يشعياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52 53 54 55 56 57 58 59 60 61 62 63 64 65 66


څپرکی 61

د مالِک خُدائ روح په ما نازل دے ځکه چې زۀ هغۀ مسح کړے يم، او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو ته زېرے ورکړم، مات شوى زړونه روغ کړم، د خلاصون اعلان وکړم او غلامانو ته آزادۍ ورکړم.
2 هغۀ زۀ د دې دپاره رالېږلے يم چې د مالِک خُدائ د برکت نه ډک کال اعلان وکړم، او د خُدائ پاک د بدل اخستلو ورځ راغلې ده چې ټولو ماتم کوونکو ته تسلى ورکړم.
3 څوک چې په صيون کښې ماتم کوى نو هغوئ له به د ايرو په ځائ ښائسته تاج ورکړم، او د غم په ځائ به خوشحالى ورکړم، او د پرېشانۍ په ځائ به حمد‌و‌ثناء ورکړم. هغوئ به په خپل صداقت کښې د څېړۍ د داسې ونو په شان وى چې مالِک خُدائ په خپله د خپل جلال دپاره کَرلى وى.
4 هغوئ به پخوانى کنډرات بيا آباد کړى او د هغه ځايونو مرمت به وکړى کوم چې ډېره موده مخکښې تباه شوى وُو. هغوئ به هغه تباه شوى ښارونه بيا قائم کړى کوم چې تر ډېرو نسلونو پورې غېر آباد وُو.
5 د نورو مُلکونو خلق به ستاسو خِدمت کوى. هغوئ به ستاسو د رَمو خيال ساتى، ستاسو پټو کښې به يوه کوى او ستاسو د انګورو د باغونو خيال به ساتى.
6 په هغه وخت به تاسو د مالِک خُدائ اِمامان يادېږئ، او خلق به تاسو ته د خُدائ پاک خادِمان وائى. تاسو به د نورو قومونو د مال دولت نه خوند واخلئ او د هغوئ نه چې کوم مال حال تاسو ته ملاويږى په هغې به لافې وهئ.
7 د بې‌عزتۍ او سپکاوى په ځائ به تاسو ته يو په دوه عزت درکړے شى. په خپل مُلک کښې به تاسو د مال دولت يو په دوه حِصه دار يئ، او ستاسو خوشحالى به د همېشه دپاره وى.
8 مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ د اِنصاف سره مينه کوم او زۀ د غلا او بدۍ نه نفرت کوم. زۀ به وفادارۍ سره خپلو خلقو له د هغوئ اجر ورکړم او د هغوئ سره به د همېشه دپاره يو لوظ وکړم.
9 د هغوئ نسل به په قومونو کښې او د هغوئ اولاد به په اُمتونو کښې مشهور شى، هر څوک چې هغوئ وګورى نو پته به ورته لګى چې دا هغه خلق دى چا له چې مالِک خُدائ برکت ورکړے دے.“
10 زۀ په مالِک خُدائ کښې ډېر خوشحاله يم. زما ځان د خُدائ پاک په تعريف کښې د خوشحالۍ سندرې وائى. ځکه لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د وادۀ په جوړه کښې او ناوې په کالو ځان سنګار کړے وى داسې مالِک خُدائ زۀ د خلاصون په لباس او د صداقت په څادر کښې رانغښتے يم.
11 لکه څنګه چې زمکه شينکے راټوکوى او باغ خپل تخم زرغونوى، نو داسې به خُدائ تعالىٰ خلق صداقت ته جوړ کړى او دوئ به د ټولو قومونو په مخکښې د هغۀ ثناء او صِفت وکړى.