تاريخ دويم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 6

بیا سلیمان دعا وکړه: «څښتنه، تا ویلي دي چې زه به په توره تیاره کې اوسیږم.
2 ستا دپاره مې یو پرتمین کور جوړ کړی دی، داسې ځای چې د تل دپاره په کې واوسېږې.»
3 هغه وخت چې د اسراییلو خلک په هغه ځای کې ولاړ وو، پاچا خپل مخ د هغوی خواته راواړاوه او د خدای څخه یې هغوی ته برکت وغوښت.
4 بیا هغه وویل: «ثنا دې وي د اسراییلو څښتن خدای ته! کومه وعده چې هغه زما د پلار داود سره کړې وه، هغه یې سرته ورسوله. څښتن هغه ته ویلي وو:
5 ‹له هغه وخت راهیسې چې ما خپل قوم د مصر څخه راوویست، ما د اسراییلو په کومې قبیلې کې هېڅ یو ښار غوره نه کړ چې په هغه کې دې زما دپاره کور جوړ شي او زما عبادت دې په کې وشي. نه مې څوک د دې دپاره غوره کړی دی چې زما د قوم یعنې د اسراییلو مشري وکړي.
6 خو اوس مې اورشلیم د داسې ځای په توګه غوره کړی دی چې زما عبادت په کې وشي او ما داود غوره کړی دی چې زما په قوم باندې پاچاهي وکړي.›»
7 بیا سلیمان وویل: «دا زما د پلار هیله وه چې د اسراییلو د څښتن خدای د عبادت دپاره یو کور جوړ کړي.
8 خو څښتن هغه ته وویل: ‹ستا هیله په ځای وه چې غوښتل دې زما د عبادت دپاره یو کور جور کړې،
9 خو ته به هغه جوړ نه کړې، بلکې ستا خپل زوی به زما کور جوړ کړي.›
10 نو هغه وعده چې څښتن کړې وه، هغه یې سرته ورسوله. زه د خپل پلار داود په ځای پاچا شوم او اوس د اسراییلو په تخت باندې ناست یم او د اسراییلو د څښتن خدای د عبادت دپاره مې کور جوړ کړی دی.
11 ما د خدای په کور کې د لوظ صندوق ایښی دی. په هغه کې د څښتن د لوظ د تیږو لوحې دي، یعنې هغه لوظ چې د اسراییلو د قوم سره یې کړی ؤ.»
12 بیا سلیمان د څښتن د قربانۍ د ځای مخې ته د اسراییلو د غونډې په مخکې ودرېده او خپل لاسونه یې د دعا په خاطر پورته کړل.
13 سلیمان یو برنجي منبر جوړ کړی ؤ او د حوېلۍ په منځ کې یې ایښی ؤ. هغه دوه متره او شل سانتي مربع ؤ او لوړوالی یې یو متر او دېرش سانتي ؤ. هغه دې منبر ته ورپورته شو او په داسې ځای کې په ګونډو شو چې د اسراییلو ټولې غونډې لیدلی شو، خپل لاسونه یې د اسمان خواته پورته کړل
14 او دعا یې وکړه: «ای د اسراییلو څښتن خدایه، په اسمان او ځمکه کې ستا په شان خدای نشته! ته د خپلو خلکو سره په خپل لوظ باندې ټینګ ولاړ یې او هغوی ته چې د زړه له کومي ستا اطاعت کوي، خپله تلپاتې مینه څرګندوې.
15 هغه وعده چې تا زما د پلار یعنې خپل خدمتګار داود سره کړې وه، هغه دې نن تر سره کړه.
16 نو اوس ای د اسراییلو څښتن خدایه! زه دعا کوم چې ته هغه بله وعده هم سرته ورسوې چې زما د پلار سره دې کړې وه او ویلي دې وو: که ستا اولاده ستا په شان په غور سره زما شریعت او حکمونه په ځای کړي، نو تل به د هغوی څخه یو یې د اسراییلو پاچا وي.
17 نو اوس، ای د اسراییلو څښتن خدایه! د هر شي وعده چې تا د خپل خدمتګار داود سره کړې وه، هغه دې رښتیا شي.
18 خو ای خدایه، ایا ته په رښتیا سره کولای شې چې د خلکو په منځ کې په ځمکه ژوند وکړې؟ حتی ټول اسمانونه دومره لوی نه دي چې ته په کې ځای شې، نو څنګه به وکولای شې چې په دې کور کې چې ما ستا دپاره جوړ کړی دی، واوسېږې؟
19 بیاهم ای زما څښتن خدایه، د خپل خدمتګار دعا او هغه زارۍ چې ستا د رحم دپاره یې کوي، قبولې کړه. هغه فریاد او دعا واوره چې ستا خدمتګار یې ستا په حضور کې کوي.
20 په دې کور باندې شپه او ورځ خپل نظر وساته. تا وعده کړې ده چې دا هغه ځای دی چې ستا عبادت به په کې وشي. نو هرکله چې زه خپل مخ دې کور ته اړوم او دعا کوم، هغه دعا قبوله کړه!
21 د خپل خدمتګار او د خپل قوم اسراییلو زارۍ چې د دې کور خواته یې کوي، واوره. د خپل استوګنځي یعنې د اسمان څخه یې واوره او مونږ وبخښه.
22 کله چې یو سړی د بل سړي په وړاندې په ګناه کولو باندې تورن شوی وي او هغه د خدای د کور د قربانۍ ځای ته راوستل شي او دا قسم وخوري چې هغه بې ګناه دی،
23 ای څښتنه، په اسمان کې یې واوره او د هغوی ترمنځ قضاوت وکړه. ګناهکار ته داسې سزا ورکړه چې د هغې وړ وي او هغه څوک چې بې ګناه وي، نو هغه ازاد کړه.
