يشعياه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50 51 52 53 54 55 56 57 58 59 60 61 62 63 64 65 66


څپرکی 13

دا د څپرکیل په حقله يو پېغام دے چې د آموص زوئ يشعياه ته څرګند شو.
2 په اوچت غر د جنګ جنډا اوچته کړه. هغوئ ته چغه ووهه او لاسونو سره اِشاره ورکړه چې راشى او د هغه مغروره ښار په دروازو کښې ورداخل شى.
3 ما مالِک خُدائ دا فوجيان راغوښتى دى، آو، ما دا تکړه جنګياليان راغوښتى دى چې زما غصه څرګنده کړى، او چې زما لوئى وشى نو هغوئ به خوشحالى وکړى.
4 په غرونو باندې شور ته غوږ ونيسئ، د خلقو لوئې ګڼې آوازونو ته غوږ ونيسئ، د قومونو او د بادشاهو د خلقو د راغونډېدو آواز ته غوږ ونيسئ. مالِک خُدائ ربُ الافواج د جنګ دپاره لښکر تياروى.
5 هغوئ د لرې لرې مُلکونو او د دُنيا د سرونو نه راځى. دوئ د مالِک خُدائ وسله ده چې د هغۀ غصه څرګنده کړى او هغه ټول مُلک برباد کړى.
6 ژاړئ او فريادونه کوئ. د مالِک خُدائ د قيامت ورځ رانزدې ده، هغه ورځ رانزدې ده چې په هغه ورځ به قادر خُدائ تباهى راولى.
7 د هر يو کس لاسونه به کار پرېږدى او ټول خلق به بې‌حوصلې شى.
8 هغوئ ټول به ويريږى په دردونو کښې به راګېر شى، داسې دردونه به وى لکه چې د يوې ښځې ماشوم پېدا کيږى. هغوئ به په يره يره کښې يو بل ته ګورى او د يرې په وجه به د هغوئ مخونه زېړ شى.
9 ګورئ، د مالِک خُدائ ورځ راروانه ده، د هغۀ د سخت قهر او غصې يوه سخته ورځ راروانه ده. د زمکې نه به بيابان جوړ شى او هر يو ګناهګار به تباه شى.
10 ټول ستورى او د ستورو قبيلې به ځلېدل بس کړى، نمر چې راخېژى نو دا به تور وى او د سپوږمۍ رڼا به ختمه شى.
11 مالِک خُدائ وفرمائيل، ”د دُنيا د بدۍ له وجې به زۀ دې له سزا ورکړم، او بدعمله خلقو له به د هغوئ د ګناهونو سزا ورکړم. زۀ به د مغرورانو غرور ختم کړم، او د ظالمانو لوئى به خاورې کړم.
12 زۀ به انسانان د خالص سرو زرو نه زيات ناياب کړم، او خلق به د اوفير د سرو زرو نه هم لږ وى.
13 په هغه ورځ چې زۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج خپله غصه څرګندوم نو زۀ به آسمانونه ولړزوم او زمکه به د خپل ځائ نه وخوځى.
14 په څپرکیل کښې به خلق داسې منډې وهى لکه چې هوسۍ د ښکاريانو نه منډې وهى يا ګډې د شپون نه بغېر روانې وى، او هغوئ به خپل وطن او خپل قوم ته واپس د تلو کوشش کوى.
15 هر څوک چې ګېر شى په تُوره به ووهلے شى، او هر څوک چې ونيولے شى نو په تُوره باندې به ووژلے شى.
16 د هغوئ د سترګو په وړاندې به د هغوئ د بچو نه په وهلو وهلو باندې ساه وويستلے شى او د هغوئ کورونه به لوټ کړے شى او د هغوئ د ښځو سره به په زور زنا وشى.“
17 مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ ميديانيان راپارومه چې په څپرکیل باندې حمله وکړى، ځکه چې هغوئ نۀ د سپينو زرو پرواه ساتى او نۀ هغوئ دپاره سرۀ زر څۀ معنىٰ لرى.
18 هغوئ به د خپلو غشو او ليندو سره زلمى ووژنى. هغوئ به په تې رَودُونکو ماشومانو او په نورو ماشومانو هيڅ رحم او ترس نۀ کوى.
19 د ټولو نه ښائسته بادشاهى د څپرکیل ده، د هغې ځائ خلق په څپرکیل باندې فخر کوى. خو مالِک خُدائ به څپرکیل هغه شان تباه کړى لکه څنګه چې يې سدوم او عموره تباه کړى وُو.
20 هلته به بيا هيڅ څوک هم نۀ اوسيږى. دا به بيا کله هم آباد نۀ شى. نۀ به عرب هلته خېمې لګوى او نۀ به شپانۀ خپلې رَمې ودروى.
21 دا به يو داسې ځائ وى چرته چې ځنګلى ځناور اوسيږى او چرته چې ګونګا خپلې جالې جوړوى. هلته به شتر‌مرغ اوسيږى او ځنګلى چېلۍ به په هغه کنډرو کښې ټوپونه وهى.
22 د دې په مينارو او محلونو کښې به د ځنګلى سپو او د ګيدړانو آوازونه وى. د څپرکیل وخت رارسېدلے دے. او د دې وخت تقريباً د ختمېدو والا دے.“