تاريخ دويم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 17

یهوشافاط د خپل پلار اسا په ځای پاچا شو او د اسراییلو په خلاف یې خپل ځان قوي کړ.
2 هغه د یهودا په ټولو قوي ښارونو کې عسکر او د یهودا په پاتې سیمه کې او همدارنګه د افرایم په هغو ښارونو کې چې د هغه پلار اسا نیولي وو، نظامي پوستې ځای په ځای کړې.
3 څښتن د یهوشافاط سره مل ؤ، په دې خاطر چې یهوشافاط د خپل نیکه داود هغه لاره غوره کړې وه چې هغه د خپلې پاچاهۍ په پیل کې خپله کړې وه. هغه د بعل عبادت ونه کړ،
4 بلکې هغه د خپل پلار د خدای عبادت کاوه، د هغه حکمونه یې منل او د اسراییلو د پاچاهانو غلطه لاره یې غوره نه کړه.
5 نو څښتن هغه ته د یهودا په پاچاهۍ باندې ټینګ واک ورکړی ؤ. د یهودا ټولو خلکو یهوشافاط ته سوغاتونه راوړل او هغه ډېر شتمن او عزتمن شو.
6 یهوشافاطپه پوره توګه څښتن ته وفادار پاتې شو. برسېره پردې هغه په یهودا کې سیمه ییز عبادتځایونه او د اشیره بتان له منځه یووړل.
7 هغه د خپلې پاچاهۍ په درېم کال د یهودا ښارونو ته د زده کړې دپاره دا لاندې مامورین ولېږل: بنحاییل، عوبدیا، زکریا، نتنییل او میکایا.
8 د هغوی سره نهه لاویان او دوه کاهنان لاړل. لاویان دا وو: شمعیه، نتنیا، زبدیا، عساهیل، شمیراموت، یهوناتان، ادونیا، طوبیا او طوب ادونیا. کاهنان دا وو: الیشمع او یهورام.
9 هغوی د څښتن د تورات کتاب واخیست او د یهودا په ټولو ښارونو کې ګرځېدل او خلکو ته یې تعلیم ورکاوه.
10 د یهودا په شاوخوا پاچاهیو باندې د څښتن وېره راغله، نو د هغوی څخه هېچا په یهوشافاط باندې حمله ونه کړه.
11 ځینو فلسطینیانو د باج په توګه هغه ته سپین زر او نور سوغاتونه راوړل. عربانو هغه ته اووه زره اووه سوه پسونه او په همدې شمېر وزان راوړل.
12 نو یهوشافاط نور هم د قدرت خاوند شو. هغه په یهودا کې کلاګانې او د ګودامونو دپاره ښارونه ودان کړل
13 چې هغه په کې په لوی شمېر ذخیرې ساتلې وې. هغه په اورشلیم کې یو شمېر زړور او تکړه عسکر هم وساتل چې
14 د خپلو طایفو له مخې راغونډ شوي وو. د یهودا د طایفو څخه: ادنه د زر کسیزو ډلو لومړنی قوماندان ؤ او درې لکه عسکر د هغه د قوماندې لاندې وو.
15 یهوحانان دوهم قوماندان ؤ او دوه سوه اتیا زره عسکر یې د قوماندې لاندې وو.
16 د زکري زوی عمسیا چې په خپله خوښه د څښتن خدمت کاوه، هغه درېم قوماندان ؤ او دوه لکه عسکر یې تر لاس لاندې وو.
17 د بنیامین د طایفو څخه: لومړنی قوماندان یې الیاداع، یو زړور جنګیالی ؤ. دوه لکه عسکر د هغه د قوماندې لاندې وو چې ټولو سره لیندې او سپرونه وو.
18 دوهم قوماندان یې یهوزاباد ؤ او یو لکو اتیا زره تنه وسله وال عسکر یې د قوماندې لاندې وو.
19 دغو عسکرو په اورشلیم کې د پاچا خدمت کاوه او برسیره پردې پاچا په ټوله سیمه کې نور عسکر هم درلودل چې د یهودا په قوي شویو ښارونو کې یې ځای په ځای کړي وو.