يشعياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52 53 54 55 56 57 58 59 60 61 62 63 64 65 66


څپرکی 28

په سامريه باندې افسوس چې د شرابى بنى اِسرائيلو شاندار تاج دے. په هغه ښار باندې افسوس چې د بنى اِسرائيلو شان او شوکت وو خو اوس مړاوے کېدونکے ګل دے. په هغه آبادۍ باندې افسوس چې په نشه کښې د ډوبو خلقو په زرخيزه وادۍ باندې ولاړه ده.
2 ګورئ، مالِک خُدائ به داسې قوى او طاقتور لښکر راولېږى، لکه د ږلۍ طوفان او زل زول او د باران د طوفان په شان، دا به لکه د زورَور سېلاب پرې حمله وکړى او په زمکه به يې سر د لاندې راوولى.
3 بيا به سامريه د بنى اِسرائيلو شرابيانو شاندار تاج د پښو لاندې ذرې ذرې شى.
4 بيا به د دې مړاوے کېدونکے ګل شان او شوکت ختم شى چې په زرخيزه وادۍ باندې ولاړ وى. د هغوئ حال د موسم د وړومبو اينځرو په شان دے چې څنګه پاخۀ شى نو راوشوکولے شى او وخوړلے شى.
5 په هغه ورځ به مالِک خُدائ ربُ الافواج د خپلو هغه خلقو دپاره د ګلونو د شاندار تاج په شان وى چې کوم خلق ژوندى پاتې وى.
6 هغه به هغه کسانو له د اِنصاف جذبه ورکړى چې څوک د قاضيانو په توګه کار کوى او هغوئ له به حوصله ورکړى چې څوک د حملې نه د ښار د دروازو حِفاظت کوى.
7 نو بيا پېغمبران او اِمامان هم دومره نشه دى تر دې پورې چې ډغرې وهى. هغوئ مے او شراب دومره زيات څښلى دى چې تيندکونه خورى. پېغمبران دومره زيات نشه دى چې خُدائ پاک کومه وحى نازلوى نو په هغې باندې نۀ پوهيږى او اِمامان هم دومره نشه دى چې د فېصلې ورکولو په وخت زنګيږى.
8 د هغوئ ټول مېزونه په اولټو ګنده دى او يو ځائ هم په کښې صفا نشته.
9 هغوئ په خپلو کښې وائى، ”دا سړے زمونږ سره دا رنګ خبرې ولې کوى؟ د تعليم او د مالِک خُدائ د پېغام اورولو په وخت مونږ داسې پوهوى لکه چې مونږ واړۀ ماشومان يُو او اوس اوس د پيو نه خلاص شوى يُو.
10 هغه مونږ ته ټکے په ټکے، کرښه په کرښه او په مزه مزه تعليم راکوى.“
11 نو اوس به خُدائ پاک خپلو خلقو سره د پردى مُلک د خلقو په ذريعه خبرې کوى څوک چې عجيبه ژبه وائى.
12 خُدائ پاک خپلو خلقو ته فرمائيلى دى، ”دا د آرام ځائ دے. ستړى دې دلته آرام وکړى، ولې چې هم دا ځائ د آرام دے.“ خو هغوئ غوږ نۀ کېښودو.
13 نو دا ځکه به مالِک خُدائ هغوئ ته ټکے په ټکے، کرښه په کرښه او په مزه مزه تعليم ورکوى. نو هغوئ به تيندکونه وخورى او راپرې به وځى. هغوئ به زخمى شى، په جال کښې به ګېر شى او ګرفتار به شى.
14 نو اے ګستاخه کسانو څوک چې په يروشلم کښې په دې خلقو باندې حکومت کوئ، اوس چې څۀ مالِک خُدائ فرمائى نو هغې ته غوږ ونيسئ.
15 تاسو لافې وهلې چې تاسو د مرګ سره لوظ کړے دے او د عالمِ ارواح سره مو تړون کړے دے. ستاسو دا يقين دے چې کله افت راشى نو تاسو به بچ شئ، ځکه چې ستاسو خيال دا دے چې خپل دروغ او دوکه به تاسو بچ وساتى.
16 نو مالِک خُدائ پاک داسې فرمائى، ”زۀ په صيون کښې يو داسې بنياد ږدم چې کلک او مضبوط وى. په هغې کښې زۀ د ګوټ يو قيمتى کاڼے لګوم چې په هغې باندې دا ليکلى وى، ”څوک چې ايمان لرى نو هغه به نۀ وارخطا کيږى.“
17 زۀ به اِنصاف د دې فيته او صداقت د دې د سال مزے کړم. تاسو چې په کومو دروغو باندې يقين ساتئ نو ږلۍ به يې ټول يوسى او سېلابونه به ستاسو د پناه ځايونه وران کړى.“
18 تاسو چې د مرګ سره کوم لوظ کړے دے نو هغه به منسوخ کړے شى او چې د عالمِ ارواح سره تاسو کوم تړون کړے وى نو هغه به ختم کړے شى. هغه زورَور افت به تاسو ووهى او تاسو به ترې نه لاندې شئ.
19 دا افت به تاسو بار بار وهى او هر سحر به مو وهى. دا به په تاسو شپه او ورځ راځى، تر هغې پورې چې تاسو يې وړى نۀ يئ. دا پېغام به ستاسو په خلقو باندې يره راولى.
20 ستاسو کټ دومره لنډ دے چې پښې په کښې نۀ شى غزېدلے او کمبله دومره وړه ده چې څوک په کښې پټېدے نۀ شى.
21 مالِک خُدائ به داسې راپاڅى لکه څنګه چې هغه د پراضيم په غر باندې فلستيانو پسې راپاڅېدلے وو. او څنګه يې چې د جبعون په وادۍ کښې اموريانو باندې حمله کړې وه داسې به په تاسو هم حمله وکړى. او چې کوم کارونه به هغه کوى نو هغه به عجيبه وى. او د هغۀ هر قدم به فرق فرق وى.
22 زۀ چې کوم خبردارے درکوم نو په هغې پورې خندا مۀ کوئ. کۀ تاسو خندا وکړه نو ستاسو دپاره به خلاصېدل نور هم ګران شى. ما د مالِک خُدائ ربُ الافواج د ټول مُلک د تباه کولو فېصله اورېدلې ده.
23 زۀ چې درته څۀ وايم نو هغې ته غوږ ونيسئ، زۀ چې درته څۀ وايم هغې ته ښۀ توجو وکړئ.
24 ولې زميدار همېشه يوه کوى او هيڅکله کر نۀ کوى څۀ؟ ولې هغه تل پټې اړوى او هيڅکله څۀ نۀ کَرى؟
25 کله چې هغه يو ځل پټے هوار او تيار کړى، نو هغه تخم کَرى لکه کاږۀ، د زېرے تخم، غنم او اوربشې په صحيح طريقه او صحيح ځائ باندې کَرى.
26 زميدار ته پته وى چې څۀ به کوى، ځکه چې خُدائ پاک هغۀ ته پوهه ورکړې ده.
27 هغه د کاږو او زېرې د تخم ټکولو دپاره لوئ ډانګ نۀ استعمالوى، بلکې د دې دپاره د يو وړوکى او برابر لرګى نه کار اخلى.
28 هغه غنم په درمند کښې دومره نۀ غوبل کوى چې خراب‌تُراب شى، ځکه چې هغۀ ته پته وى چې په ګاډۍ باندې به يې څنګه غوبل کړى چې غله خرابه نۀ شى.
29 مالِک خُدائ ربُ الافواج زبردست اُستاذ دے، او هغه دې زميدارانو له ښۀ پوهه ورکوى.