څپرکی 6

په کوم کال چې عُزياه بادشاه مړ شو، نو ما مالِک خُدائ وليدو چې په اوچت او د لوئې مرتبې په تخت ناست وو. او د هغۀ د چُوغې لمن سره د هغۀ کور ډک شو.
2 د هغۀ نه ګېرچاپېره بلېدونکے مخلوق ولاړ وو او د هر يو شپږ شپږ وزر وُو. دې هر يو خپل مخ په دوو وزرو باندې پټ کړے وو، په دوو وزرو باندې يې پښې پټې کړې وې او د دوو وزرو نه يې د الوتلو کار اخستلو.
3 هغوئ يو بل ته نعرې وهلې، ”مقدس، مقدس. مالِک خُدائ ربُ الافواج مقدس دے. د هغۀ د جلال نه دُنيا ډکه ده.“
4 د هغوئ د آوازونو شور د خُدائ پاک د کور چوکاټونه ولړزول او د مالِک خُدائ کور د لوږى نه ډک شو.
5 نو ما ووئيل، ”په ما افسوس، زۀ تباه شوم، ځکه چې زما شونډې په ګناه ککړې دى، او د کومو خلقو سره چې زۀ اوسېږم د هغوئ شونډې هم ګنده دى. خو بيا هم ما په خپلو سترګو هغه بادشاه ليدلے دے چې هغه مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.“
6 نو بيا د هغه بلېدونکى مخلوق نه يو زما طرف ته راوالوتلو. هغۀ يوه بَله سکروټه راروانه کړې وه، هغۀ دا د قربان‌ګاه نه د يوې چمټې سره راخستې وه.
7 هغۀ زما شونډو له بَله سکروټه وروړله او وې فرمائيل، ”دا سکروټه ستا د شونډو سره لګېدلې ده، نو په دې وجه ستا قصور ختم شو او ستا ګناهونه معاف شول.“
8 بيا ما د مالِک خُدائ آواز واورېدو چې وې فرمائيل، ”زۀ څوک ولېږم؟ زمونږ د طرف نۀ به څوک ځى؟“ نو ما ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ حاضر يم. ما ولېږه.“
9 نو هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او دې قوم ته دا پېغام ورسوه، ”هر څومره کۀ تاسو واورئ خو تاسو به پرې پوهه نۀ شئ، هر څومره کۀ ورته ګورئ نو تاسو به پرې پوهېږئ نه.“
10 د هغوئ زړونه سخت کړه، د هغوئ غوږونه کاڼۀ کړه او د هغوئ سترګې ړندې کړه، داسې نۀ وى چې هغوئ په خپلو سترګو وګورى او په خپلو غوږُونو واورى او خپلو زړونو کښې پوهه شى او زما طرف ته شفا دپاره راتاو شى.“
11 ما ترې نه تپوس وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، دا به تر کومې پورې وى؟“ هغۀ راته وفرمائيل، ”دا به تر هغې پورې وى چې ښارونه يې تباه او خوشى شى او چې د کورونو نه يې خلق ختم شى او زمکه يې شاړه شى.
12 تر هغې چې مالِک خُدائ هغوئ تر لرې لرې پورې وزغلوى او ټول مُلک يې خوشے پاتې شى.
13 کۀ په هغه مُلک کښې صرف لسمه حِصه خلق هم پاتې وى، نو هغه به بيا وسوزولے شى. هغه به د څېړۍ د ونې په شان داسې کټ شى چې صرف مونډ يې باقى پاتې شى.“ دا مونډ به يو مقدس تخم وى.