يشعياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52 53 54 55 56 57 58 59 60 61 62 63 64 65 66


څپرکی 31

کوم خلق چې د مدد غوښتلو دپاره مِصر ته ځى نو په هغوئ باندې افسوس. ځکه چې هغوئ د مِصر په لوئ فوجى طاقت، آسونو، جنګى ګاډو او فوجيانو باندې بهروسه کوى. خو هغوئ په مالِک خُدائ باندې يقين نۀ کوى، کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس ذات دے او نۀ ترې نه مدد غواړى.
2 خو مالِک خُدائ پاک هم هوښيار دے. هغه په تاسو افت راولى. هغه خپلې خبرې سر ته رسوى چې بدعمله او هغه خلقو له سزا ورکړى چې څوک د دې بدعمله خلقو حِفاظت کوى.
3 مِصريان خو څۀ خُدايان نۀ دى، هغوئ خو بنى آدم دى. د هغوئ آسونه خو څۀ آسمانى مخلوق نۀ دے ځکه چې دا آسونه د غوښې نه جوړ دى. کله چې مالِک خُدائ خپل لاس اوږد کړى، نو څوک چې د چا مدد کوى نو هغه به راپرېوځى او د چا چې مدد کيږى نو هغه به هم راپرېوځى او دا دواړه به تباه شى.
4 مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”کۀ د شپانو ډلې هر څومره چغې ووهى يا هر څومره آوازونه وکړى، خو هغوئ به يو غړمبېدونکى ازمرى د خپل ښکار نه ونۀ شړى، نو هم دغه شان به مالِک خُدائ ربُ الافواج د صيون په غر راکوز شى او جنګ به کوى.
5 لکه څنګه چې يو مارغۀ د خپلو بچو د بچ کولو دپاره د خپلې جالې دپاسه الوځى رالوځى، نو داسې به زۀ، مالِک خُدائ، ربُ الافواج د يروشلم دپاسه تېر شم د دې د بچ کولو دپاره او د دې حِفاظت به کوم.“
6 مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو زما خِلاف سرکشى کړې ده. خو اوس، تاسو ما ته راوګرځئ.
7 يو داسې ورځ راروانه ده چې تاسو ټول به د سرو زرو او سپينو زرو نه جوړ شوى بُتان غورزوئ کوم چې تاسو په خپلو ګناهګارو لاسونو جوړ کړى دى.
8 اسوريان به په تُوره تباه شى خو دا تُوره به د انسان نۀ وى. د خُدائ پاک تُوره به هغوئ ووهى او هغوئ به وارخطا شى او تښتى به. د اسوريانو ځوانانو نه به په زور کار اخستلے شى.
9 د يرې د وجې به هغوئ خپله قلعه پرېږدى، او د هغوئ آفسران به د مالِک خُدائ د جنګى جنډې نه ويريږى.“ دا مالِک خُدائ فرمائيلى دى، د چا اور چې په صيون کښې بليږى، او د چا تنور چې په يروشلم ګرميږى.