تاريخ دويم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 21

یهوشافاط مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. د یهوشافاط زوی یهورام د هغه په ځای پاچا شو.
2 یهوشافاط اووه زامن درلودل چې دا یې نومونه وو: یهورام، عزریا، یحییل، زکریا، عزریاهو، میکاییل او شفطیا.
3 د هغوی پلار هغوی ته ډېر زیات سوغاتونه یعنې سره زر، سپین زر او نور قیمتي شیان ورکړي وو او هغوی یې د یهودا د قوي شویو ښارونو مسؤولان ټاکلي وو. خو پاچاهي یې یهورام ته ورکړې وه، ځکه چې هغه یې مشر زوی ؤ.
4 کله چې یهورام په پوره توګه د پاچاهۍ واک تر لاسه کړ، هغه خپل ټول ورونه او د اسراییلو ځینې مامورین ووژل.
5 یهورام د دوه دېرشو کالو په عمر ؤ چې پاچا شو او اته کاله یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه.
6 یهورام لکه د اخاب د کورنۍ په شان د اسراییلو د پاچاهانو لاره غوره کړه. د اخاب لور د یهورام ښځه وه او هغه د څښتن په وړاندې ګناه وکړه،
7 خو څښتن نه غوښتل چې د داود شاهي کورنۍ له منځه یوسي، ځکه چې څښتن د داود سره لوظ کړی ؤ او وعده یې کړې وه چې د هغه اولاده به تل په یهودا باندې پاچاهي کوي.
8 د یهورام په پاچاهۍ کې د ادوم خلک یاغي شول او د ځان دپاره یې خپل پاچا وټاکه.
9 نو یهورام او د هغه منصبداران د خپلو جنګي ګاډیو سره روان شول او په ادوم باندې یې یرغل وکړ. هلته د ادومیانو لښکرو هغوی کلابند کړل، خو هغوی وکولای شول چې د شپې په تیاره کې له کلابندۍ څخه ووځي.
10 یهودا هېڅکله ونه شو کولای چې په ادوم باندې خپله واکمني بېرته تر لاسه کړي. حتی د لبنه ښاریان هم په هغه وخت کې یاغي شول. دا ځکه وشول چې یهورام د خپلو نیکونو د څښتن خدای څخه مخ اړولی ؤ.
11 یهورام حتی د یهودا په غونډیو کې سیمه ییز عبادتځایونه هم جوړ کړل او د پردیو خدایانو په عبادت کولو سره یې د یهودا او د اورشلیم خلک بې لارې کړل.
12 ایلیا نبي یهورام ته یو لیک واستاوه چې داسې یې په کې لیکلي وو: «څښتن ستا د نیکه داود خدای داسې وایي: ته د خپل پلار یهوشافاط پاچا یا د خپل نیکه اسا پاچا په لاره روان نه شوې.
13 د هغې په ځای د اسراییلو د پاچاهانو په لاره روان شوې او د یهودا او د اورشلیم خلک دې وهڅول چې د بتانو عبادت وکړي، لکه څنګه چې اخاب او د هغه شاهي کورنۍ د اسراییلو د بې وفایۍ سبب ګرځېدلي وو. تا حتی خپل ورونه هم ووژل چې ستا څخه ښه خلک وو.
14 په دې خاطر به څښتن ستا په خلکو، ښځو، ماشومانو او ټولو شتمنیو باندې بده وبا راولي.
15 په خپله ته به د کولمو په یوې داسې سختې ناروغۍ اخته شې چې ورځ په ورځ زیاتیږي، تر هغې چې کولمې به دې راووځي.»
16 څښتن د یهورام په ضد د فلسطینیانو او د عربانو چې ایتوپیایانو ته نژدې اوسېدل، کینه راوپاروله.
17 هغوی په یهودا باندې حمله وکړه، شاهي ماڼۍ یې لوټ کړه او پرته له اخزیا چې د هغه کشر زوی ؤ هغوی د پاچا ټولې ښځې او زامن د اسیرانو په توګه بوتلل.
18 بیا وروسته له هغې څښتن یهورام پاچا د کولمو په یوې نه جوړېدونکې ناروغۍ اخته کړ.
19 د وخت په تېرېدو سره د دوهم کال په اخر کې د ناروغۍ له امله د هغه کولمې راووتلې او هغه په رنځ او عذاب کې مړ شو. د هغه خلکو د هغه په ویاړ اور بل نه کړ لکه څنګه چې د هغه د نیکونو دپاره بل شوی ؤ.
20 یهورام د دوه دېرش کلنۍ په عمر پاچا شوی ؤ او په اورشلیم کې یې اته کاله پاچاهي وکړه. د هغه په مړینې هېڅوک خواشینی نه شو. هغوی هغه د داود په ښار کې ښخ کړ، خو په شاهي هدیره کې ښخنه کړ.