يشعياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52 53 54 55 56 57 58 59 60 61 62 63 64 65 66


څپرکی 27

په هغه ورځ به مالِک خُدائ د خپلې زورَورې او کلکې تُورې نه کار واخلى چې هغه تښتېدونکې بلا له يعنې تاوېدونکې راتاوېدونکې بلا له سزا ورکړى او وې ووژنى کومه چې په سمندر کښې اوسيږى.
2 په هغه ورځ د انګورو ښائسته باغ په حقله سندره ووايئ،
3 ”زۀ مالِک خُدائ پخپله د دې خيال ساتم او پابندۍ سره اوبۀ ورکوم. او شپه او ورځ د دې څوکيدارى کوم چې څوک نقصان ور ونۀ رسوى.
4 زما غصه اوس يخه شوې ده. خو کۀ په دې باغ کښې ازغى او مرکونډۍ وشول نو زۀ به ورسره جنګ وکړم او ټول به وسوزوم.
5 خو کۀ هغوئ زما نه مدد وغواړى، نو هغوئ دې ما سره روغه وکړى. آو، پرېږدئ چې هغوئ ما سره صُلح وکړى.“
6 هغه وخت راروان دے چې د يعقوب اولاد به جرړې وکړى، اِسرائيل به غوټۍ ونيسى او ګلونه به وکړى. او مېوه به يې دُنيا ډکه کړى.
7 ولې مالِک خُدائ اِسرائيل داسې وهلے دے لکه څنګه يې چې د هغۀ دشمنان وهلى دى؟ ولې بنى اِسرائيل داسې قتل شوى دى لکه څنګه چې د هغۀ دشمنان قتل شوى دى؟
8 نه، بلکې مالِک خُدائ د هغوئ مخالفت وکړو او جلاوطن يې کړل. هغوئ يې د نمرخاتۀ په طرف د يوې زورَورې هوا سره وشړل.
9 نو داسې به د يعقوب ګناه معاف شى، او چې کله د اِسرائيل ګناهونه ختم شى نو په نتيجه کښې به هغوئ د غېرو قومونو قربان‌ګاه د چونې د کاڼى په شان ذرې ذرې کړى او د قربان‌ګاه خوشبودارې مصالحې او د اشيرې د بُت نښې به پاتې نۀ شى.
10 د قلعې په شان د پَخو دېوالونو ښار کنډر پروت دے. دا د يو خوشى بيابان په شان وران ويجاړ پروت دے. او بيا به په دې کښې څاروى څريږى آرام به کوى او څانګې به خورى.
11 د ونو څانګې اوچې شوې او ماتې شوې دى او ښځې يې د خشاک په توګه راغونډوى. خلق په هيڅ څيز باندې هم ځان نه پوهوى نو په دې وجه چا چې هغوئ پېدا کړى دى ورباندې هيڅ رحم نۀ کوى، چا چې هغوئ تخليق کړى دى ورباندې هيڅ ترس نۀ کوى.
12 په هغه ورځ به مالِک خُدائ د فرات سيند نه واخله تر مِصر سرحده پورې خپل خلق يو يو کس راغونډ کړى، داسې لکه څوک چې د بوسو نه غنم رابېلوى.
13 په هغه وخت به يو بيګل وغږولے شى چې د اسور او مِصر نه هغه ټول بنى اِسرائيليان راوغواړى کوم چې په جلاوطنۍ کښې وى. نو هغوئ به د هغۀ په مقدس غر په يروشلم کښې د مالِک خُدائ عبادت وکړى.