څپرکی 9

نو د هغوئ دپاره به دا مصيبت تر همېشه پورې جارى نۀ وى. د زبولون او نفتالى علاقه ته په يو وخت کښې سپک کتلے شول، خو په راتلونکى وخت کښې به دا علاقه عزتمنده شى، نمرخاتۀ طرف ته د مديترانى سمندر نه واخله د درياب طرف ته د اُردن نه پورې او داسې ګليل به هم عزتمند شى، چرته چې غېر‌يهوديان اوسيږى.
2 کوم خلق چې په تيارۀ کښې ګرځېدل، نو هغوئ يوه لويه رڼا ليدلې ده، او هغوئ څوک چې په تورو تيارو کښې اوسېدل، پرې نُور ځليږى.
3 تا د هغوئ قوم لوئ کړے دے او لويه خوشحالى دې ورکړې ده. تا چې څۀ کړى دى نو په هغې باندې هغوئ خوشحالى کوى، هغوئ دومره خوشحالى کوى لکه چې خلق يې د فصل د رېبلو په وخت کوى، او يا چې کله مالِ غنيمت تقسيميږى.
4 تۀ به د هغوئ د غلامۍ جغ مات کړې او د هغوئ د اوږو نه به دروند بوج واخلې. او د ظالمانو زور به ختم کړې داسې لکه څنګه چې تا د ميديان لښکر تباه کړے وو.
5 د هر يو جنګيالى فوجى پېزار او د هغوئ هغه ټولې جامې چې په وينو داغدارې دى، هغه به په اور وسوزولے شى.
6 زمونږ دپاره يو ماشوم پېدا شوے دے. مونږ له يو زوئ راکړے شوے دے. او حکمرانى به د هغۀ په اوږو وى. هغه به په دې نومونو سره ياديږى، ”عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.“
7 د هغۀ شاهى طاقت به زياتيږى، د هغۀ بادشاهى به تل په امن کښې وى. هغه به د داؤد نه پس بادشاه وى، د هغۀ د بادشاهۍ بنياد به په صداقت او اِنصاف باندې قائم وى، د اوس نه واخله تر همېشه همېشه پورې به د هغۀ بادشاهى قائمه وى. د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به هم دغه شان وکړى.
8 مالِک خُدائ د يعقوب خلاف کلام کړے دے، او هغه په اِسرائيل مسلط دے.
9 د اِسرائيل ټول خلق او هغه هر يو کس چې په سامريه کښې اوسيږى، هغوئ ته به پته ولګى چې دا هغۀ کړى دى. خو اوس هغوئ مغروره او خود غرضه دى. هغوئ ووئيل،
10 ”زمونږ د خښتو عمارتونه راغورزېدلى دى، خو مونږ به دا بيا د تراشلے شوو کاڼو نه جوړ کړُو. د چِنار ونې راماتې شوې دى، خو مونږ به د دې په ځائ د دِيار ښائسته ونې ولګوو.“
11 خو مالِک خُدائ د هغوئ دشمنان راپارولى دى چې په هغوئ باندې حمله وکړى.
12 د نمرخاتۀ طرف ته شام او د نمرپرېواتۀ طرف ته فلستيه خولۀ پرانستلې ده چې اِسرائيل ژوندے تېر کړى. خو د مالِک خُدائ غصه تر اوسه پورې سړه نۀ ده، او هغۀ د سزا دپاره تر اوسه پورې لاس اوچت نيولے دے.
13 اګر چې مالِک خُدائ ربُ الافواج هغوئ له سزا هم ورکړې ده، خو د اِسرائيل خلقو توبه نۀ ده ويستلې، او هغوئ هغۀ ته واپس نۀ دى راګرځېدلى.
14 صرف په يوه ورځ کښې به مالِک خُدائ د اِسرائيل مشرانو او خلقو له داسې سزا ورکړى چې د سر نه واخله تر بېخه پورې به ټول ختم کړى.
15 مشران او عزتمند خلق د سر په شان دى او هغه پېغمبران د بېخ په شان دى چې د چا تعليمات د دروغو نه ډک وى.
16 د قوم مشرانو خلق بې‌لارې کړى دى او د تباهۍ په طرف يې روان کړى دى.
17 نو مالِک خُدائ به د قوم د ځوانانو نه خوشحاله نۀ وى او هغه به په کونډو او يتيمانانو باندې هم رحم نۀ کوى، ځکه چې ټول خلق د خُدائ نه اوړېدلى دى او بدعمله شوى دى او هغوئ چې څۀ هم وائى هغه بدى وى. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ سړيږى او هغۀ به د سزا ورکولو دپاره خپل لاس اوچت کړے وى.
18 د خلقو بدعملى د هغه اور په شان بليږى کوم چې د ازغو بوټى او غنې سوزوى. دا د ځنګل د هغه اور په شان بليږى کوم چې پاس په هوا کښې د لوږى ستنه جوړوى.
19 د مالِک خُدائ ربُ الافواج غصې سره به ټول مُلک وسوزى او په خلقو باندې به يې اور بَل وى او يو کس به په بل هيڅ ترس نۀ کوى.
20 هغوئ به خپل ګس طرف ته ګاونډيانو باندې حمله وکړى خو بيا به هم اوږې وى، په خپل ښې طرف ګاونډيانو باندې به حمله وکړى خو بيا به يې هم لوږه نۀ ختميږى. په آخر کښې به هغوئ خپل بچى هم وخورى.
21 منسى به په اِفرائيم او اِفرائيم به په منسى حمله وکړى، بيا به هغوئ يو ځائ په يهوداه حمله وکړى. خو د مالِک خُدائ غصه لا سړه نۀ ده، او هغۀ د سزا ورکولو دپاره لاس اوچت نيولے دے.