24 کله چې ستا قوم اسراییل د هغې ګناه له امله چې ستا په وړاندې یې کړې وي د دښمن له خوا ماتې وخوري او کله چې هغوی بېرته ستا خواته راوګرځي او په دې کور کې تاته دعا او د بخښنې دپاره زارۍ وکړي،
25 په هغه وخت کې په اسمان کې هغه دعا او زارۍ قبولې کړه. د خپل قوم اسراییلو ګناه وبخښه او هغوی بېرته هغې ځمکې ته راوله چې هغوی او د هغوی نیکونو ته دې ورکړې وه.
26 فرض کړه د خپل قوم د ګناه له امله چې ستا په وړاندې یې کړې وي باران ودروې. کله چې هغوی د دې کور په لور دعا وکړي او ستا د نوم ثنا او صفت وکړي او د خپلې ګناه نه توبه وباسي، ځکه چې تا هغوی ته سزا ورکړې ده،
27 نو بیا د هغوی دعا په اسمان کې واوره او د خپل قوم اسراییلو یعنې د خپلو خدمتګارانو ګناهونه وبخښه. هغوی ته د ژوند سمه لاره وروښایه او په هغه ځمکه باندې چې تا خپل قوم ته د ملکیت په توګه ورکړې ده، باران ووروه.
28 کله چې په هېواد باندې قحطي، وبا، د غلو دانو په فصل سوځیدونکی باد یا مرض یا د ملخانو حمله راشي یا د هغوی دښمنان د هغوی ښارونه کلابند کړي، هره بلا یا مرض چې راشي،
29 د هغوی دعاګانې او زارۍ واوره. که چېرې ستا د قوم اسراییلو څخه یو څوک د غم او مصیبت په وخت کې خپل لاسونه د دې کور خواته ته پورته کړي،
30 د هغه دعا واوره. خپل د اوسېدلو په ځای یعنې په اسمان کې هغه ته غوږ ونیسه او هغه وبخښه. یوازې ته د انسان د زړه څخه خبر یې. د هر سړي سره داسې رویه وکړه څنګه چې د هغې وړ وي،
31 ترڅو ستا خلک ټول ژوند په هغې ځمکې کې چې تا زمونږ نیکونو ته ورکړې وه، ستا عزت او اطاعت وکړي.
32 کله چې یو پردی سړی د کوم لېرې هېواد څخه چې ستا لوی نوم او شهرت یې اورېدلی وي او ستا د قدرت او لویو کارونو څخه خبر شوی وي، راشي او د دې کور خواته دعا وکړي،
33 نو د اسمان څخه چې ستا د اوسېدلو ځای دی د هغه دعا قبوله کړه او هرڅه چې هغه سړی درڅخه غواړي ورته وریې کړه. په دې ډول به د ټولې نړۍ قومونه ستا د خپل قوم اسراییلو په شان تا وپېژني، ستا څخه ووېریږي او په دې باندې به پوه شي چې دغه کور چې ما جوړ کړی دی، ستا په نوم یادیږي.
34 کله چې ته خپل قوم لېږې چې د خپلو دښمنانو سره د جګړې دپاره لاړ شي او هغوی که هر چېرې وي، بیا د هغه ښار خواته چې تا غوره کړی دی او د دې کور په طرف چې ما ستا د عبادت دپاره جوړ کړی تاته دعا وکړي،
35 د هغوی زارۍ او دعاګانې واوره. د اسمان څخه د هغوی دعاګانې قبولې کړه او هغوی ته بری ورکړه.
36 کله چې ستا قوم ستا په وړاندې ګناه وکړي - او داسې څوک نشته چې ګناه ونه کړي - او ته په هغوی په قهر شې، پرېږدې چې دښمنان هغوی ته ماتې ورکړي او هغوی یو بل هېواد ته که هغه نژدې وي یا لېرې د اسیرانو په توګه بوځي،
37 نو د خپلو خلکو زارۍ او دعاګانې واوره. که هغوی د اسیرتوب په هېواد کې توبه وباسي، تاته زارۍ وکړي او دا اقرار وکړي چې هغوی څومره ګناهکار او بد عمله دي، نو ای څښتنه! د هغوی زارۍ او دعاګانې قبولې کړه.
38 که چېرې هغوی په هغه هېواد کې په رښتیا او اخلاص سره توبه وباسي او د هغه هېواد چې تا زمونږ نیکونو ته ورکړی دی، هغه ښار چې تا غوره کړی دی او د دې کور خواته چې ستا دپاره مې جوړ کړی دی، خپل مخونه واړوي او تاته دعا وکړي،
39 نو هغه وخت د هغوی زارۍ او دعاګانې واوره. په اسمان کې چې ستا د اوسېدلو ځای دی، هغه قبولې کړه. د هغوی سره مرسته وکړه او د خپل قوم ټول ګناهونه وبخښه.
40 اوس ای زما خدایه، مونږ ته وګوره او په دې ځای کې زمونږ دعاګانو ته غوږ ونیسه او قبولې یې کړه.
41 ای څښتن خدایه، اوس راپورته شه او د لوظ د صندوق سره چې ستا د قدرت نښه ده، خپل کور ته راشه او هلته تر ابده پورې اوسه. زه دعا کوم کله چې د خلکو د ژغورلو دپاره کاهنان ستا د قدرت اعلان وکړي، څوک چې تاته وفاداره دي د هغه کار دپاره به خوشحالي وکړي چې تا د هغوی دپاره کړی دی.
42 ای څښتن خدایه، تل هغه مینه په یاد ساته چې تا د خپل خدمتګار داود سره کوله او د خپل غوره شوي پاچا څخه مخ مه اړوه.»