يشعياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52 53 54 55 56 57 58 59 60 61 62 63 64 65 66


څپرکی 54

مالِک خُدائ فرمائى، ”اے شنډې ښځې د چا چې اولاد نشته. د خوشحالۍ نه چغې ووهه، د خوشحالۍ نه سندرې ووايه، ولې چې تا د ماشوم د راوړو درد نۀ دے تېر کړے. ولې چې د شنډې ښځې بچى اوس د وادۀ شوې ښځې نه زيات دى.
2 تاسو چې په کومه خېمه کښې اوسېږئ هغه لويه کړئ او پړدې يې خوَرې کړئ، بچت مۀ کوئ، د خېمې پړى اوږدۀ کړئ او موږى يې کلک کړئ.
3 ځکه چې تاسو به خپل سرحدونه هر طرف ته خوارۀ کړئ، ستاسو اولاد به قومونه فتح کړى او چې کوم ښارونه خوشى دى نو هغه به دوباره آباد کړى.
4 يرېږئ مۀ، تاسو به نور د شرم سره نۀ مخ کېږئ. شرمېږئ مۀ، تاسو به نۀ بې‌عزته کېږئ. تۀ به خپل د ځوانۍ شرم هېر کړې او د کونډېدو رسوائى به ستا د ذهن نه ختمه شى.
5 ځکه چې ستاسو خالِق به ستاسو خاوند وى، د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے. د بنى اِسرائيلو مقدس ذات ستاسو خلاصونکے دے، هغه د ټولې دُنيا خُدائ پاک دے.
6 مالِک خُدائ به تاسو بيا راوغواړى داسې لکه چې خاوند ښځه پرېښې وى او سخته پرېشانه وى. تاسو د داسې ښځې په شان يئ چې ځوانه وادۀ شوى وى او خاوند رد کړې وى. ستاسو خُدائ پاک داسې فرمائى،
7 د يوې لحظې دپاره ما تاسو پرېښودلئ، خو اوس ډېر لوئ رحم سره به تاسو بيا راجمع کړم.
8 ما د غصې په تاو کښې د لږ ساعت دپاره ستاسو نه مخ واړولو، خو زۀ به تل په مينې سره په تاسو رحم کوم.“ ستاسو خلاصونکے مالِک خُدائ داسې فرمائى.
9 ”لکه څنګه چې د نوح په وخت کښې ما وعده کړې وه چې بيا به هيڅکله په زمکه داسې سېلاب نۀ راځى. نو هغسې ما قسم کړے دے چې زۀ به بيا تاسو ته نۀ غصه کېږم، او نۀ به تاسو رټم.
10 اګر کۀ غرونه لرې کړے شى او غونډۍ غېبې شى، خو زما وفاداره مينه به ستاسو سره هيڅکله نۀ ختميږى، او زما د امن لوظ به هيڅکله تاسو سره نۀ ختميږى.“ هغه مالِک خُدائ داسې فرمائى څوک چې په تاسو رحم کوى.
11 مالِک خُدائ فرمائى، ”اے يروشلمه، په تا سخت طوفان تېر شو او هيچا هم تسلى درنۀ کړے شوه. زۀ به تا د قيمتى کاڼو نه بيا آباد کړم او ستا بنيادونه به د نيلم کاڼو نه بيا جوړ کړم.
12 ستا منارې به زۀ د ځلېدونکو عقيقو نه جوړې کړم، ستا دروازې به د پړقېدونکو لعلونو نه جوړې کړم، او ستا دېوالونه به د قيمتى کاڼو نه جوړ کړم.
13 زۀ په خپله به ستاسو ټولو بچو ته ښودنه کوم، او هغوئ به خېر خېريت سره وى.
14 ستا د بادشاهت بنياد به په اِنصاف باندې وى، د ظلم زياتى نه به په امان يې، نۀ به تۀ يرېږې، او نۀ به يره تا ته نزدې راځى.
15 کۀ څوک په تاسو باندې حمله کوى نو دا به زما د طرف نه نۀ وى. نو هر څوک چې ستاسو خِلاف جنګ کوى هغه به شکست خورى.
16 ما لوهار پېدا کړے دے، څوک چې د هوا په ذريعه سکارۀ ګرموى او وسله جوړوى. د تباهۍ دپاره ما تباه کار هم پېدا کړى دى.
17 داسې وسله به نۀ وى چې تاسو ته ضرر ورسوى، او څوک چې په تاسو اِلزام لګوى نو تاسو به د هغوئ خولې بندې کړئ. د مالِک خُدائ خادِمان به د دې فائدو نه خوند اخلى، زۀ به د هغوئ حق څرګند کړم.“ مالِک خُدائ داسې فرمائى.