څپرکی 1

په دې کِتاب کښې د يهوداه او د يروشلم په حقله هغه پېغامونه دى کوم چې خُدائ پاک د آموص زوئ يشعياه باندې په هغه وخت کښې څرګند کړل کله چې عُزياه، يوتام، احاز او حزقياه د يهوداه بادشاهان وُو.
2 مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے زمکې او آسمانه، زۀ چې څۀ وايم نو هغه واورئ. ما چې د کومو بچو پالنه کړې ده او خيال مې ساتلے دے نو هغوئ زما خِلاف بغاوت کړے دے.
3 غوَيے خپل مالِک پېژنى او خر د خپل مالِک اخور پېژنى. خو بنى اِسرائيل خپل مالِک نۀ پېژنى، زما خلق د عقل نه خلاص دى.“
4 اے ګناهګار قومه، تاسو خپلو ګناهونو رالاندې کړى يئ. بدعمله نسله، بدکرداره بچو، تاسو خپل مالِک خُدائ رد کړے دے. کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس خُدائ پاک دے او تاسو د هغۀ نه مخ اړولے دے.
5 تاسو خپله سرکشى ولې نۀ پرېږدئ؟ تاسو غواړئ چې نوره سزا هم درته مِلاو شى؟ ستاسو سرونه په زخمونو باندې پټ دى او ستاسو زړونه بيمار دى.
6 د سر نه واخله تر پښو پورې ستاسو په بدن کښې يو ځائ هم روغ نشته. تاسو ټول ټکېدلى يئ، زخمى يئ او تغمې درباندې ولاړې دى. نۀ ستاسو زخمونه صفا کړے شوى دى، او نۀ ورباندې مرهم پټۍ شوې ده.
7 ستاسو مُلک شاړ شوے دے، ستاسو ښارونه سوزولے شوى دى. ستاسو په وړاندې د پردى مُلک خلق ستاسو پټى لوټ کوى، او هر څۀ چې وينى هغه تباه کوى.
8 صرف صيون لور باقى پاتې ده، لکه چې د انګورو په باغ کښې د څوکيدار جومپړۍ پاتې وى يا د بادرنګو په پټى کښې يو څپر بې‌اسرى وى، او د محاصرې لاندې بې‌اسرى ښار وى.
9 کۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج يو څو کسان ژوندى نۀ وے پرېښے، نو يروشلم به د سدوم او عموره په شان تباه شوے وو.
10 اے يروشلمه، ستا حکمرانان او ستا خلق د سدوم او د عموره په شان دى. چې مالِک خُدائ درته څۀ فرمائى نو هغې ته غوږ ونيسه او چې خُدائ پاک درته څۀ ښودنه کوى نو هغې ته توجو وکړه.
11 مالِک خُدائ فرمائى، ”کۀ تاسو بې‌شمېره قربانيانې پېش کړئ نو زما پرې څۀ؟ زۀ د ښو ځناورو وازګې او د ګډانو د سوزېدونکو قربانو نه پوزې له راغلے يم. په دې زۀ نۀ خوشحالېږم چې تاسو ما ته د غوَيانو، ګډو او د چېلو وينې پېش کوئ.
12 کله چې تاسو زما حضور ته راځئ نو ولې ستاسو خيال دا دے څۀ چې زۀ دا غواړم چې ستاسو ځناور دې زما په دربار کښې ګرځى؟
13 تاسو چې ما له کومې نذرانې راوړئ دا بې‌فائدې دى. تاسو چې د خوشبويۍ کومې مصالحې سوزوئ نو د هغې نه زۀ نفرت کوم. زۀ ستاسو د نوې مياشتې اخترونه، ستاسو د سبت ورځې او ستاسو مذهبى اجتماعګانې نۀ شم برداشت کولے، دا هر څۀ ستاسو د ګناهونو په وجه خراب شوى دى.
14 ستاسو د نوې مياشتې د اخترونو او ستاسو د مقدسو ورځو نه زۀ نفرت کوم، دا په ما باندې يو بوج جوړ شوے دے او د دې برداشت کولو نه زۀ تنګ راغلے يم.
