يشعياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52 53 54 55 56 57 58 59 60 61 62 63 64 65 66


څپرکی 23

دا پېغام د صور په حقله دے. اے د ترسيس سمندرى جهازونو وژاړئ. ځکه چې په صور کښې قلعه او کورونه تباه دى، په قبرص کښې چې تاسو کومه خبره اورېدلې وه هغه رښتيا ده.
2 اے د سمندر د غاړې اوسېدونکو ماتم وکړئ. اے د صيدا سوداګرو، تاسو ماتم وکړئ. ستاسو تاجران به د سمندر نه تېرېدل
3 او په ژورو اوبو کښې به يې سفر کولو او د مِصر غله به يې تاسو له رارسوله، ولې چې تاسو به د نيل د درياب د غاړې نه ګټه اخستله او دغه شان تاسو د ټولو قومونو دپاره د تجارت مرکز وے.
4 خو اوس تۀ شرمېدلے يې، اے د صيدا ښاريې. د سمندر قلعه بند ښار صور وائى، ”زۀ بې‌بچو يمه، زما هيڅ زامن او لوڼه نشته.“
5 کله چې مِصريانو ته د صور خبر مِلاو شى نو هغوئ به په غم اخته شى.
6 اے د سمندر د غاړې خلقو، تاسو د خفګان نه وژاړئ. او ترسيس ته د تښتېدو کوشش وکړئ.
7 آيا دا ستاسو خوشحاله ښار دے کوم چې ډېر د پخوا نه آباد دے؟ آيا دا هغه ښار دے چې خپل اوسېدونکى يې لرې مُلکونو ته ولېږل چې کورونه جوړ کړى.
8 په صور باندې دا افت چا راوستے دے، هغه صور ښار چې به يې بادشاهتونه جوړول؟ د هغې سوداګر شهزادګان وُو او د هغې تاجران عزتمند ګڼلے شول.
9 خو دا د مالِک خُدائ ربُ الافواج منصوبه وه چې هغه به ټول د شان او شوکت والا خلق سپک کړى، او عزتمند کسان به وشرموى.
10 اے د ترسيس خلقو، د خپلې علاقې نه خوارۀ شئ لکه څنګه چې د نيل درياب د غاړو نه اوړى. نور تاسو پابند نۀ يئ.
11 مالِک خُدائ په سمندر باندې لاس اوچت کړے دے او بادشاهۍ يې لړزولې دى. هغۀ حُکم کړے دے چې ستاسو قلعې دې تباه شى.
12 هغۀ وفرمائيل، ”اے د صيدا خلقو، ستاسو خوشحالى ختمه شوې ده او ستاسو خلقو سره ظلم زياتے شوے دے. کۀ هغوئ قبرص ته هم وتښتى، نو آرام به ورته مِلاو نۀ شى.“
13 د څپرکیل مُلک ته وګورئ. د دې مُلک خلق برباد شوى دى. اسوريانو د هغوئ مُلک د ځنګلى ځناور کور جوړ کړے دے. اسوريانو د محاصرې برجونه جوړ کړل او د هغوئ قلعې يې بربادې کړې. او د ملبې ډېرے يې ترېنه جوړ کړے دے.
14 اے د ترسيس سمندرى جهازونو د خفګان نه وژاړئ. ولې چې ستاسو قلعه تباه شوې ده.
15 يو داسې وخت راروان دے چې صور به اويا کاله دپاره هېر کړے شى، چې اويا کاله د يو بادشاه د عُمر برابر وى. کله چې هغه کالونه ختم شى، نو صور به بحال شى لکه څنګه چې سندره د کنجرې په حقله وئيلے شى،
16 ”اے غريبې هېرې شوې کنجرې. خپله بينجو واخله او په ښار کښې وګرځه، ساز غږوه او خپلې سندرې بيا بيا وايه، نو چې داسې يو ځل بيا ياده کړے شې.“
17 کله چې هغه اويا کاله تېر شى، نو مالِک خُدائ به صور له موقع ورکړى چې هغه بيا د کنجرې په شان پخوانے کاروبار شروع شى او د صور لېن دېن به د زمکې په مخ د ټولو بادشاهتونو سره وى.
18 خو دا ښار چې په تجارت کښې کومه ګټه کوى نو هغه به مالِک خُدائ ته وقف کيږى. دا پېسه به نۀ شى جمع کولے، خو چې څوک د مالِک خُدائ په حضور کښې پاتې کيږى نو هغوئ به په دې پېسو باندې ښۀ کافى خوراک او ښائسته لباس اخلى.