يشعياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52 53 54 55 56 57 58 59 60 61 62 63 64 65 66


څپرکی 12

په هغه ورځ به تاسو وايئ، ”اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا ثناء صِفت کوم. تۀ ما ته غصه وې، خو اوس ستا غصه سړه شوې ده او تۀ ما له تسلى راکوې.
2 ګورئ، خُدائ پاک زما خلاصونکے دے، زۀ به په هغۀ توکل کوم او نۀ به يرېږم. ځکه چې مالِک خُدائ ما له طاقت راکوى او زما حفاظت کوى، هغه زما خلاصونکے دے.“
3 په خوشحالۍ سره به تاسو د خلاصون د چشمې نه اوبۀ راوباسئ.
4 په هغه ورځ به تاسو وايئ، ”د مالِک خُدائ شُکر ادا کړئ. هغۀ ته د مدد دپاره آواز وکړئ. هغۀ چې څۀ کړى دى نو ټولو قومونو ته ووايئ. هغوئ ته ووايئ چې د هغۀ نوم څومره لوئ دے.
5 مالِک خُدائ چې کوم لوئ لوئ کارونه کړى دى نو د هغې په وجه د هغۀ حمد‌و‌ثناء کوئ. او ټولې دُنيا ته دې د دې خبر ورسيږى.
6 اے د صيون خلقو په اوچت آواز د خوشحالۍ نعرې ووهئ. د بنى اِسرائيلو مقدس ذات ډېر لوئ دے، او هغه د خپلو خلقو په مينځ کښې اوسيږى.“