تاريخ دويم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 34

یوشیا اته کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه په اورشلیم کې یودېرش کاله پاچاهي وکړه.
2 یوشیا هغه کار کاوه چې د څښتن په نظر کې ښه ؤ. هغه د خپل نیکه داود لاره غوره کړه او په ټینګه یې د څښتن د ټولو قوانینو اطاعت کاوه.
3 د یوشیا د پاچاهۍ په اتم کال کله چې هغه لا ډېر ځوان ؤ، هغه د خپل نیکه یعنې د داود پاچا د خدای په عبادت کولو پیل وکړ. وروسته د څلورو کالو هغه یهودا او اورشلیم د بتخانو، د اشیره د بتانو او د نورو ټولو بتانو څخه پاکول پیل کړل.
4 د هغه تر لارښوونې لاندې د قربانۍ هغه ځایونه وران شول چې د بعل د بت عبادت په کې کېده. د هغو دپاسه د خوشبویۍ قربانګاوې هم ماتې شوې. هغوی د اشیره بتان او نور ټول بتان ټوټې ټوټې کړل، په خاورو یې بدل کړل او بیا یې هغه خاوره د هغو خلکو په قبرونو باندې وشیندله چې قربانۍ یې ورته وړاندې کړې وې.
5 هغه د بتخانو د کاهنانو هډوکي د قربانۍ په هغو ځایونو باندې وسوځول چې هغوی په کې عبادت کاوه. هغه په دې کار سره یهودا او اورشلیم بیا پاک کړل.
6 هغه د منسي، افرایم او شمعون په سیمو کې او په شمال کې تر نفتالي پورې په ښارونو او په وران شویو ځایونو کې هم همداسې وکړل.
7 هغه د اسراییلو په ټوله سیمه کې د قربانۍ ځایونه او د اشیره بتان مات کړل، هغه دا او نور بتان ټوټې ټوټې کړل، په خاورو یې بدل کړل او د خوشبویۍ ټولې قربانګاوې یې ټوټې ټوټې کړې. بیا هغه اورشلیم ته راستون شو.
8 د یوشیا پاچا د پاچاهۍ په اتلسم کال، وروسته له دې چې هغه هېواد او د خدای کور د بت پرستۍ څخه پاک کړل، نو دغه درې سړي یې ولېږل چې د خپل څښتن خدای کور بېرته جوړ کړي: د اصلیا زوی شافان، د اورشلیم والي معسیا او د یهوآحاز زوی یوآخ چې د پېښو د ثبتولو مسوول ؤ.
9 هغه پیسې چې لاوي ساتونکو د خدای په کور کې راټولې کړې وې، مشر کاهن حلقیا ته یې وسپارلې. (دا پیسې د افرایم او د منسي د خلکو او د اسراییلو د پاتې خلکو او د یهودا، بنیامین او د اورشلیم د خلکو څخه راټولې شوې وې.)
10 دا پیسې یې هغه چاته وسپارلې چې د څښتن د کور د بیا جوړولو د کار څارنه یې کوله. هغوی دا پیسې
11 نجارانو او ګلکارانو ته ورکړې، ترڅو د دې پیسو څخه هغوی توږل شوې تیږې او لرګي د اړمونو او تیرانو په خاطر د خدای د کور د بیاجوړونې دپاره واخلي. هغه کور د یهودا د مخکینیو پاچاهانو د بې پروایۍ له امله وران شوی ؤ.
12 کومو خلکو چې د بیا جوړونې کار کاوه، صادق کسان وو. د څلورو لاویانو له خوا د هغوی څارنه کېدله چې نومونه یې دا وو: د مراري د طایفې څخه یحت او عوبدیا او د قهات د طایفې څخه زکریا او مشلام. (لاویان ټول تکړه ساز غږوونکي وو.)
13 ځینې لاویان د موادو د وړلو او د هغو کارګرانو د څارنې مسؤولان وو چې په بېلابېلو کارونو باندې بوخت وو او نورو د منشیانو یا د ساتونکو په توګه خدمت کاوه.
14 هغه وخت چې هغوی هغه راټولې شوې پیسې د څښتن د کور د ګودام څخه راوړلې، حلقیا د څښتن د تورات کتاب وموند چې د موسی په وسیله ورکړل شوی ؤ.
15 حلقیا شافان منشي ته وویل: «ما د څښتن په کور کې د تورات کتاب موندلی دی.» هغه دا کتاب شافان ته ورکړ
16 او شافان هغه پاچا ته یووړ. هغه ورته دا خبر هم ورکړ: «ستاسو مامورین په هغو ټولو کارونو باندې بوخت دي چې تاسو ورسپارلي وو.
17 هغوی هغه پیسې واخیستلې چې د څښتن په کور کې وې او کارګرانو او د هغوی څارونکو ته یې وسپارلې.»
