تاريخ دويم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 19

د یهودا پاچا یهوشافاط خپلې ماڼۍ ته چې په اورشلیم کې وه په خیریت سره راستون شو.
2 د حناني زوی ییهو چې یو نبي ؤ د پاچا د لیدلو دپاره لاړ او ورته ویې ویل: «ایا د بدو خلکو سره مرسته یا د هغو خلکو طرفداري کول چې د څښتن څخه کرکه کوي، سم کار دی؟ په دې خاطر د څښتن قهر او غضب په تا باندې راغلی دی!
3 خو ستا هر کار خراب نه دی. تا هغه بتان لېرې کړل چې د اشیره په عبادت کې ورڅخه کار اخیستل کېده او ته په اخلاص سره غواړې چې د څښتن عبادت وکړې.»
4 یهوشافاط په اورشلیم کې اوسېده، خو هغه به بیا بیا په جنوب کې له بیرشبع څخه نیولې، په شمال کې د افرایم تر غرنۍ سیمې پورې سفر کاوه. هغه د خلکو سره خبرې کولې او هغوی به یې راضي کول چې بېرته د خپلو نیکونو څښتن خدای ته رجوع وکړي.
5 هغه د یهودا په هر قوي شوي ښار کې قاضیان وټاکل
6 او هغوی ته یې دا لارښوونې وکړې: «په قضاوت کولو کې غور کوئ، ځکه چې تاسو د انسان په خاطر نه بلکې د څښتن په خاطر قضاوت کوئ. کله چې تاسو قضاوت کوئ څښتن ستاسو سره مل دی.
7 نو بیا د څښتن څخه ووېرېږئ او په احتیاط او پام سره قضاوت کوئ ځکه چې څښتن زمونږ خدای بې انصافي، طرفداري کول یا رشوت اخیستل بد ګڼي.»
8 یهوشافاط په اورشلیم کې هم ځینې لاویان، کاهنان او د کورنیو مشران وټاکل چې د څښتن په خاطر قضاوت وکړي او د اورشلیم د اوسېدونکو شخړې حل کړي.
9 یهوشافاط هغوی ته دا لاندېنۍ لارښودنې ورکړې: «تاسو باید خپل کارونه په وفادارۍ او د زړه له کومي د څښتن څخه په وېره کې تر سره کړئ.
10 هرکله چې ستاسو وطنداران د هر ښار څخه تاسو ته د قتل یا د یو قانون یا د امر د ماتولو یوه دعوه راوړي، تاسو باید خلکو ته خبرداری ورکړئ چې د څښتن په وړاندې ګناه ونه کړي، ترڅو هغه په قهر نه شي او تاسو او ستاسو وطندارانو ته سزا ورنه کړي. یاد ساتئ، که چېرې د دې لارښودنو څخه پیروي وکړئ، نو تاسو به مجرم او ګناهکار نه ګڼل کېږئ.
11 مشر کاهن یعنې امریا به په هره شرعي دعوه کې وروستنۍ پرېکړه کوي او د اسماعیل زوی زبدیا یعنې د یهودا د قبیلې مشر به په نورو ټولو دعوو کې وروستنۍ پرېکړه کوي. پاتې لاویان به د محکمې د مامورانو په توګه ستاسو خدمت کوي. زړور اوسئ او په دغو لارښودنو باندې عمل وکړئ او څښتن دې د هغه چا سره مل شي چې د حق طرفدار وي!»