يشعياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52 53 54 55 56 57 58 59 60 61 62 63 64 65 66


څپرکی 50

مالِک خُدائ فرمائى، ”د يهوداه خلقو راشئ، او ما ته هغه طلاق نامه وښايئ چې ما ستاسو مور له ورکړې وه او ستاسو مور مې پرېښوده. هغه طلاق نامه چرته ده؟ او يا ما ته هغه قرض ورکوونکے وښايئ چې ما د خپل قرض په وجه تاسو ورته حواله کړى وئ هغه چرته دے؟ ګورئ هم ستاسو د خپلو ګناهونو له وجې خرڅ کړے شوئ او ستا د خپلو ګناهونو په وجې ستاسو مور وشړلې شوه.
2 چې زۀ راغلم نو څوک هم نۀ وو، ولې؟ چې ما آواز وکړو نو چا هم جواب رانۀ کړو، ولې؟ ولې زما لاس دومره کمزورے وو څۀ چې تاسو مې خلاصولے نۀ شوئ؟ ولې زۀ دومره کمزورے يم څۀ چې تاسو بچ کولے نۀ شم؟ زما يو حُکم سره سمندر اوچ شى او سيندونه په صحرا بدل شى، او بغېر اوبو نه کبان مړۀ شى او هر طرف ته بدبوئ خوره شى.
3 هم زۀ آسمان باندې توره کپړه اچوم او هم زۀ هغې ته د غم جامې اچوم.“
4 خُدائ تعالىٰ ما له د يو اُستاذ ژبه راکړې ده، د دې دپاره چې ستړو خلقو له تسلى ورکړم. هر سحر هغه ما پاڅوى او هغه زما په زړۀ کښې دا جذبه اچوى چې د هغۀ ښودنې ته غوږ ونيسم.
5 خُدائ تعالىٰ ما ته صفا وينا کړې ده، او ما د هغۀ نه سرکشى نۀ ده کړې او نۀ د هغۀ نه اوړېدلے يم.
6 چا چې زما وهل غوښتل ما هغوئ ته خپله ملا وړاندې کړه، چا چې زما نه ږيره ويستله ما هغوئ ته خپل مخ وړاندې کړو. ما د هغوئ د بې‌عزتۍ او توکاڼو نه خپل مخ نۀ دے پټ کړے.
7 خو خُدائ تعالىٰ زما مدد کوى نو زما بې‌عزتى به نۀ کيږى. ما د هغۀ د مرضۍ پوره کولو کلکه اراده کړې ده. ما ته پته ده چې زۀ به د شرم سره نۀ مخ کېږم.
8 څوک چې ما ته صداقت ښائى هغه نزدې دے، څوک دا جرأت کولے شى چې په ما اِلزامونه ولګوى؟ زما مخالف چرته دے چې په ما اِلزام ولګوى. هغه دې رامخامخ شى.
9 هم خُدائ تعالىٰ زما ملګرتيا کوى، نو څوک به ما مجرم ثابت کړى؟ په ما باندې ټول اِلزام لګوونکى به ورک شى هغوئ به داسې ختم شى لکه چې کپړه چينجو خوړلې وى.
10 په تاسو کښې څوک د مالِک خُدائ نه يريږى او د هغۀ د خِدمت کوونکى آواز منى؟ څوک چې په تيارۀ کښې روان وى هيڅ رڼا ورسره نۀ وى خو بيا هم دې د هغۀ ايمان په مالِک خُدائ وى او د هغۀ توکل دې په خُدائ پاک باندې وى.
11 خو تاسو خلق څوک چې خپل ځانونه بَلو غشو سره وسله بند کړئ، نو هم د خپل اور د شغلو په رڼا کښې لاړ شئ. زما د لاس نه به تاسو ته هم دا اجر ملاويږى، تاسو به سخت درد کښې راپرېوځئ.