يشعياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52 53 54 55 56 57 58 59 60 61 62 63 64 65 66


څپرکی 15

دا پېغام د موآب په حقله دے. په يوه شپه د موآب ښار عار تباه شوے دے. په يوه شپه د موآب ښار قير تباه شوے دے.
2 د ديبون خلق غر ته ختلى دى چې په خپله عبادتخانه کښې ژړا وکړى. د موآب خلق به د نبو او ميدبا په ښارونو د خفګان نه ژړا کوى، هغوئ د خفګان نه خپل سرونه او ږيرې کلې کړې دى.
3 په لارو کوڅو کښې خلقو د ټاټ جامې اغوستې دى، د ښار په چوکونو کښې او د کورونو په چتونو باندې خلق ژړا او ماتم کوى.
4 د حسبون او اِلى‌عالى خلق په ژړا دى او د هغوئ ژړا تر يهض پورې اورېدے شى. د موآب فوجيان په يره کښې نعرې وهى، او هغوئ بې‌حوصلې شوى دى.
5 زما زړۀ د موآب دپاره ژاړى. خلق د ضُعر ښار او عجلت‌شليشياه ښار ته تښتېدلى دى. خلق په ژړا کښې د لوحيت په طرف خېژى، هغوئ د حورونايم په لار په چغو چغو ژاړى.
6 د نِمريم اوبۀ اوچې شوې دى او د دې واښۀ اوچ شوى دى ټول شينکے ختم شوے دے او يو شين بوټے هم پاتې نۀ دے.
7 نو په دې وجه خلق د خپل ټول مال دولت او سامان سره خاروَلو د وادۍ نه تېريږى.
8 د موآب د حد ټولو پولو سره د ژړا آوازونه راتمبيږى. دا ژړا د اجلائم او بير ايليم په ښارونو کښې اورېدلے شى.
9 د ديبون ښار سره سيند په وينه باندې سور دے او خُدائ پاک به د هغه ځائ په خلقو باندې د هغې نه هم زيات مصيبت راولى. ازمرى به په هغوئ حمله وکړى چې څوک د موآب نۀ بچ وتې وى او په هغوئ هم څوک چې لا په مُلک کښې وى.