تاريخ دويم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 3

سلیمان د څښتن د کور جوړول د خپلې پاچاهۍ د څلورم کال په دوهمه میاشت د اورشلیم د موریا په غره باندې پیل کړل. داود همدا ځای د عبادت ځای په توګه ټاکلی ؤ. هغه ځای یو وخت د یبوسي ارونه درمند ځای ؤ، یعنې هغه ځای چې څښتن د هغه پلار، داود ته ورښکاره شو.
3 هغه بنیاد چې سلیمان د خدای د کور دپاره کېښود اووه ویشت متره اوږد او نهه متره پلن ؤ.
4 د کور مخې ته یوه برنډه وه چې سور یې نهه متره او لوړوالی یې څلورپنځوس متره ؤ. د برنډې منځني دېوالونه په سوچه سرو زرو پوښل شوي وو.
5 سلیمان د کور د اصلي سالون منځني دېوالونه اول د سروې په لرګیو او بیا یې په ښه سرو زرو وپوښل او د خرما د ونو په نقشونو او په داسې نقشونو باندې یې سینګار کړل چې د زنځیرونو په شان ښکارېدل.
6 هغه د کور په سینګارولو کې د قیمتي تیږو څخه کار واخیست. همدارنګه یې د سرو زرو څخه چې د فروایم څخه راوړل شوي وو،
7 د چت د تیرونو، د دروازو او د هغو د چوکاټونو او د دېوالونو په پوښولو کې کار واخیست. سلیمان د اسماني مخلوقاتو نقشونه هم په دېوالونو کې وویستل.
8 ډېر سپېڅلی ځای نهه متره اوږد او نهه متره پلن ؤ او دا د کور پوره پلنوالی ؤ. د دې ځای د دېوالونو په پوښولو کې د شلو ټنو څخه زیات ښه سره زر ولګېدل.
9 د هر مېخ په جوړولو کې د نیم کیلوګرام نه زیات سره زر ولګېدل او د پاسنیو کوټو دېوالونه هم په سرو زرو وپوښل شول.
10 سلیمان د اسماني مخلوقاتو دوه مجسمې جوړې کړې د دې دپاره چې په ډېر سپېڅلي ځای کې یې کېږدي. بیا یې هغه په سرو زرو باندې وپوښلې.
11 ‏-
13 هغه هلته څنګ په څنګ ولاړې وې او مخونه یې د عمومي سالون خواته وو. هرې یوې یې دوه دوه وزرونه درلودل، هر وزر یې دوه متره او شل سانتي اوږد ؤ او دا دومره خپاره شوي وو چې د کوټې په منځ کې په یو بل باندې لګېدل او د کوټې دېوالونو ته رسېدل او د نهو مترو په پلنوالي سره غزېدلي وو.
14 یوه پرده د ښه کتان څخه جوړه شوې وه چې په اسماني، بانجاني او سرو وړیو اوبدل شوې وه او د اسماني مخلوقاتو د نقشونو ګلدوزي په کې شوې وه.
15 د کور د دروازې د خولې دپاره دوه ستنې جوړې شوې. هره یوه یې شپاړس متره لوړه وه او په سرونو باندې یې تاجونه وو چې دوه متره او شل سانتي لوړ وو.
16 د هغو ستنو سرونه د جالۍ په شان د زنځیرونو په نقشونو او په سلو برنجي انارو باندې سینګار شوي وو.
17 سلیمان یوه ستنه د کور د دروازې جنوب خواته ودروله او د یاکین په نوم یې یاده کړه. بله یې د دروازې شمال خواته ودروله او هغه یې د بوعز په نوم یاده کړه.