تاريخ دويم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 29

حزقیا پنځه ویشت کلن ؤ چې پاچا شو او هغه نهه ویشت کاله په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. د هغه د مور نوم ابیا ؤ چې د زکریا لور وه.
2 هغه لکه د خپل نیکه داود پاچا په شان هغه کارونه وکړل چې د څښتن په نظر کې ښه وو.
3 حزقیا د خپلې پاچاهۍ د لومړي کال په لومړۍ میاشت د څښتن د کور دروازې پرانیستې او هغه یې بېرته جوړې کړې.
4 هغه د څښتن د کور په ختیځې حوېلۍ کې کاهنان او لاویان راغونډ کړل
5 او هلته یې ورسره خبرې وکړې. هغه وویل: «ای لاویانو زما خبرې واورئ، خپل ځانونه او د خپلو نیکونو د څښتن خدای کور پاک کړئ او د کور څخه ناپاک شیان لېرې کړئ.
6 زمونږ نیکونه زمونږ څښتن خدای ته بې وفا وو او هغه کارونه یې کول چې د هغه په نظر کې بد وو. هغوی څښتن پرېښود او د هغه د اوسېدو ځای ته یې شا کړه.
7 هغوی د څښتن د کور دروازې بندې کړې، څراغونه یې مړه کړل او د اسراییلو د خدای په کور کې یې خوشبویي یا سوځېدونکې نذرانې هغه ته وړاندې نه کړې.
8 له دې کبله څښتن په یهودا او په اورشلیم باندې ډېر په قهر شو. تاسو په دې ښه پوهېږئ، هغه څه چې څښتن په هغوی باندې کړي دي په هغې ټول خلک ووېرېدل، وارخطا او مسخره شول.
9 له همدې امله زمونږ پلرونه په جګړه کې ووژل شول او زمونږ ښځې، زامن او لوڼې د اسیرانو په توګه یووړل شول.
10 اوس ما پرېکړه کړې ده چې د اسراییلو د څښتن خدای سره یو لوظ وکړم ترڅو د هغه سخت قهر زمونږ څخه لېرې شي.
11 زما زامنو، په خپلو وظیفو کې بې پروایي مه کوئ. څښتن تاسو د دې دپاره غوره کړي یئ چې د هغه په حضور کې ودرېږئ او د هغه خدمت وکړئ او هغه ته خوشبویي وسوځوئ.»
12 ‏-
14 کله چې حزقیا خپلې خبرې پای ته ورسولې، نو د لاویانو دا لاندېني مشران خپلې وظیفې ته لاړل:د قهات له طایفې څخه، د عماسای زوی محت او د عزریا زوی یوییل.د مراري له طایفې څخه، د عبدي زوی قیس او د یهلل ییل زوی عزریا.د جرشون له طایفې څخه، د زمه زوی یوآخ او د یوآخ زوی عدن.د الیصافان له طایفې څخه، شمري او یعي ییل.د اساف له طایفې څخه، زکریا او متنیا.د هیمان له طایفې څخه، یحییل او شمعي.د یدوتون له طایفې څخه، شمعیه او عزییل.
15 دغو سړیو خپل لاویان ورونه راغونډ او هغوی ټولو خپل ځانونه پاک کړل. بیا هغوی د څښتن د شریعت سره سم او د پاچا په امر د څښتن د کور په پاکولو پیل وکړ.
16 کاهنان د څښتن کور ته ننوتل چې هغه پاک کړي او هغوی هغه هرڅه د کور حوېلۍ ته راوویستل چې ناپاک وو. د هغه ځای نه لاویانو دا ټول شیان د ښار څخه دباندې د قدرون درې ته یووړل.
17 د لومړۍ میاشتې په لومړۍ ورځ کار پیل شو او په اتمه ورځ هغوی دا ټول کار د څښتن د کور تر برنډې پورې ورساوه. بیا هغوی اته ورځې نورې کار وکړ او د میاشتې تر شپاړسمې ورځې پورې یې د څښتن کور پاک او هغه یې د عبادت دپاره تیار کړ.
18 بیا لاویان د حزقیا پاچا حضور ته ورغلل او ورته ویې ویل: «مونږ د څښتن د ټول کور د پاکولو کار پای ته ورساوه چې د سوځېدونکو نذرانو د قربانۍ ځای، د سپېڅلې ډوډۍ مېز او د هغو ټول سامان په کې شامل دي.
19 مونږ هغه ټول سامان هم بېرته راوړی دی چې احاز پاچا د هغو کلونو په دوران کې وړی ؤ کله چې هغه خدای ته بې وفا شو او مونږ هغه بېرته وقف کړی دی. هغه ټول مو د څښتن د قربانۍ د ځای په مخکې ایښي دي.»
