يشعياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52 53 54 55 56 57 58 59 60 61 62 63 64 65 66


څپرکی 34

اے د ټولو قومونو خلقو، راشئ. راغونډ شئ او واورئ. په ټوله دُنيا کښې چې څوک هم اوسيږى نو هغه دې دلته راشى او وا دې ورى.
2 مالِک خُدائ ټولو قومونو او د هغوئ ټولو لښکرو ته غصه دے او هغه به دوئ په مکمل طور تباه کړى او ذبح به يې کړى.
3 خو د هغوئ لاشونه به نۀ ښخيږى او هلته به پراتۀ وى چې سخا شى او خراب بوئ وکړى، او غرونه به په وينو سرۀ وى.
4 په آسمان کښې ستورى به فنا شى. آسمان به داسې فنا شى لکه چې طومار راغونډولے شى او ستورى به داسې راوغورزيږى لکه د انګورو د بوټى نه اوچې پاڼې يا د اينځر د ونې نه اوچ اينځر راغورزيږى.
5 او زما تُورې خپل کار په آسمان کښې پوره کړے دے، او ګورئ اوس به دا په ادوم نازله شى، په هغه قوم کوم چې ما د تباهۍ دپاره په نښه کړے دے.
6 د مالِک خُدائ تُوره په وينه او وازګه باندې پټه شوې ده، دا د ګډورو او د چېلو په وينو سره ده او وازګې ورباندې لګېدلې دى، ولې چې مالِک خُدائ به دا قربانى د بُصره په ښار کښې پېش کړى، هغه به دا لويه حلاله د ادوم په مُلک کښې وکړى.
7 خلق به د ځنګلى غوَيى او د سخو په شان راوغورزيږى او زمکه به په وينه سره وى او په وازګه به پټه وى.
8 دا هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ به بدل واخلى، هغه کال چې د ادوم نه به د بنى اِسرائيلو بدله واخلى.
9 د ادوم سيندونه به په تارکولو بدل شى، خاوره به يې په ګوګړو بدله شى. ټول مُلک به د تارکولو په شان اور اخستے وى.
10 دا به شپه او ورځ بليږى او د دې نه به تل لوګے خېژى. هغه مُلک به په هره زمانه کښې خوشے پروت وى تر دې چې څوک مسافر به هم تر همېشه پورې په دې کښې سفر نۀ کوى.
11 ګونګيان او ځنګلى ځناور به دا قبضه کړى، هر قِسمه ځنګلى مارغان به په دې کښې پاتې کيږى. مالِک خُدائ به په خيال سره د دې مُلک ناپ تول وکړى، هغه به دا ناپ تول د دې د تباهۍ دپاره وکړى.
12 هلته به د بادشاهۍ هيڅ هم پاتې نۀ وى، او د هغې ټول مشران به ختم شى.
13 د ازغو بوټى او تراخۀ بوټى به هر ځائ کښې د پَخو دېوالونو په ښارونو کښې او قلعو کښې خوارۀ شى او ګيدړان او ګونګيان به په دې کښې اوسيږى.
14 ځنګلى ځناور او ګيدړان به هلته راغونډ شى او د چېلو په شکل پيريان به په کښې يو بل ته آوازونه کوى. د شپې بلا به هلته راځى چې د آرام ځائ پېدا کړى.
15 ګونګيان به هلته جالې جوړوى، هګۍ به اچوى، بچى به ترې نه راوباسى او وزرو لاندې به يې پټوى، او ساتنه به يې کوى. ټپوسان به هلته راغونډيږى او هر يو سره به خپله ماده وى.
16 د مالِک خُدائ کِتاب وګورئ او په هغې کښې لټون وکړئ چې څۀ فرمائى. په دې کِتاب کښې د دې ټول مخلوق نومونه موجود وى او يو به هم په کښې بې‌جوړې نۀ وى. مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې هم دغه شان دې وشى، د هغۀ روح به يې پخپله په يو ځائ باندې راغونډ کړى.
17 دا به مالِک خُدائ وى چې په دې ځناورو باندې مُلک تقسيم کړى او هر يو له خپله برخه ورکړى. هغوئ به نسل په نسل په هغه مُلک کښې اوسيږى او د تل دپاره به د هغوئ شى.