15 کله چې تاسو د دُعا دپاره لاسونه پورته کړئ، نو زۀ به ستاسو نه مخ واړوم. تاسو چې هر څومره دُعاګانې وکړئ، نو زۀ به يې نۀ قبلوم، ځکه چې ستاسو لاسونه په وينو رنګ دى.
16 اول ولامبئ او خپل ځان صفا کړئ. خپلې بد عملى زما د سترګو نه لرې کړئ. آو، نور بد عمل مۀ کوئ،
17 نېکى کول زده کړئ. او ګورئ چې اِنصاف کيږى، د چا سره چې ظلم شوے وى د هغوئ مدد کوئ، يتيمانانو له خپل حقُونه ورکوئ او د کونډو د حق دِفاع کوئ.“
18 مالِک خُدائ فرمائى، ”راځئ چې اوس دا مسئله حل کړُو. اګر چې ستاسو ګناهونو تاسو تک سرۀ داغى کړى يئ، خو زۀ به تاسو صفا کړم او لکه د واورې په شان به مو سپين کړم، اګر چې ستاسو داغونه تک سرۀ دى، خو تاسو به د وړۍ په شان تک سپين شئ.
19 خو کۀ تاسو خپلې رضا سره تابعدار يئ، نو چې زمکه کوم ښۀ څيزونه پېدا کوى، هغه به تاسو خورئ.
20 خو کۀ تاسو اِنکار او سرکشى کوئ، نو د تُورې لاندې به ګېر شئ او مړۀ به شئ. دا د مالِک خُدائ د خولې کلام دے.“د ګناه نه ډک ښار
21 هغه ښار چې په يو وخت کښې وفادار وو اوس د کنجرې په شان شوے دے. په يوه زمانه کښې دا د صداقت او اِنصاف نه ډک وو، خو اوس په کښې صرف قاتِلان پاتې دى.
22 اے يروشلمه، ستا خالص سپين زر اوس د ملاوټ نه ډک دى، او ستا بهترينو ميو کښې اوبۀ ګډې شوې دى.
23 ستا مشران باغيان شوى دى او د غلو ملګرى شوى دى، هغوئ هر وخت تُحفې او رشوتونه اخلى. هغوئ په عدالت کښې هيڅکله د يتيمانانو دفاع نۀ کوى او نۀ هغوئ ته د کونډو فرياد را رسى.
24 نو هغې ته غوږ ونيسئ څۀ چې مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ تعالىٰ فرمائى، ”زۀ به خپلو دشمنانو نه انتقام واخلم، او مخالفينو نه به بدل واخلم.
25 زۀ به ستاسو خِلاف خپل طاقت استعمال کړم. زۀ به تاسو داسې صفا کړم لکه څنګه چې اوسپنه په اور کښې صفا کيږى او زۀ به ستاسو نه ټول ملاوټ لرې کړم.
26 زۀ به تا له هغه شان قاضيان او مشيران درکړم لکه څنګه چې دې پخوا لرل. نو بيا به يروشلم د صادقانو او وفادارو خلقو ښار وبللے شى.“
27 مالِک خُدائ به اِنصاف سره يروشلم بيا آباد کړى او چې څوک هلته توبه وباسى هغه به بچ کړى.
28 خو مالِک خُدائ به هغه هر يو کس ريزې ريزې کړى څوک چې ګناه کوى او د هغۀ خِلاف بغاوت کوى، او څوک چې مالِک خُدائ ته شا کړى نو هغه به تباه شى.
29 د څېړۍ د مقدسو ونو عبادت سره به چې تاسو خوشحالېدئ نو د هغې په وجه به تاسو وشرمېږئ، او کوم باغونه چې تاسو د بُت پرستۍ دپاره غوره کړى دى نو د هغې په وجه به تاسو وشرمېږئ.
30 تاسو به د څېړۍ د داسې ونې په شان يئ چې پاڼې يې اوچې شوى وى او د يو داسې باغ په شان به يئ چې هيڅ اوبۀ په کښې نۀ وى.
31 نو هغه تکړه سړى به لکه د بوسو په شان وى او د هغوئ بد عملونه به د اور د بڅرکى په شان وى. دواړه به يو ځائ داسې اور واخلى چې هيڅ څوک به يې مړ کولے نۀ شى.