20 حزقیا پاچا بله ورځ سهار وختي د ښار مشران راغونډ کړل او هغوی یو ځای د څښتن کور ته لاړل.
21 هغوی د شاهي کورنۍ او د یهودا د خلکو دپاره او همدارنګه د څښتن د کور د پاکوالي دپاره اووه غویان، اووه پسونه، اووه وري او اووه وزان د ګناه د نذرانې په توګه راوړل. پاچا کاهنانو یعنې د هارون اولادې ته امر وکړ چې هغه د څښتن د قربانۍ په ځای باندې قرباني کړي.
22 کاهنانو لومړی غویان، بیا پسونه او بیا یې وري حلال کړل. د هرې قربانۍ د حلالېدلو څخه وروسته یې د هغو وینه د قربانۍ په ځای باندې وشیندله.
23 په پای کې کاهنانو وزې د ګناه د نذرانې دپاره پاچا او نورو عبادت کوونکو ته وروړلې او عبادت کوونکو خپل لاسونه ورباندې کېښودل.
24 بیا کاهنانو وزان حلال کړل او د هغو وینه یې د ټولو خلکو د ګناه د کفارې دپاره د قربانۍ په ځای باندې وشیندله، ځکه چې پاچا امر کړی ؤ چې سوځېدونکې نذرانې او د ګناه نذرانې دې د ټولو اسراییلو دپاره وړاندې شي.
25 پاچا په هغه حکم باندې عمل وکړ چې څښتن داود پاچا ته د پاچا د نبي یعنې د جاد او د ناتان نبي په وسیله کړې وې. حزقیا، لاویان د څښتن په کور کې په داسې حال کې ودرول چې تالونه، چنګونه او رڅپرکیونه،
26 یعنې هغه ډول آلې ورسره وې چې داود پاچا ورڅخه کار اخیستی ؤ. کاهنان هم د سرنیو سره هلته ودرېدل.
27 حزقیا حکم وکړ چې سوځېدونکې نذرانه دې د قربانۍ په ځای کې وړاندې شي. څنګه چې د هغې وړاندې کول پیل شول، خلکو څښتن ته د ستاینې سندرې وویلې او ساز غږوونکو د سرنیو او د موسیقۍ د نورو آلو په غږولو سره د هغوی ملګرتیا کوله.
28 ټول عبادت کوونکي په سجده شول او سندرو او د سرنیو غږولو تر هغه وخته پورې دوام وموند، ترڅو چې د ګناه نذرانه وسوځېدله.
29 د مراسمو په پای کې، حزقیا پاچا او ټول خلک په سجده شول او د خدای عبادت یې وکړ.
30 پاچا او د قوم مشرانو لاویانو ته امر وکړ چې څښتن ته د ستاینې هغه سندرې ووایي چې داود او اساف نبي لیکلې وې. نو هغوی په ډېرې خوښۍ سره سندرې وویلې، بیا هغوی په سجده شول او د خدای عبادت یې وکړ.
31 حزقیا خلکو ته وویل: «اوس چې تاسو د سپېڅلتوب له مراسم سره خپل ځانونه څښتن ته وقف کړل، نو د هغه کور ته قربانۍ او د شکرانې نذرانې راوړئ.» خلکو دا خبره ومنله او د هغوی څخه ځینو په خپله خوښه حیوانات هم راوستل چې د سوځېدونکو نذرانو په توګه قرباني شي.
32 هغوی اویا غویان، سل پسونه او دوه سوه وري د سوځېدونکو نذرانو په توګه د څښتن دپاره راوړل.
33 هغه حیوانات چې د قربانیو دپاره سپېڅلي شوي وو، د هغو شمېر شپږ سوه غویانو او درې زره پسونو او وزانو ته رسېده.
34 له دې کبله چې د کاهنانو شمېر لږ ؤ، هغوی نه شو کولای چې د قربانۍ د ټولو حیواناتو پوستکي وباسي، نو ځکه ترڅو چې نورو کاهنانو خپل ځانونه پاک کړل، د هغوی ورونه یعنې لاویان، د دې کار د سرته رسولو دپاره حاضر شول چې د هغوی سره مرسته وکړي. (د ځان په پاک ساتلو کې د کاهنانو په پرتله لاویان وفادار وو.)
35 د زیات شمېر سوځېدونکو نذرانو څخه پرته، کاهنانو د سولې د نذرانو د وازګې د سوځولو مسوولیت په غاړه درلود. همدارنګه یې د هغو شرابو د تویولو مسوولیت هم په غاړه درلود چې د سوځېدونکو نذرانو سره وړاندې کېدل. په دې ډول د څښتن کور د عبادت دپاره تیار شو.
36 حزقیا پاچا او ټولو خلکو د دې دپاره خوشحالي کوله چې خدای ورسره مرسته وکړه چې دا ټول کارونه زر تر سره کړي.