تاريخ دويم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 16

د اسا د پاچاهۍ په شپږ دېرشم کال د اسراییلو پاچا بعشا په یهودا باندې حمله وکړه او د رامه ښار یې ونیو. هغه دا ښار قوي کړ، د دې دپاره چې د یهودا د ټولو خلکو د تګ راتګ مخه ونیسي.
2 نو اسا پاچا هغه سپین زر او سره زر چې د څښتن د کور او د خپلې ماڼۍ په خزانو کې وو واخیستل. بیا یې هغه دمشق ته د سوریې پاچا بنهدد ته د دې پیغام سره ولېږل:
3 «زما او ستاسو ترمنځ دې داسې یو تړون وي لکه څنګه چې زما د پلار او ستاسو د پلار ترمنځ ؤ. ګورئ! زه تاسو ته سپین او سره زر درلېږم. نو خپل تړون اوس د اسراییلو د پاچا بعشا سره مات کړئ، ترڅو هغه خپلې لښکرې زما د سیمې څخه وباسي.»
4 بنهدد پاچا د اسا غوښتنه ومنله او خپل قوماندانان او لښکرې یې ولېږلې چې د اسراییلو په ښارونو باندې حمله وکړي. هغوی عیون، دان، آبل مایم او د نفتالي ټول هغه ښارونه ونیول چې ګودامونه په کې وو.
5 کله چې بعشا له دې څخه خبر شو، هغه د رامه ښار د قوي کولو نه لاس واخیست او کار یې بس کړ.
6 بیا اسا پاچا د ټولې یهودا څخه سړي راغونډ کړل او په هغوی باندې یې هغه تیږې او تیرونه یووړل چې بعشا په رامه کې ورڅخه کار اخیست او هغوی دا د جبع او مصفه د ښارونو په قوي کولو کې ولګول.
7 په هغه وخت کې حناني نبي اسا ته ورغی او ورته ویې ویل: «تا د خپل څښتن خدای په ځای د سوریې په پاچا باندې تکیه کړې ده. اوس د سوریې لښکرې ستا له لاسه وتلې دي.
8 په یاد دې دي چې د ایتوپیایانو او د لیبیایانو لښکرې چې زیات شمېر جنګي ګاډۍ او اس سواران یې درلودل، څومره زورورې وې؟ خو هغه وخت تا په څښتن باندې توکل وکړ چې مرسته درسره وکړي او هغوی ته دې ماتې ورکړه.
9 څښتن په ځیر سره ټولې نړۍ ته ګوري او هغو خلکو ته قوت ورکوي چې هغه ته وفادار دي. تا د کم عقلتوب کار کړی دی، نو له دې څخه وروسته به تل په جګړه کې یې.»
10 کله چې اسا دا خبرې واورېدلې، هغه دومره په نبي باندې په قهر شو چې حناني یې په زندان کې واچاوه. د هماغه وخت نه اسا په ځینو خلکو باندې خپل ظلمونه پیل کړل.
11 اسا چې د خپلې پاچاهۍ په وخت کې له شروع نه تر پایه پورې هرڅه وکړل هغه د یهودا او د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
12 اسا د خپلې پاچاهۍ په نهه دېرشم کال د پښو په یوې سختې ناروغۍ اخته شو. خو حتی په هغه وخت کې هم د مرستې دپاره هغه څښتن ته نه، بلکې ډاکترانو ته رجوع وکړه.
13 دوه کاله وروسته هغه مړ شو.
14 هغوی د هغه په مړي باندې ډول ډول خوشبویي او عطرونه لګولي وو او د هغه د درنښت دپاره یې یو ډېر لوی اور بل کړ. هغه د داود په ښار کې په هغه قبر کې ښخ شو چې هغه د خپل ځان دپاره جوړ کړی ؤ.