تاريخ دويم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 23

د شپږ کالو انتظار څخه وروسته یهویاداع کاهن پرېکړه وکړه چې اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې یو کار وشي. هغه د دغو پنځو عسکري منصبدارانو سره تړون وکړ: د یروحام زوی عزریا، د یهوحانان زوی اسماعیل، د عوبید زوی عزریا، د عدایا زوی معسیا او د زکري زوی الیشافاط.
2 هغوی د یهودا ټولو ښارونو ته سفر وکړ او ټول لاویان او د اسراییلو د طایفو مشران یې اورشلیم ته راغونډ کړل.
3 هغوی ټول د خدای په کور کې سره راغونډ شول او هلته یې د یوآش یعنې د پاچا د زوی سره یو لوظ وکړ. یهویاداع هغوی ته وویل: «دا د پاچا زوی دی. لکه څنګه چې څښتن وعده کړې ده چې د داود اولاده به پاچاهان وي، نو هغه باید پاچا شي.
4 مونږ به داسې وکړو: د کاهنانو او د لاویانو درې ډلې به د سبت په ورځ په خپله وظیفه کې موجودې وي. یوه ډله به د خدای د کور د دروازو ساتنه کوي
5 او بله ډله به د شاهي ماڼۍ ساتنه کوي او پاتې نور به په هغه دروازه کې چې د بنیاد په نوم یادیږي، ودرول شي. نور ټول خلک به د څښتن د کور په حوېلۍ کې سره راغونډ شي.
6 پرته له کاهنانو او لاویانو چې په دنده کې دي، هېڅوک دې د څښتن کور ته نه ننوځي. پورته نومول شوي کاهنان او لاویان کولای شي چې ورننوځي، ځکه چې هغوی پاک شوي دي، خو پاتې خلک باید د څښتن د لارښوونو اطاعت وکړي او دباندې پاتې شي.
7 لاویان دې په داسې حال کې د پاچا په شاوخوا کې پهره وکړي چې خپلې تورې یې راویستلې وي او هر چېرته چې پاچا ځي، هغوی دې ورسره وي. هرڅوک چې د څښتن کور ته د ننوتلو هڅه وکړي، هغه دې ووژل شي.»
8 لاویانو او د یهودا خلکو د یهویاداع کاهن د حکمونو څخه پیروي وکړه. قوماندانان په درېو ډلو کې د خپلو ټولو ساتونکو سره حاضر شول، هغو کسانو چې د سبت په ورځ یې وظیفه لرله او هغوی چې په همدې ورځ رخصتېدل، ځکه یهویاداع هغوی ته اجازه ورنه کړه چې خپلو کورونو ته لاړ شي.
9 یهویاداع هغه نېزې او سپرونه قوماندانانو ته ورکړل چې د داود پاچا وو او د خدای په کور کې ساتل شوي وو.
10 بیا هغه د خدای د کور د جنوبي خوا څخه نیولې تر شمالي خوا پورې د پاچا د ساتلو دپاره ټول خلک په وسلو سمبال او د خدای د کور او قربانۍ د ځای شاوخوا ته یې ځای په ځای کړل.
11 یهویاداع او د هغه زامنو یوآش دباندې راوویست، د هغه په سر یې تاج کېښود او د پاچاهۍ د قانون یو نقل یې ورته ورکړه. د هغه په سر باندې یې د زیتونو تېل واچول چې دا وښایي چې هغه اوس پاچا شو، په هغه وخت کې خلکو چیغې ووهلې: «ژوندی دې وي پاچا!»
12 عتلیا د خلکو د منډو او د پاچا دپاره د ستاینې اوازونه واورېدل، نو هغه د څښتن کور ته چې خلک په کې راغونډ شوي وو، ورغله.
13 هغې هلته د څښتن د کور په دروازه کې نوی پاچا ولید چې د پاچاهانو ځانګړې ستنې سره ولاړ وو او قوماندانان او سرني غږوونکي د هغه په خوا کې ولاړ وو. ټولو خلکو خوشحالي کوله او سرني یې غږول او د څښتن د کور موسیقي غږوونکو چې خپلې د موسیقۍ آلې ورسره وې د جشن مشري کوله. عتلیا د ډېر قهر نه خپل کالي وشلول او چیغې یې ووهلې: «خیانت! خیانت!»
14 یهویاداع نه غوښتل چې عتلیا د څښتن په کور کې ووژله شي، نو هغه د لښکرو قوماندانان راوغوښتل او ویې ویل: «عتلیا د لښکرو د قطارونو څخه دباندې وباسئ او هر هغه څوک چې د هغې د ژغورلو هڅه وکړي هغه ووژنئ.»
15 نو قوماندانانو عتلیا هغې دروازې ته راوویستله چې اسونه به په کې ماڼۍ ته ورننوتل او هلته یې ووژله.
16 یهویاداع کاهن د ځان، د ټولو خلکو او د یوآش پاچا په منځ کې لوظ وکړ چې دوی به د څښتن خدمتګاران وي.
17 بیا ټول خلک د بعل بتخانې ته ورغلل او هغه یې راوغورځوله. هغوی د قربانۍ ځایونه او بتان ټوټې ټوټې کړل او متان چې د بعل کاهن ؤ هغه یې د قربانۍ ځایونو مخې ته وواژه.
18 یهویاداع کاهنان او لاویان د څښتن د کور د کار مسؤولان وټاکل. هغوی به هغه وظیفې سرته رسولې چې د داود پاچا له خوا ورته سپارل شوې وې او هغه قربانۍ به یې سوځولې چې څښتن ته د موسی د شریعت له مخې وړاندې کېدلې. هغوی د موسیقۍ او د جشنونو مسؤولان هم وو.
19 یهویاداع د څښتن د کور په دروازو کې ساتونکو ته وظیفه ورکړه چې ناپاکه خلکو ته د ننوتلو اجازه ورنه کړي.
20 په اخر کې یهویاداع ټول قوماندانان، د یهودا ډېر مهم ښاریان او حکومتي مامورین راوغوښتل. څنګه چې هغوی یوآش د څښتن د کور څخه د پورتنۍ دروازې په لار ماڼۍ ته روان کړ، د خلکو ګڼه ګوڼه هغوی پسې روانه شوه او هلته یې هغه د یهودا د پاچا په توګه په تخت کښېناوه.
21 نو ټولو خلکو خوشحالي کوله او په ښار کې کراره کراري وه، ځکه چې عتلیا وژل شوې وه.