو سره سم به په هغه باندې آفت نازل کړي کوم چې په هغه لوظ کې شامل دي چې د څښتن د شریعت په دې کتاب کې لیکل شوی دی.
22 ‏-
23 څښتن به ستاسو هېواد په مرضونو او آفتونو باندې ووهي. ستاسو اولاده او د لېرې هېوادونو بېګانه خلک به وویني چې ستاسو خاوره د مالګې او ګوګړو په یوه سوزوونکې دښتې بدله شوې ده چې هلته نه څه کرل کیږي، نه به تېغونه وهي او نه به په کې څه راشنه کیږي. ستاسو ځمکه به د سدوم، عموره، ادمه او صبوئیم د ښارونو په شان وي چې کله څښتن سخت په قهر شو او هغه یې له منځه یوړل.
24 بیا به د ټولې دنیا خلک داسې پوښتنې کوي: څښتن ولې د هغوی په هېواد باندې داسې وکړل؟ د دې سخت غضب دلیل څه دی؟
25 او ځواب به داسې وي: دا ځکه چې دې خلکو د خپلو نیکونو د څښتن خدای لوظ مات کړی دی، هغه لوظ چې څښتن د هغوی سره هغه وخت کړی ؤ چې کله یې هغوی له مصر څخه راوویستل.
26 هغوی د نورو خدایانو عبادت کاوه چې مخکې یې هیڅکله نه ؤ کړی او څښتن د هغو عبادت منع کړی ؤ.
27 نو څښتن په خپل قوم باندې په قهر شو او د هغوی په خاوره باندې یې هغه ټول آفتونه نازل کړل چې په دې کتاب کې لیکل شوي دي.
28 څښتن سخت په قهر شو او د خپل سخت قهر په وخت کې یې هغوی د خپلې خاورې څخه وویستل او پردۍ خاورې ته یې وشړل او هغوی اوس هم هلته دي.
29 ځینې داسې خبرې شته چې زمونږ څښتن خدای زمونږ څخه پټې ساتلې دي، مګر هغه خپل شریعت راته ښکاره کړی دی او مونږ او زمونږ اولاده باید د تل دپاره د هغه شریعت اطاعت وکړو.