يشعياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52 53 54 55 56 57 58 59 60 61 62 63 64 65 66


څپرکی 56

مالِک خُدائ خپلو خلقو ته فرمائى چې، ”هغه څۀ کوئ څۀ چې صحيح او د اِنصاف دى، ولې چې زۀ زر راروان يم چې تاسو له خلاصون درکړم، او ستاسو مينځ کښې خپل صداقت څرګند کړم.
2 بختور دى هغوئ چې په صداقت کلک ولاړ وى. بختور دى هغوئ چې د سبت د ورځې بې‌حرمتى نۀ کوى بلکې منى يې، او خپل ځانونه د بدعملۍ نه ساتى.“
3 د پردى مُلک کوم خلق چې د مالِک خُدائ منونکى جوړ شوى دى نو هغوئ دې ونۀ وائى چې، ”مالِک خُدائ به مونږ خامخا د خپلو خلقو نه جدا کړى.“ او نۀ دې خصى وائى چې، ”زۀ خو اوچ بوټے يم، نۀ مې بچى شته او نۀ مستقبل.“
4 مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کوم خصيان چې د سبت ورځې د منلو په وجه زما درناوے کوى او هغه کار کوى چې زۀ ورباندې رضا کېږم او زما په لوظ ټينګ ولاړ وى،
5 نو زۀ به هغوئ له زما په خپل کور او د هغې چارديوارۍ کښې يو داسې يادګار او نوم ورکوم چې د لوڼو او زامنو نه به زيات ښۀ وى. او کوم نوم به چې زۀ هغوئ له ورکوم نو هغه به تل تر تله وى او هيڅکله به ختميږى نه.
6 او مالِک خُدائ د پردى مُلک هغه خلقو ته فرمائى چې کوم د هغۀ منونکى جوړ شوى دى، څوک چې د هغۀ سره مينه کوى او د هغۀ خِدمت کوى، کوم چې د سبت ورځ منى او د هغۀ په لوظ ټينګ ولاړ وى،
7 نو زۀ به هغوئ خپل مقدس غر صيون ته راولم، او خپل د دُعا کور کښې به د هغوئ زړونه د خوشحالۍ نه ډک کړم. او زۀ به د هغوئ سوزېدونکې نذرانې او قربانۍ قبولې کړم. ځکه چې زما کور به د ټولو قومونو دپاره د دُعا کور بللے شى.“
8 مالِک خُدائ تعالىٰ، چا چې خپل خلق بنى اِسرائيليان د جلاوطنۍ نه راوستى دى هغه فرمائى چې هغه به نور خلق هم راجمع کړى هغوئ سره څوک چې مخکښې نه راجمع دى.
9 اے ټولو بلاګانو. اے د ځنګل ټولو بلاګانو راشئ. او زما خلق لواړ تېر کړئ.
10 زما د خلقو مشران لکه د محافظانو په شان دى څوک چې په سترګو ړاندۀ دى، او ټول د هيڅ نه هم نۀ دى خبر. هغوئ ټول د ګونګى سپى په شان دى او غپلے نۀ شى، هسې پراتۀ وى او خوبونه کوى. د هغوئ خوب ډېر خوښ دے.
11 هغوئ د لالچى سپو په شان دى چې هيڅکله نۀ مړيږى. باوجود د دې چې هغوئ ته شپانۀ وئيلے شى خو هغوئ په هيڅ هم نۀ پوهيږى. هغوئ ټول په خپله مخه روان دى او خپلې ګټې پسې ګرځى.
12 هغوئ وائى، ”راځئ چې مے واخلو او ځانونه پرې ښۀ په سور کښې کړُو. او سبا به د نن نه هم زياته خوشحالى کوُو.“