څپرکی 5

راځئ چې زۀ د خپل محبوب دپاره سندره وايم، دا زما د دوست او د هغۀ د انګورو د باغ سندره ده. زما د دوست د انګورو يو باغ وو، چې دا باغ په يوه زرخېزه غونډۍ باندې وو.
2 هغۀ زمکه وکنستله او د هغې نه يې کاڼى صفا کړل، هغۀ د بهترينو انګورو بوټى وکَرل. او د دې باغ په مينځ کښې يې د حِفاظت دپاره د څوکيدارۍ يو برج جوړ کړو، هغۀ د انګورو نه د رس ويستلو دپاره د کاڼى نه لنګرۍ جوړه کړه. هغۀ د ښو انګورو د پخېدو انتظار وکړو، خو چې کله انګور پاخۀ شول نو هغه ټول تراوۀ وُو.
3 نو اوس، اے د يروشلم او د يهوداه اوسېدونکو خلقو، زما او زما د انګورو د باغ په مينځ کښې فېصله وکړئ.
4 داسې څۀ شته چې ما د دې باغ دپاره نۀ وى کړى؟ نو بيا چې ما د دې باغ نه د خوږو انګورو توقع ساتله، نو دې تراوۀ ولې ونيول؟
5 نو زۀ به اوس تاسو ته ووايم، چې زۀ به د دې خپل باغ سره څۀ کوم. د دې نه ګېرچاپېره چې کوم باړ دے هغه به ترې نه اخوا کړم، د دې د حِفاظت دېوالونه به راوغورزوم او ځناور به ورپرېږدم چې وې خورى او د پښو لاندې يې کړى.
6 زۀ به د هغې زمکه شاړه کړم. نۀ به يې په بوټو کښې قينچى کيږى او نۀ به ورته ګوډ کيږى، هلته به ازغى او مرکونډۍ زرغونې شى. زۀ به وريځې هم منع کړم چې په دې باندې باران نۀ ورَوى.
7 د اِسرائيل قوم د مالِک خُدائ ربُ الافواج د انګورو باغ دے، او د يهوداه خلق د انګورو هغه بوټى دى چې هغۀ په خوشحالۍ کَرلى دى. د هغۀ د دوئ نه طمع وه چې اِنصاف به کوى، خو په ځائ د دې هغوئ ظلمونه کول. هغۀ ترې نه د صداقت طمع لرله، خو په ځائ د دې هغۀ د ژړا چغې واورېدې.
8 په تاسو افسوس، تاسو نور نور کورونه او پټى اخلئ. خو په آخر کښې به د نورو خلقو دپاره ځائ پاتې نۀ شى او صرف تاسو به په هغه مُلک کښې اوسېږئ.
9 ما اورېدلى دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج قسم خوړلے دے چې، ”يقيناً چې د ډېرو کورونو نه به کنډرې جوړې شى، او په دې غټو او ښائسته کورونو کښې به هيڅوک نۀ اوسيږى.
10 په شل جربه زمکه باندې چې کوم د انګور باغ کَرلے شوے وى نو هغه به صرف دوويشت ليټره مے پېدا کوى. يو سل او شپېتۀ کلو تخم به صرف شپاړس کلو غله پېدا کوى.“
11 په تاسو افسوس څوک چې سحر وختى پاڅئ او په شرابو څښلو باندې شروع وکړئ او په ماښام کښې تر ناوخته پورې مے څښئ او ځانونه نشه کوئ.
12 ستاسو په محفلونو کښې تاسو سره رڅپرکی، بينجو، تمبلونه، شپېلۍ او مے وى. دا خو ستاسو په خيال کښې هم نۀ راځى چې مالِک خُدائ څۀ کوى. او څۀ چې هغه کوى نو تاسو د هغې لحاظ نۀ کوئ.
13 نو ځکه زما قوم به د خپلې ناپوهۍ له وجې جلاوطن کړے شى. ستاسو مشران به د لوږې نه مړۀ شى او ستاسو عوام به د تندې نه مړۀ شى.
14 تورو خاورو هغوئ ته خپله خولۀ کولاو نيولې ده دپاره د دې چې د يروشلم غټ خلق او عوام، مست او شور جوړونکى خلق به ژوندى تېر کړى.
