تاريخ دويم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 33

منسي دولس کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه په اورشلیم کې پنځه پنځوس کاله پاچاهي وکړه.
2 منسي د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه. هغه د هغو قومونو د ناوړه دودونو څخه پیروي وکړه چې څښتن د خپل قوم د وړاندې تګ سره سم شړلي وو.
3 منسي د عبادت هغه سیمه ییز ځایونه بېرته جوړ کړل چې د هغه پلار حزقیا وران کړي وو. هغه د بعل دپاره د قربانۍ ځایونه او د اشیره بتان جوړ کړل او د ستورو عبادت یې کاوه.
4 هغه په اورشلیم کې د څښتن په کور کې د نورو خدایانو دپاره د قربانۍ ځایونه جوړ کړل چې د هغو په اړه څښتن ویلي وو: «په دې ځای کې باید تل زما عبادت وشي.»
5 هغه د څښتن د کور په دواړو حوېلیو کې ستورو ته د عبادت دپاره د قربانۍ ځایونه جوړ کړل.
6 هغه خپل زامن د بن هنوم په دره کې د سوځېدونکو نذرانو په توګه قرباني کړل. هغه به فالونه کتل او جادوګري به یې کوله او د مړو د ارواحګانو او جادوګرانو سره به یې مشورې کولې. هغه د څښتن په وړاندې ډېره لویه ګناه وکړه او د هغه قهر یې راوپاراوه.
7 منسي یو بت چې جوړ کړی یې ؤ د خدای په کور کې یعنې په هغه ځای کې کېښود چې د هغه په اړه خدای داود او د هغه زوی سلیمان ته داسې ویلي وو: «دلته په اورشلیم کې په دې کور کې دا هغه ځای دی چې ما د اسراییلو د دولسو قبیلو د ټولې سیمې څخه غوره کړی دی چې تل به په کې زما عبادت کیږي.
8 که چېرې د اسراییلو قوم زما ټول حکمونه ومني او د هغه ټول شریعت څخه پیروي وکړي چې موسی هغوی ته ورکړی دی، نو زه به پرېنږدم چې هغوی د هغه وطن څخه وشړل شي چې ما د هغوی نیکونو ته ورکړی ؤ.»
9 منسي د یهودا او د اورشلیم په خلکو باندې د هغو څخه هم لویه ګناه وکړه چې هغو قومونو کړې وه چې څښتن هغه هېواد ته د اسراییلو د قوم د وړاندې تګ سره سم تباه کړي وو.
10 که څه هم څښتن منسي او د هغه خلکو ته خبرداری ورکړ، خو هغوی ورته غوږ نه نیوه.
11 نو څښتن د آشوریانو د لښکر قوماندانان پرېښودل چې په یهودا باندې حمله وکړي. هغوی منسي ونیوه، په هغه کې چنګکونه واچول، په برنجي زنځیرونو یې وتړلو او څپرکیل ته یې یووړ.
12 هغه د خپلې ستونزې په وخت کې خپل ځان د خپلو نیکونو د خدای په وړاندېډېر عاجز کړ، خپل څښتن خدای ته یې رجوع وکړه او د مرستې دپاره یې ورته زارۍ وکړې.
13 خدای د منسي دعا واورېدله او قبوله یې کړه او هغه یې پرېښود چې بېرته اورشلیم ته لاړ شي او بیا هلته پاچاهي وکړي. بیا د منسي باور راغی چې څښتن یوازینی خدای دی.
14 له هغې وروسته منسي د بیروني دېوال لوړوالی چې د داود د ښار ختیځ خواته ؤ، زیات کړ. دا برخه له هغې درې څخه نیولې چې د جیحون د چینې لوېدیځ خواته وه په شمال کې د ماهي له دروازې او د ښار تر هغه سیمې پورې غزېدلې وه چې د عوفل په نوم یادېدله. هغه د یهودا هر قوي شوي ښار ته عسکري قوماندانان هم وټاکل.
15 پردي خدایان او مجسمه یې د خدای د کور څخه لېرې کړه او د قربانۍ هغه ټول ځایونه چې په اورشلیم او د خدای د کور په غونډۍ کې یې جوړ کړي وو، دا ټول شیان یې له ښاره دباندې وغورځول.
16 هغه د قربانۍ هغه ځای هم بېرته جوړ کړ چې د څښتن عبادت په کې کېده او په هغه باندې یې د سلامتۍ او د شکرګزارۍ نذرانې وړاندې کړې. هغه د یهودا په خلکو باندې امر وکړ چې د اسراییلو د څښتن خدای عبادت وکړي.
17 که څه هم خلکو د عبادت په سیمه ییزو ځایونو کې د قربانیو وړاندې کولو ته دوام ورکړ، خو هغوی هغه یوازې څښتن ته وړاندې کولې.
18 منسي چې نور څه کړي وو، هغه دعا چې هغه خپل خدای ته وکړه او د هغو نبیانو پیغامونه چې د هغه سره یې د اسراییلو د څښتن خدای په نوم خبرې وکړې، دا ټول د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
19 د پاچا دعا او د هغې قبلول د خدای د خوا نه، د هغو ګناهونو حساب چې هغه د توبې ویستلو څخه مخکې کړی ؤ، هغه بد کارونه چې هغه وکړل، بتخانې او د اشیره بتان چې هغه جوړ کړل او هغه بتان چې هغه یې عبادت کاوه، دا ټول د نبیانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
20 منسي مړ شو او په خپلې ماڼۍ کې ښخ شو او د هغه زوی آمون د هغه په ځای پاچا شو.
21 آمون دوه ویشت کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او دوه کاله یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه.
22 هغه د خپل پلار منسي په شان د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه او د هغو بتانو عبادت یې وکړ او قربانۍ ګانې یې ورته وړاندې کړې چې د هغه پلار جوړ کړي وو.
23 خو امون خپل ځان د څښتن په وړاندې عاجز نه کړ، لکه څنګه چې د هغه پلار منسي عاجز کړی ؤ، بلکې هغه نور هم ګناهکار شو.
24 د آمون درباریانو د هغه په مقابل کې دسیسه جوړه کړه او هغه یې په خپلې ماڼۍ کې په قتل ورساوه.
25 د یهودا خلکو د آمون ټول قاتلان ووژل او د هغه زوی یوشیا یې د هغه په ځای پاچا کړ.