تاريخ دويم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 27

یوتام د پنځه ویشت کلنۍ په عمر پاچا شو او په اورشلیم کې یې شپاړس کاله پاچاهي وکړه. د هغه مور یروشه د صادوق لور وه.
2 یوتام د خپل پلار په شان هغه کارونه کول چې د څښتن په نظر کې ښه وو، خو د هغه په شان یې د څښتن کور ته په ننوتلو سره ګناه نه کوله. خو بیاهم خلکو خپلو بدو رواجونو ته دوام ورکړ.
3 دا یوتام ؤ چې د څښتن د کور پاسنۍ دروازه یې بیا جوړه کړه او د ښار په هغه دېوال باندې یې ډېر کار وکړ چې د اورشلیم د عوفل په سیمه کې ؤ.
4 هغه د یهودا په غرونو کې ښارونه ودان کړل او په ځنګلونو کې یې کلاوې او د څارنې برجونه جوړ کړل.
5 هغه د عمون د پاچا او د هغه لښکر په ضد جګړه وکړه او هغوی ته یې ماتې ورکړه. عمونیانو د درېو کالو دپاره په هر کال کې هغه ته درې زره او څلور سوه کیلوګرامه سپین زر، زر ټنه غنم او زر ټنه اوربشې باج ورکاوه.
6 یوتام قوي شو، ځکه چې هغه په وفادارۍ سره د خپل څښتن خدای اطاعت کاوه.
7 د یوتام د پاچاهۍ نورې پېښې، د هغه جګړې او کړنلارې ټولې د اسراییلو او یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوې دي.
8 یوتام د پنځه ویشت کلنۍ په عمر پاچا شو او په اورشلیم کې یې شپاړس کاله پاچاهي وکړه.
9 یوتام مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. بیا د هغه زوی آحاز د هغه په ځای‎ پاچا شو.