يشعياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52 53 54 55 56 57 58 59 60 61 62 63 64 65 66


څپرکی 18

په هغه مُلک افسوس په کوم کښې چې د وزر آواز اورېدلے شى، او چرته چې د ايتهوپيا سيندونه بهيږى.
2 د هغه مُلک نه د نيل درياب ته سفيران په داسې کشتو کښې ځى چې د لوخو نه جوړې وى. اے تېزو پېغام وړونکو، ځئ. هغه لوړو لوړو او د هوارې څرمنې خلقو له پېغام يوسئ د چا نه چې ټوله دُنيا يريږى، هغه مضبوط او جنګيالى قوم له پېغام يوسئ، د چا مُلک چې په سيندونو باندې تقسيم دے.
3 څوک چې په زمکه اوسيږى نو هغوئ ټول دا واورئ. هغه نښې ته وګورئ چې د غرونو په سرونو به ښکاره شى. او چې بيګل غږيږى نو غوږ ورته ونيسئ.
4 مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”زۀ به خپل د استوګنې ځائ نه په خاموشۍ سره ګورمه. خو زما دا خاموشى به داسې وى لکه د تکڼې غرمې د شُغلې په شان يا د لَو په وخت د سحر د پرخې په شان.“
5 د انګورو راټولولو نه مخکښې، کله چې دا ټول ګلونه وغورزوى او انګور په پخېدو وى، نو مالِک خُدائ به حبشيان داسې په آسانۍ سره تباه کړى لکه چې د بوټو قينچيانې د انګورو د بوټى نه څانګې پرې کوى.
6 د هغوئ د فوجيانو لاشونه به مارغانو او ځنګلى ځناورو ته پراتۀ وى. په اوړى کښې به هغوئ د مارغانو خوراک وى او په ژمى کښې به د ځناورو خوراک وى.
7 يو وخت به هغه مضبوط او جنګيالى قومونه چې اوچت او هوارې څرمنې دى، د چا نه چې ټوله دُنيا يريږى مالِک خُدائ ربُ الافواج ته به د هغه مُلک نه نذرانې راوړى، کوم مُلک چې په سيندونو باندې تقسيم شوے دے. هغوئ به د صيون ښار ته راشى، چرته چې مالِک خُدائ ربُ الافواج استوګنه کوى.