تاريخ دويم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 15

د عودید په زوی عزریا باندې د خدای روح نازل شو
2 او هغه لاړ چې د اسا پاچا سره لیدنه کتنه وکړي. عزریا هغه ته وویل: «ای اسا او د یهودا او د بنیامین ټولو خلکو، ماته غوږ ونیسئ! تر هغه وخته پورې چې تاسو د څښتن سره یئ، هغه ستاسو سره مل دی، که چېرې تاسو د هغه په لټه کې شئ، هغه به پیدا کړئ. خو که چېرې د هغه څخه مخ واړوئ هغه به هم ستاسو څخه مخ واړوي.
3 اسراییلو ډېره موده پرته له رښتیني خدای او شریعت څخه ژوند تېراوه. کاهنان نه وو چې هغوی ته څه ورزده کړي.
4 خو د مصیبت په وخت کې به د اسراییلو څښتن خدای ته راګرځېدل. هغوی د خدای په لټه کې شول او هغه یې پیدا کړ.
5 په هغه وخت کې هېچا نه شو کولای چې په امن سره تګ راتګ وکړي، ځکه چې په هر هېواد کې ناارامي او ګډوډي وه.
6 یو قوم به په بل قوم باندې او یو ښار به په بل ښار باندې ظلم او تېری کاوه، ځکه چې خدای هغوی په هر ډول مصیبت او کړاو اخته کړل.
7 خو تاسو تکړه او زړور اوسئ او بې حوصلې کېږئ مه. بیا چې تاسو کوم کار کوئ، تاسو ته به د هغې اجر درکول کیږي.»
8 کله چې اسا د عودید د زوی عزریا پېشګویي واورېدله، نو هغه زړور شو. هغه ټول هغه بتان لېرې کړل چې د یهودا او د بنیامین په خاوره کې وو او همدارنګه هغه بتان چې په هغو ښارونو کې وو چې هغه د افرایم په غرنۍ سیمه کې نیولي وو. هغه د څښتن د قربانۍ ځای هم بېرته جوړ کړ چې د هغه د کور د برنډې په مخکې ؤ.
9 اسا د یهودا او د بنیامین ټول خلک او همدارنګه د افرایم، منسي او د شمعون د سیمو خلک چې د هغوی سره په یهودا کې اوسېدل، راوغوښتل. د دې خلکو زیات شمېر د اسا پلویان شوي وو، ځکه چې هغوی لیدلي وو چې د هغه څښتن خدای د هغه سره مل دی.
10 د اسا د پاچاهۍ د پنځلسم کال په درېمه میاشت، هغوی په اورشلیم کې راغونډ شول.
11 په هماغه ورځ هغوی د هغه غنیمت څخه چې د ځان سره یې راوړی ؤ، څښتن ته اووه سوه غوایان او اووه زره پسونه قرباني کړل.
12 هغوی لوظ وکړ او دا خبره یې ومنله چې د زړه له کومي او په ټول ځان به د خپلو نیکونو د څښتن خدای عبادت کوي.
13 هرچا، ځوان او زوړ، نارینه او ښځې چې د هغه عبادت به یې نه کاوه، هغه به وژل کېده.
14 هغوی په لوړ اواز سره سرني وغږول او د څښتن په نوم یې قسم وخوړ چې په خپل لوظ به ودریږي.
15 د یهودا ټول خلک خوشحاله وو، ځکه چې هغوی د زړه له کومي دا لوظ کړی ؤ. هغوی په شوق سره د څښتن عبادت کاوه او څښتن هغوی قبول کړل او هغوی ته یې د هرې خوا نه سوله ور په برخه کړه.
16 اسا پاچا حتی خپله نیا معکه د ملکې د مور په توګه د خپل مقام څخه لېرې کړه، ځکه چې هغې د اشیره کرغېړن بت جوړ کړی ؤ. اسا هغه بت رانسکور کړ، هغه یې ټوټې ټوټې کړ او ټوټې یې د قدرون په دره کې وسوځولې.
17 که څه هم اسا د اسراییلو د عبادت سیمه ییز ځایونه له منځه یو نه وړل، خو هغه ټول عمر څښتن ته وفادار پاتې شو.
18 هغه د خدای په کور کې سره زر او سپین زر او نور ټول شیان کېښودل چې هغه او د هغه پلار خدای ته وقف کړي وو.
19 د اسا د پاچاهۍ تر پنځه دېرشم کاله پورې هلته نوره هېڅ جګړه ونه شوه.