18 بیا شافان زیاته کړه: «زما سره یو کتاب دی چې حلقیا کاهن راکړی دی.» او هغه دا کتاب پاچا ته په لوړ اواز ولوست.
19 کله چې پاچا د شریعت د کتاب خبرې واورېدلې، هغه له غمه خپل کالي وشلول.
20 نو پاچا حلقیا، د شافان زوی اخیقام، د میکایا زوی عبدون، شافان د دربار منشي او خپل خدمتګار عسایا ته دغه حکم ورکړ:
21 «لاړ شئ او زما او د هغو خلکو له خوا چې لا په اسراییلو او په یهودا کې پاتې دي، د دې کتاب د خبرو په اړه د څښتن سره مشوره وکړئ. زمونږ نیکونو د څښتن د کلام اطاعت نه دی کړی او نه یې په هغو شیانو عمل کړی دی چې په دې کتاب کې لیکل شوي دي، نو ځکه څښتن په مونږ باندې خپل قهر نازل کړی دی.»
22 حلقیا او نور خلک د پاچا په امر لاړل چې د حلده په نوم یوې ښځې سره مشوره وکړي، هغه یوه پیغمبره وه چې د اورشلیم د ښار په نوې سیمه کې اوسېدله. (د هغې مېړه شلوم نومېده چې د تقوه زوی او د حرحس لمسی ؤ. هغه د خدای د کور د کالیو د ساتلو مسوولیت په غاړه درلود). نو څه چې پېښ شوي وو، هغې ته یې بیان کړل.
23 هغې ورته وویل چې پاچا ته بېرته لاړ شي او هغه ته د اسراییلو د څښتن خدای دغه پیغام ورکړي:
24 «څښتن داسې وایي: ‹هغه کتاب چې د یهودا پاچا ته لوستل شوی دی او لعنتونه په کې لیکل شوي دي، زه به د هغو په مطابق په دې ځای او د دې ځای په خلکو باندې بلا راولم.
25 هغوی زه پرېښودم او نورو خدایانو ته یې قربانۍ وړاندې کړلې او په خپلو ټولو کارونو یې زما قهر راپارولی دی. نو زما قهر به په اورشلیم باندې نازل شي او سوړ به نه شي.
26 خو د یهودا پاچا په اړه چې تاسو یې د څښتن د مشورې دپاره رالېږلي یئ، هغه ته ووایئ چې د اسراییلو څښتن خدای وایي: ”څه چې په دې کتاب کې لیکل شوي دي هغه تا اورېدلي دي.
27 کله چې تا واورېدل چې ما د دې ځای او د هغه د اوسېدونکو په خلاف داسې خبرې وکړې، نو تا توبه وویستله او په عاجزۍ دې خپل سر زما په وړاندې ټیټ کړ، خپل کالي دې وشلول او زما په مخکې دې وژړل، نو ما ستا دعا قبوله کړه.
28 زه به تا پرېږدم چې په ارامۍ سره مړ شې. ستا د مرګ څخه وروسته به اورشلیم او د هغه اوسېدونکي په بلا اخته کړم.“›» نو هغوی یوشیا پاچا ته دا پیغام ورساوه.
29 نو پاچا د یهودا او اورشلیم ټول سپین ږیري راوغوښتل.
30 هغه د یهودا د کلیو او ښارګوټو خلکو، د اورشلیم د ښار خلکو، کاهنانو، لاویانو او نورو ټولو خلکو سره چې شتمن او غریب په کې شامل وو، د څښتن کور ته لاړ. پاچا د ټولو په مخکې په لوړ اواز سره د لوظ هغه ټول کتاب ولوست چې د څښتن په کور کې موندل شوی ؤ.
31 پاچا د شاهي ستنې سره ودرېده او د څښتن سره یې لوظ وکړ چې د هغه اطاعت به کوي، د زړه له کومي به د هغه د قوانینو او حکمونو څخه پیروي کوي او هغه غوښتنې به عملي کوي چې په لوظنامې پورې تړلې دي او په دې کتاب کې لیکل شوې دي.
32 هغه د بنیامین او په اورشلیم کې ټول حاضر خلک دې ته مجبور کړل چې په هغه لوظ باندې عمل وکړي. نو د اورشلیم خلکو د خدای سره د هغه لوظ شرطونه ومنل چې د هغوی نیکونو د خپل خدای سره کړی ؤ.
33 یوشیا د اسراییلو په سیمو کې ټول د کرکې وړ بتان لېرې کړل او په اسراییلو کې یې هرچا ته امر وکړ چې یوازې د خپل څښتن خدای عبادت وکړي. د یوشیا تر مرګه پورې قوم د خپلو نیکونو د څښتن خدای څخه مخ وانه اړاوه.۔