15 هر يو کس به سپک کړے شى او څوک چې مغرور وى نو هغوئ ټول به عاجزان کړے شى.
16 خو مالِک خُدائ ربُ الافواج د خپلې لويئ اظهار د هغه کار په کولو سره کوى چې کوم د اِنصاف وى او د خُدائ پاک راستى به د هغۀ د پاکوالى څرګندونه کوى.
17 د ښار په کنډرو کښې به ګډُورى واښۀ خورى او د چېلو بچو ته به په کښې د څرن زمکه ملاويږى.
18 په تاسو افسوس څوک چې د شګى مزى پورې خپل ګناهونه راکاږئ، او څوک چې د غوَيانو د ګاډۍ په شان خپله بدعملې ځان پسې راکاږئ.
19 تاسو وايئ، ”مالِک خُدائ دې زر زر خپل کار وکړى چې مونږ دا وګورو. او چې د بنى اِسرائيلو مقدس ذات کومه منصوبه جوړه کړې ده هغه دې زر سر ته ورسوى چې مونږ ته د هغې پته ولګى.“
20 په تاسو افسوس دے. تاسو بدو ته ښۀ وايئ او ښو ته بد وايئ. تاسو تيارۀ نه رڼا جوړَوئ او د رڼا نه تيارۀ جوړَوئ. کوم څيز چې تريخ وى نو د هغې نه خوږ جوړَوئ او چې کوم خوږ وى نو د هغې نه تريخ جوړَوئ.
21 په تاسو افسوس دے. ستاسو خيال دا وى چې تاسو عقلمند يئ او خپل ځان ډېر زيات هوښيار ګڼئ.
22 په تاسو افسوس دے. د ميو په څښلو کښې خو تاسو ډېر تکړه يئ. او د شرابو په ګډولو کښې تاسو ښۀ ځوانى ښايئ.
23 خو د رشوت په وجه تاسو مجرمان آزادوئ او د بې‌ګناه خلقو حقُونه خورئ.
24 نو اوس، لکه څنګه چې خسڼى او اوچ واښۀ ټسيږى او په اور کښې ايرې کيږى، نو داسې ستاسو جرړې به ورَستې شى او ستاسو غوټۍ به اوچې شى او هوا به يې يوسى. دا ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ د ربُ الافواج شريعت رد کړے دے، او د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات حکم ته مو سپک کتلى دى.
25 نو ځکه مالِک خُدائ خپلو خلقو ته سخت په قهر دے او خپل لاس يې اوچت کړے دے چې هغوئ له سزا ورکړى. غرونه به وخوځيږى او چې څوک مړۀ شى نو د هغوئ لاشونه به په کوڅو کښې د ګند په شان پاتې شى. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ وى سړه شوې او هغۀ به د سزا دپاره لاس اوچت کړے وى.
26 هغه به يو لرې قوم ته د راغوښتلو دپاره اِشاره وکړى. هغه هغوئ ته شپيلے ووهى چې د دُنيا د لرې سر نه راشى. او هغوئ زر زر او په منډه منډه راشى.
27 د هغوئ يو کس به هم نۀ ستړے کيږى، او نۀ به تيندکونه خورى. نۀ به هغوئ د خوب دپاره ودريږى او نۀ د آرام دپاره. نۀ به هغوئ ملابند سپړى او نۀ به هغوئ د خپل پېزار تسمې پرانيزى.
28 د هغوئ غشى به تېرۀ وى او د هغوئ ليندې به د ويشتلو دپاره تيارې وى. د هغوئ د آسونو د نالونو نه به بڅرکى الوځى او د هغوئ د جنګى ګاډو پايې به د هوا په شان تاويږى.
29 هغوئ د ازمرو په شان غړمبيږى، د داسې ازمرو په شان غړمبيږى چې ښۀ په ځوانى کښې وى. هغوئ غړمبار سره خپل ښکار راونيسى او يو خوا ته يې وړى او هيڅ څوک هم نۀ وى چې يې ترېنه خلاص کړى.
30 په دغه ورځ به هغوئ په خپل دشمن باندې وغړمبيږى داسې لکه چې د سمندر چپې شور کوى. کۀ څوک هغه مُلک ته وګورى نو صرف تيارې او مصيبتونه به ورته ښکارى. او د وريځې د خورېدو په وجه به رڼا په تيارې بدله شى.