يشعياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52 53 54 55 56 57 58 59 60 61 62 63 64 65 66


څپرکی 40

خُدائ پاک فرمائى، ”زما خلقو له تسلى ورکړئ، زما خلقو له تسلى ورکړئ.
2 د يروشلم خلقو سره ډيرې په نرمه ژبه خبرې کوئ. او هغوئ ته ووايئ چې ستاسو د خفګان ورځې ختمې شوې او اوس ستاسو ګناهونه معاف شوى دى. ځکه چې د مالِک خُدائ د لاسه هغوئ ته د خپلو ګناهونو يو په دوه سزا مِلاو شوې ده.“
3 په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز دے، ”د مالِک خُدائ دپاره په بيابان کښې لار جوړه کړئ. په صحرا کښې هغۀ ته لارې نېغې کړئ.
4 هره دره به ډکه شى، هره غونډۍ او غر به هوار شى. کاږۀ به نېغ کړے شى، او ناهمواره به هواره کړے شى.
5 نو د مالِک خُدائ جلال به راڅرګند شى، او ټول بنى آدم به هغه په شريکه وګورى. مالِک خُدائ په خپله دا فرمائيلى دى.“
6 يو آواز ووئيل، ”چغه ووهه.“ نو ما تپوس وکړو، ”زۀ څۀ چغه ووهم؟“ دا چې بنى آدم د واښو په شان دى، او د هغوئ ښائست د ځنګلى ګل په شان دے.
7 کله چې د مالِک خُدائ هوا وچليږى نو واښۀ اوچ شى او ګلونه مړاوى شى، نو داسې دا د خلقو دپاره هم ده.
8 نو، واښۀ اوچ شى او ګلونه مړاوى شى، خو د مالِک خُدائ کلام د همېشه دپاره قائم وى.
9 اے صيونه، يو اوچت غر ته وخېژه او اعلان وکړه. اے يروشلمه، د اوچت آواز سره چغه ووهه، او يرېږئ مۀ. د يهوداه ښاريې ته ووايئ چې، ”ستاسو خُدائ پاک دا دے راروان دے.“
10 ګورئ، مالِک خُدائ تعالىٰ لوئ قدرت سره راروان دے، هغه به د طاقت سره حکومت وکړى، د هغۀ اجر د هغۀ سره دے او د هغۀ انعام د هغۀ نه مخکښې مخکښې روان دے.
11 هغه به د يو شپون په شان د خپلو ګډو ساتنه کوى، هغه به ګډُورى په خپل غېږ کښې وړى او زړۀ سره به يې نزدې نيولى وى او ګډې به يې ډېر په خيال سره ځان سره روانې کړې وى.
12 سمندر څوک په موټى کښې نيولے شى، يا څوک آسمان د لاسونو په ذريعه ناپ کولے شى؟ د زمکې د خاورې وزن چا معلوم کړے دے يا څوک په تله غرونه او د غرونو غونډۍ تللے شى؟
13 مالِک خُدائ ته څوک ښودلے شى چې داسې کوه؟ هغۀ ته څوک ښودنه کولے شى يا مشوره ورکولے شى؟
14 ولې مالِک خُدائ ته د چا د مشورې ضرورت وى څۀ؟ چې ورته پوهه ورکړى او د صحيح کارونو طريقه ورته وښائى؟ يا کله چا هغۀ ته عِلم ورکړے دے چې د ښۀ عِلم تېرولو چل ورته وښائى؟
15 نه، يقيناً چې قومونه د مالِک خُدائ دپاره هيڅ هم نۀ دى، په بالټى کښې د اوبو د يو څاڅکى يا په تله کښې د دوړې نه زيات نۀ دى، هغه ټوله دُنيا داسې اوچتوى لکه چې د شګې يوه دانه وى.
16 د لبنان په ځنګلو کښې ټول ځناور خُدائ پاک ته د قربانى کېدو دپاره لږ دى، او د دې ځنګلونو ونې د سوزېدونکو نذرانو د اور بلولو دپاره ډېرې کمې دى.
17 د هغۀ په وړاندې ټول قومونه هيڅ هم نۀ دى، د هغۀ په نظر کښې هغوئ نشت دى، هيڅ څيز هم نۀ دى.
18 د خُدائ پاک مثال د چا سره ورکولے شى؟ تۀ به څنګه ووائې چې د هغۀ صورت څنګه دے؟
19 کاريګر خو اول بُت جوړ کړى، بيا زرګر په هغې باندې سرۀ زر وخېژوى او د سپينو زرو په زنځيرونو باندې يې ښائسته کړى.
20 کوم سړے چې سرۀ زر يا سپين زر نۀ شى اخستلے هغه به داسې لرګى خوښوى چې نۀ ورَستيږى. هغه يو ماهِر کاريګر لټوى چې يو داسې بُت جوړ کړى چې نۀ غورزيږى.
21 تا ته پته نشته څۀ؟ تا نۀ دى اورېدلى څۀ؟ تا ته د شروع نه نۀ وُو وئيلے شوى څۀ؟ د دُنيا د شروع نه واخله تر اوسه پورې تۀ پوهه نۀ شوې؟
22 خُدائ پاک د زمکې نه بره په خپل تخت ناست دے، او هلته نه خلق لکه د مُلخانو په شان ښکارى. هغۀ آسمان د پردى په شان خور کړے دے، د هغه خېمې په شان چې د اوسېدو دپاره وى.
23 هغه طاقتور حکمرانان راټيټوى او په نشت باندې يې بدلوى.
24 هغوئ د وړو بوټو په شان دى، چې اوس اوس راشنۀ شوى وى او لږې لږې جرړې يې کړې وى. کله چې مالِک خُدائ هوا راولېږى، نو دا اوچې شى او د خسڼى په شان والوځى.
25 د هغه مقدس ذات مثال د چا سره ورکولے شى؟ د هغۀ په شان بل څوک شته؟
26 آسمان ته وګوره. تا له چې په نظر کوم ستورى راځى دا چا پېدا کړى دى؟ دا هغه ذات دے چې دا يې د لښکر په شان روان کړى دى، هغۀ ته پته ده چې دا ستورى څومره دى او هر يو ته خپل خپل نوم اخلى. د هغۀ قوت دومره زيات دے، چې د دې نه يو هم نۀ دے کم شوے.
27 نو اے بنى اِسرائيلو، تاسو شکايت ولې کوئ چې مالِک خُدائ ستاسو په تکليفونو باندې خبر نۀ دے يا چې ستاسو سره بې‌اِنصافى کيږى نو تاسو وايئ چې هغه ستاسو خيال نۀ ساتى؟
28 تاسو ته پته نشته څۀ؟ تاسو اورېدلى نۀ دى؟ چې مالِک خُدائ د همېشه دپاره خُدائ پاک دے، هغۀ ټوله دُنيا پېدا کړې ده. هغه هيڅکله نۀ ستړے کيږى او نۀ ستومانه کيږى. او د هغۀ د حکمت خاتمه نشته.
29 هغه کمزورو او ستړو له طاقت ورکوى.
30 نو ځوانان هم ستړى ستومانه شى، او خراب راوغورزيږى.
31 خو چې څوک په مالِک خُدائ باندې يقين ساتى نو هغوئ ته به يو نوے طاقت مِلاو شى. هغوئ به داسې اوچت الوځى لکه چې د باز وزر ورته لګېدلى وى، هغوئ به منډه وهى او نۀ به ستړى کيږى، هغوئ به پېدل ګرځى او نۀ به ستومانه کيږى.