تاريخ دويم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 18

یهوشافاط ډېر شتمن او عزتمن ؤ. هغه خپل زوی ته د اخاب لور واده کړه او په دې ډول هغه د اخاب ملګری شو.
2 یو څو کاله وروسته یهوشافاط د اخاب د لیدنې دپاره د سامریې ښار ته ورغی. اخاب د یهوشافاط او د هغه د درباریانو د درناوي دپاره ډېر پسونه او غوایان حلال کړل او یوه لویه مېلمستیا یې جوړه کړه. هغه هڅه وکړه چې یهوشافاط دې خبرې ته راضي کړي چې په جلعاد کې د راموت په ښار باندې په حمله کې د هغه سره لاس یو کړي.
3 د اسراییلو پاچا اخاب د یهودا د پاچا یهوشافاط څخه پوښتنه وکړه: «ایا ته به زما سره لاړ شې چې په راموت باندې حمله وکړو؟»یهوشافاط په ځواب کې وویل: «هو، څه چې زما دي هغه ستا دي، یعنې زه او زما خلک. مونږ به ستا سره په جګړه کې لاس یو کړو.
4 خو پرېږده چې لومړی د څښتن څخه پوښتنه وکړو.»
5 اخاب نبیان راوغوښتل چې څلور سوه تنه وو او د هغو څخه یې پوښتنه وکړه: «ایا مونږ په راموت باندې حمله وکړو که نه؟»نبیانو ځواب ورکړ: «هو، خدای به ستاسو سره مرسته وکړي چې هغوی ته ماتې ورکړئ.»
6 خو یهوشافاط پوښتنه وکړه: «ایا دلته کوم بل نبي نشته چې د هغه په وسیله مونږ د څښتن څخه مشوره وغواړو؟»
7 د اسراییلو پاچا ځواب ورکړ: «دلته یو بل نبي هم شته، یعنې د یمله زوی میکایا. خو زه د هغه څخه کرکه لرم، ځکه چې هغه هېڅکله زما په هکله ښه پېشګویي نه کوي او تل بده پېشګویي کوي.»یهوشافاط ځواب ورکړ: «پاچا دې داسې خبره نه کوي.»
8 بیا د اسراییلو پاچا یو درباري راوغوښت او ورته ویې ویل: «لاړ شه او زر میکایا زما حضور ته راوله!»
9 اخاب او یهوشافاط دواړو خپل شاهانه کالي اغوستي وو او د سامریې د دروازې تر څنګ په درمند ځای کې په خپلو تختونو باندې ناست وو. ټولو نبیانو د هغوی په حضور کې پېشګویۍ کولې.
10 د کنعنه زوی صدقیا چې د نبیانو د ډلې څخه ؤ، د خپل ځان دپاره د اوسپنې څخه ښکرونه جوړ کړي وو، ویې ویل: «ای اخابه، څښتن وایي چې ته به د دې ښکرونو په وسیله په سوریایانو باندې حمله وکړې او هغوی به له منځه یوسې.»
11 ټولو نبیانو دا ومنله چې اخاب دې په راموت کې په سوریایانو باندې حمله وکړي او دا یې هم وویل چې څښتن به د هغه سره مرسته کوي چې هغوی ته ماتې ورکړي.
12 په همدې وخت کې هغه استازی چې د میکایا پسې تللی ؤ هغه ته یې وویل: «ای میکایا، ټولو نبیانو د اخاب دپاره د بریالیتوب پېشګویي وکړه، اوس لاړ شه او د هغو خبره تایید کړه.»
13 خو میکایا ځواب ورکړ: «زه د ژوندي څښتن په نوم قسم خورم هرڅه چې زما خدای وایي زه به هماغه پاچا ته ووایم.»
14 بیا میکایا اخاب ته ورغی او اخاب ورڅخه پوښتنه وکړه: «ای میکایا، ایا مونږ راموت ته د جګړې دپاره لاړ شو یا نه؟»میکایا ځواب ورکړ: «حمله ورباندې وکړئ، تاسو به بریالي شئ. هغوی به تاسو ته تسلیم شي.»
15 خو پاچا میکایا ته وویل: «څو ځلې باید زه تاته قسم درکړم چې یوازې هغه څه راته ووایه چې څښتن ویلي دي؟»
16 میکایا ځواب ورکړ: «ما ولیدل چې اسراییلي عسکر د هغو پسونو په شان دي چې په غونډیو کې اخوا دې خوا ګرځي او شپون نه لري. څښتن وویل: دغه لښکر مشر نه لري. نو پریږده چې هغوی په خیر سره خپلو کورونو ته لاړ شي.»
