يشعياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52 53 54 55 56 57 58 59 60 61 62 63 64 65 66


څپرکی 48

اے د يعقوب خاندانه، دا خبره واورئ، تاسو چې د بنى اِسرائيلو په نامه يادېږئ او د يهوداه اولاد يئ، او تاسو چې د مالِک خُدائ په نوم قسم خورئ او د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته آواز کوئ، خو نۀ په کښې اخلاص شته او نۀ سمه طريقه.
2 تاسو د مقدس ښار اوسېدونکى يئ او وايئ چې تاسو د بنى اِسرائيلو په خُدائ پاک باور کوئ، د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے. هغه فرمائى،
3 ”ما ډېر پخوا پېشګوئې کړې وه چې څۀ به کيږى، او بيا مې ناڅاپه هم دغه شان وکړل، او زما ټولې پېشګويانې رښتيا شوې.
4 ما ته پته وه چې تاسو به څومره ضديان يئ، ستاسو د مرۍ رګونه به د اوسپنې په شان کلک او ستاسو تندى به لکه د مټکور غوز په شان وى.
5 نو ما ډېر پخوا ستاسو د راتلونکى وخت پېشګوئې وکړه، د حالاتو بيان مې د وړاندې نه وکړو، د دې دپاره چې تاسو دا دعوىٰ ونۀ کړئ چې ستاسو بُتانو او تراشلے شوو مجسمو د دې حُکم کړے وو.
6 ما چې د څۀ پېشګوئې کړې وه نو هغه هر څۀ شوى دى، خو تاسو د هغې منلو نه اِنکار وکړو. اوس به زۀ تاسو ته د نوؤ خبرو په حقله ووايم، دا هغه رازونه دى چې تاسو تر اوسه پورې نۀ دى اورېدلى.
7 په تېره زمانه کښې داسې څۀ نۀ وُو شوى، بلکې هم اوس اوس دا ستا په عِلم کښې راغلل. داسې ځکه وشول چې تاسو ونۀ شئ وئيلے، چې مونږ ته مخکښې نه د دې پته وه.
8 ما ته پته وه چې تاسو ناقابلِ اعتماد يئ، ځکه چې تاسو د وړوکوالى نه په باغيانو مشهور وئ. او هم دا وجه ده چې تاسو هيڅکله د دې په حقله نۀ دى اورېدلى، او دا ځکه د دې يوه خبره هم ستاسو غوږونو ته نۀ ده رارسېدلې.
9 زما د نوم د خاطره زۀ خپله غصه په قابو کښې ساتم، زما د ثناء صِفت د خاطره زۀ خپل ځان ستاسو د تباهۍ نه را ايساروم.
10 ما تاسو صفا کړى يئ، خو داسې نه لکه چې سپين زر صفا کيږى، بلکې ما تاسو صفا کړى يئ، د مصيبت په بټۍ کښې مې آزمائيلى يئ.
11 زۀ چې څۀ کوم نو هغه زۀ د خپل خاطر په وجه کوم، زۀ نۀ غواړم چې زما د نوم بې‌عزتى وشى او نۀ به په خپل جلال کښې چا له برخه ورکړم، دا به زما وى او صرف زما به وى.“
12 ”اے بنى اِسرائيلو، زما غوره کړے شوو، ما ته غوږ ونيسئ. صرف زۀ خُدائ پاک يم، زۀ اولين او آخرين يم.
13 ما په خپل لاس باندې د زمکې بنيادونه لګولى دى او زما ښى لاس آسمانونه خوارۀ کړى دى. کله چې زۀ آواز ورکړم نو دوئ ټول يو ځائ حاضر شى.
14 ټولو خلقو، راغونډ شئ او واورئ. په معبودانو کښې کوم يو د دې پېشګوئې ورکړې ده؟ ما چې کوم سړے خوښ کړے دے هغه به په څپرکیل حمله وکړى، او د څپرکیليانو خلاف به خپل زور استعمالوى.
15 زۀ هغه څوک يم چې هغۀ ته مې آواز وکړو او راومې غوښتلو، د هغۀ مې لارښودنه وکړه او هغه به کاميابيږى.
16 نو اوس ما له رانزدې شئ او چې زۀ څۀ وايم هغې ته غوږ ونيسئ. ما د شروع نه صفا خبره کړې ده، او ما همېشه خپله خبره رښتيا کړې ده.“ او زۀ اوس مالِک خُدائ تعالىٰ د خپل روح سره رالېږلے يم.
17 د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، مالِک خُدائ ستاسو خلاصونکے فرمائى، ”زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، هغه ذات چې ستاسو د خپلې فائدې دپاره تاسو ته ښودنه کوى او هغه لار درته ښائى چې په کومه باندې درله تلل په کار دى.
18 خو کۀ صرف تاسو زما حُکمونو ته پام کړے وے. نو ستاسو امن به لکه د سيند په شان وو، او ستاسو صداقت به د سمندر د چپو په شان وو.
19 ستاسو اولاد به د شګو په شان ډېر او بې‌شمېره وے، او ما به هيڅ امکان نۀ وے پرېښے چې د هغوئ نام و نشان زما د وړاندې نه ختم شى.“
20 د څپرکیل نه ووځئ. او د څپرکیليانو نه وتښتئ. د خوشحالۍ سره د دې خبر چغه ووهئ، او د دُنيا تر ګُټ ګُټه پورې دا خبره مشهوره کړئ چې، ”مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکى بنى اِسرائيليان بچ کړى دى.“
21 کله چې مالِک خُدائ خپل خلق په خُشکه صحرا کښې روان کړل، هغوئ د تندې په وجه د تکليف سره مخ نۀ شول. د هغوئ دپاره يې د ګټ نه اوبۀ راوويستلې، هغۀ ګټ په مينځ بېل کړو او اوبۀ ترې نه راوبهېدلې.
22 مالِک خُدائ فرمائى، ”د شريرانو دپاره سلامتى نشته.“