يشعياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52 53 54 55 56 57 58 59 60 61 62 63 64 65 66


څپرکی 11

د يَسى مونډ به راوټوکيږى، او د هغې د جرړو نه به څانګه راوخېژى.
2 د مالِک خُدائ روح به د هغۀ سره وى، او دا به د پوهې او حِکمت روح وى، د مشورې او د قوت روح، د عِلم او د مالِک خُدائ نه د يرې روح،
3 او هغۀ ته به د مالِک خُدائ په تابعدارۍ کښې خوشحالى ملاويږى. هغه به د خلقو په ظاهر صورت او د اورېدو په خبرو باندې عدالت نۀ کوى،
4 هغه به اِنصاف سره د غريبانانو عدالت کوى، او هغه به اِنصاف سره د بې‌اسرى خلقو فېصله کوى. د هغۀ د کلام زور سره به زمکه رپيږى او د هغۀ د خولې يو پوکے به بدعمله تباه کوى.
5 صداقت به د هغۀ ملاتړ وى او وفادارى به د هغۀ کمربند وى.
6 شرمخان او ګډې به په يو ځائ په سکون سره اوسيږى، او پړانګ به د چېلو د بچو سره ملاست وى. د غواګانو او زمرو بچى به په يو ځائ خوراک کوى، او يو وړوکے ماشوم به دا بوتلے راوستے شى.
7 غواګانې او مېلوګان به په يو ځائ خوراک کوى، او د هغوئ بچى به په يو ځائ په امن سره پراتۀ وى. او زمرے به د غوَيى په شان بوس خورى.
8 د پيو ماشوم به د مار سوړې سره لوبې کوى او لږ لوئ ماشوم به د زهرژن مار سوړه کښې لاس اچوى.
9 د خُدائ پاک په مقدس غر به هيڅ تباهى نۀ کيږى او نۀ به چا ته نقصان رسى، ځکه چې هغه مُلک به د مالِک خُدائ د عِلم نه داسې ډک وى لکه سمندرونه چې د اوبو نه ډک دى.
10 په هغه وخت به د يَسى د جرړې نه راټوکېدلې څانګه د قومونو دپاره د يوې جنډې نښه وى. قومونه به د هغۀ نه رهنمائى غواړى، او د هغۀ د استوګنې ځائ به جلالى وى.
11 کله چې هغه ورځ راشى، نو مالِک خُدائ به يو ځل بيا د خپل طاقت نه کار واخلى او خپل هغه خلق به خپلو کورونو ته راولى کوم چې په اسور، مِصر، فتروس، ايتهوپيا، عيلام، څپرکیل او د حمات په مُلکونو کښې او د سمندر په غاړو کښې پاتې شوى وُو.
12 مالِک خُدائ به د نښې دپاره يوه جنډا راواخلى چې قومونو ته وښائى چې هغه يو ځل بيا د اِسرائيل او د يهوداه خوارۀ وارۀ خلق راغونډوى او د دُنيا د څلورو واړو سرونو نه يې واپس راولى.
13 د اِسرائيل حسد به ختم شى او د يهوداه د دشمنانو نام و نشان به ختم شى. اِسرائيل به د يهوداه نه نور نفرت نۀ کوى او نۀ به يهوداه د اِسرائيل سره دشمنى کوى.
14 هغوئ به په يو ځائ د نمرپرېواتۀ طرف په فلستيانو باندې حمله وکړى او چې د نمرخاتۀ طرف ته کوم خلق اوسيږى نو هغوئ به لوټ کړى. هغوئ به د ادوم او موآب په خلقو باندې فتح حاصله کړى او د عمون خلق به د هغوئ تابعدار شى.
15 مالِک خُدائ به بحرِقُلزم اوچ کړى او هغه به خپل لاس د فرات سيند طرف ته اوچت کړى او يوه ګرمه هوا به راولېږى او د دې نه به اووۀ واړۀ نِهرونه جوړ کړى، چې هغوئ په اوچه زمکه په آسانۍ تېر شى.
16 هلته چې د هغۀ کوم خپل خلق يعنې بنى اِسرائيليان ژوندى پاتې وى نو د هغوئ دپاره به يو لوئ سړک وى چې د اسور نه به ووځى، هغسې لکه څنګه چې د هغوئ پلار نيکۀ دپاره يوه لار جوړه وه کله چې هغوئ د مِصر نه روان شول.