17 اخاب، یهوشافاط ته وویل: «ما تاته ونه ویل چې هغه به زما په هکله هېڅکله ښه پېشګویي ونه کړي، هغه یوازې بده پېشګویي کوي؟»
18 میکایا په ځواب کې وویل: «واورئ چې څښتن نور څه وویل! څښتن مې په اسمان کې ولید چې په خپل تخت باندې ناست ؤ او ټولې فرښتې د هغه ښي او چپ اړخ ته ولاړې وې.
19 څښتن پوښتنه وکړه: ‹څوک کولای شي چې اخاب د اسراییلو پاچا وغولوي چې هغه راموت ته لاړ شي او هلته ووژل شي؟›یو څو فرښتو یوه خبره او نورو بله خبره کوله.
20 نو په پای کې یوه ارواح رامخکې شوه، د څښتن په مخکې ودرېدله او هغه ته یې وویل: ‹زه کولای شم چې اخاب وغولوم.› څښتن ورڅخه پوښتنه وکړه: ‹څنګه؟›
21 ارواح ځواب ورکړ: ‹زه به د اخاب په ټولو نبیانو باندې دروغ ووایم.›څښتن ځواب ورکړ: ‹ښه ده. اوس لاړه شه او هغه وغولوه. ته به بریالۍ شې.›
22 ای اخابه! کټ مټ هماغسې وشول. څښتن ستا نبیان دې ته مجبور کړل چې تاته دروغ ووایي، ځکه د څښتن اراده دا ده چې ستا په سر باندې بلا راشي.»
23 بیا د کنعنه زوی صدقیا، میکایا ته نژدې شو، په څپېړه یې وواهه او پوښتنه یې ترې وکړه: «کله د څښتن روح زما څخه تللی دی او ستا سره یې خبرې کړې دي؟»
24 میکایا ځواب ورکړ: «په هغه ورځ به په دې باندې پوه شې چې د یو کور په دنننۍ کوټه کې پټ شې.»
25 اخاب حکم وکړ: «میکایا ونیسئ! هغه د سامریې والي آمون او شاهزاده یوآش ته ورولئ.
26 هغوی ته ووایئ چې میکایا په زندان کې واچوئ او ترڅو پورې چې زه بېرته په خیر سره راستنېږم هغه ته یوازې ډوډۍ او اوبه ورکوئ.»
27 میکایا وویل: «که چېرې ته په خیر سره بېرته راستون شوې، نو څښتن زما په وسیله خبرې نه وي کړې.» بیا یې ټولو خلکو ته وویل: «ما چې څه وویل هغه هېر نه کړئ.»
28 نو د اسراییلو پاچا اخاب او د یهودا پاچا یهوشافاط د خپلو لښکرو سره د جلعاد راموت ته روان شول.
29 مخکې له دې چې هغوی جګړې ته لاړ شي، اخاب وویل: «ای یهوشافاطه! زه به خپله څېره بدله کړم، خو ته خپله شاهانه چپنه واغونده.» نو اخاب خپله څېره بدله کړه او هغوی جګړې ته لاړل.
30 د سوریې پاچا د خپلو جنګي ګاډیو قوماندانانو ته امر وکړ: «پرته د اسراییلو له پاچا څخه د بل چا سره جګړه ونه کړئ.»
31 نو کله چې هغوی یهوشافاط په خپله شاهانه چپنه کې ولید، هغوی فکر وکړ چې هغه اخاب دی، نو هغوی په هغه باندې د حملې دپاره راوګرځېدل. خو یهوشافاط چیغې کړې او څښتن خدای د هغه سره مرسته وکړه او هغوی یې ورڅخه لېرې کړل.
32 کله چې هغوی پوه شول چې هغه اخاب نه دی، نو د هغه د تعقیبولو څخه یې لاس واخیست.
33 خو د جګړې په وخت کې یو سوریایي عسکر په غیر ارادي توګه یو غشی ګوزار کړ او هغه د اخاب د زغرو د کالیو په درز باندې ولګېده. اخاب د خپلې جنګي ګاډۍ چلوونکي ته وویل: «راوګرځه او ما د جګړې د میدان څخه وباسه، ځکه چې زه ټپي شوی یم.»
34 جګړه ټوله ورځ سختېدله، اخاب په خپلې جنګي ګاډۍ کې تکیه وهلې وه او د هغه ځای څخه یې د سوریایانو لښکرې لیدلې. هغه تر مازدیګره پورې هلته پاتې شو او د لمر پرېوتولو په وخت کې مړ شو.