تاريخ دويم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 10

رحبعام شکیم ته لاړ، ځکه چې ټول اسراییلیان هلته راغونډ شوي وو چې هغه پاچا کړي.
2 کله چې د نباط زوی یروبعام چې د سلیمان له لاسه مصر ته تښتېدلی ؤ، دا خبر واورېد، نو هغه د مصر څخه راستون شو.
3 بیا هغوی یروبعام راوغوښت او هغه او د اسراییلو ټول خلک رحبعام ته ورغلل او هغه ته یې وویل:
4 «ستاسو پلار سلیمان زمونږ سره ډېر سخت چلند کاوه او دروند بار یې په مونږ باندې ایښی ؤ. که چېرې تاسو دا بار زمونږ د اوږو نه سپک او زمونږ دپاره ژوند اسانه کړئ، نو مونږ به ستاسو خدمت کوو.»
5 رحبعام په ځواب کې وویل: «په درېو ورځو کې بېرته راشئ چې ځواب درکړم.» نو خلک لاړل.
6 وروسته بیا رحبعام د هغو سپین ږیرو سره مشوره وکړه چې د هغه د پلار سلیمان په ژوندانه کې یې د هغه خدمت کاوه. هغه پوښتنه وکړه: «تاسو څنګه مشوره راکوئ چې دې خلکو ته څه ځواب ووایم؟»
7 هغوی ځواب ورکړ: «که چېرې تاسو د دې خلکو سره نېکي وکړئ او هغوی ته داسې ځواب ورکړئ چې خوشحاله شي، نو هغوی به تل ستاسو خدمتګاران وي.»
8 خو رحبعام د هغو سپین ږیرو مشوره ونه منله او د هغو ځوانانو سره یې مشوره وکړه چې د هغه سره لوی شوي وو او د هغه خدمت یې کاوه.
9 د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: «ستاسو مشوره څه ده؟ دې خلکو ته څه ځواب ووایم چې ماته وایي: هغه بار چې ستاسو پلار زمونږ په اوږو ایښی دی زمونږ څخه سپک کړه؟»
10 هغو ځوانانو په ځواب کې وویل: «هغو خلکو ته داسې ځواب ورکړئ: ‹زما کوچنۍ ګوته زما د پلار د ملا څخه پنډه ده.
11 زما پلار په تاسو باندې دروند بار ایښی ؤ، زه به هغه نور هم دروند کړم. زما پلار تاسو په قمچینو باندې وهلئ، زه به تاسو په اغزي لرونکو قمچینو باندې ووهم.›»
12 لکه څنګه چې رحبعام پاچا ویلي وو، درې ورځې وروسته یروبعام او ټول خلک هغه ته بېرته راغلل.
13 پاچا د سپین ږیرو د مشورې پروا ونه ساتله او خلکو ته یې ډېر سخت ځواب ورکړ.
14 هغه د هغو ځوانانو مشوره ومنله او ویې ویل: «زما پلار په تاسو باندې دروند بار ایښی ؤ، زه به هغه نور هم دروند کړم. زما پلار تاسو په قمچینو وهلئ، زه به تاسې په اغزي لرونکو قمچینو باندې ووهم.»
15 نو په دې ډول پاچا د خلکو غوښتنه ونه منله، ځکه چې په دې کې د خدای رضا وه، ترڅو هغه خبره سرته ورسیږي چې څښتن د اخیا نبي په وسیله چې د شیلوه څخه ؤ د نباط زوی یروبعام ته کړې وه.
16 کله چې ټولو اسراییلیانو ولیدل چې پاچا د هغوی خبره ونه منله، هغوی چیغې ووهلې: «مونږ باید د داود د کورنۍ سره وفادار پاتې نه شو. زمونږ دپاره د داود په کورنۍ کې څه نشته. ای د اسراییلو خلکو، ځئ چې خپلو کورونو ته لاړ شو! پرېږدئ چې رحبعام په خپلو خلکو باندې پاچاهي وکړي.» نو ټول اسراییلیان خپلو کورونو ته لاړل.
17 رحبعام یوازې په هغو خلکو باندې پاچاهي کوله چې د یهودا په ښارګوټو کې اوسېدل.
18 بیا رحبعام پاچا د بېګار د کارونو مسوول ادورام اسراییلیانو ته ولېږه، خو د اسراییلو خلکو هغه سنګسار کړ او ویې واژه. خو رحبعام په بیړه په خپلې جنګي ګاډۍ کې سپور شو او اورشلیم ته وتښتېد.
19 نو د اسراییلو شمالي قبیلو د هغې ورځې نه وروسته د داود د شاهي کورنۍ په وړاندې بغاوت پیل کړ.