تاريخ دويم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 5

کله چې سلیمان پاچا د څښتن د کور ټول کارونه پای ته ورسول، بیا سلیمان هغه شیان یعنې سپین او سره زر او نور سامان چې د هغه پلار داود څښتن ته وقف کړی ؤ، هغه یې د خدای د کور په خزانو کې کېښود.
2 وروسته بیا سلیمان د اسراییلو سپین ږیري، د قبیلو ټول مشران او د اسراییلو د طایفو رئیسان اورشلیم ته راوغوښتل چې د څښتن د لوظ صندوق د صهیون یعنې د داود د ښار څخه د خدای کور ته یوسي.
3 هغوی ټول په اوومه میاشت د جونګړو په اختر کې د پاچا په حضور کې راغونډ شول.
4 کله چې د اسراییلو ټول سپین ږیري راغونډ شول، لاویانو د لوظ صندوق پورته کړ
5 او هغه یې د خدای کور ته یووړ. کاهنانو او لاویانو هم د څښتن سپېڅلې خېمه او د هغې ټول سپېڅلی سامان د خدای کور ته راوړ.
6 سلیمان پاچا او د اسراییلو ټول قوم د لوظ د صندوق مخې ته راغونډ شول او دومره ډېر پسونه او غویان یې قرباني کړل چې نه شمېرل کېدل.
7 کاهنانو د څښتن د لوظ صندوق خپل ځای ته چې د خدای په کور کې ؤ، یعنې دننه ډېر سپېڅلي ځای ته راوړ او هغه یې د اسماني مخلوقاتو د وزرونو لاندې کېښود.
8 اسماني مخلوقاتو خپل وزرونه په هغه ځای باندې چې هلته د لوظ صندوق ؤ، خپاره کړل. هغوی په صندوق او د هغه په وړونکو میلو باندې سیوری واچاوه.
9 میلې دومره اوږدې وې چې د هغوی سرونه د خدای د کور د اصلي سالون څخه چې ډېر سپېڅلي ځای ته مخامخ ؤ لیدل کېدلې، خو د کوم بل ځای څخه نه لیدل کېدلې. هغه میلې تر نن ورځې پورې په هغه ځای کې دي.
10 د لوظ په صندوق کې بل هېڅ شی نه ؤ، پرته د تیږو د هغو دوو لوحو څخه چې موسی د سینا په غره کې په هغه کې ایښې وې، چېرته چې څښتن د اسراییلو د خلکو د مصر څخه د وتلو وروسته د هغوی سره لوظ وکړ.
11 ‏-
13 د هرې ډلې کاهنانو خپل ځانونه پاک کړي وو. ټولو لاوي ساز غږوونکو یعنې اساف، هیمان، یدوتون او د هغوی زامنو او خپلوانو د ښه کتان کالي اغوستي وو. هغوی د قربانۍ د ځای ختیځ خواته ولاړ وو او تالونه، چنګونه او رڅپرکیونه یې غږول. د دغو ساز غږوونکو سره یوسلو شل کاهنان وو او سرني یې غږول.سندرغاړو په پوره ډول د سرنیو، تالونو او رڅپرکیونو سره څښتن ته د ستاینې داسې سندرې ویلې:ځکه څښتن دی نېکد کاهنانو د تګ سره سم د څښتن کور ناڅاپه د ورېځو څخه ډک شو.
14 کاهنانو د ورېځې له امله ونه شو کولای چې خپل خدمت تر سره کړي، ځکه چې د څښتن کور د هغه د جلال نه ډک شوی ؤ.