تاريخ دويم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 8

سلیمان په شلو کالو کې د څښتن کور او خپله ماڼۍ جوړه کړه.
2 سلیمان هغه ښارګوټي هم بېرته ودان کړل چې حیرام پاچا هغه ته ورکړي وو او اسراییلیان یې هلته ولېږل چې په کې واوسیږي.
3 سلیمان په حمات صوبه باندې برید وکړ او هغه ځای یې ونیوه.
4 هغه د تدمور ښار چې په دښته کې ؤ، قوي کړ او په حمات کې یې هغه ټول ښارونه هم ودان کړل چې د ذخیرو د ساتلو مرکزونه وو.
5 سلیمان دا لاندېني ښارونه هم بېرته ودان کړل: پورتنی او ښکتنی بیت حورون (هغه دواړه قوي ښارونه وو چې داسې دروازې یې درلودلې چې اړمونه یې درلودل.)
6 سلیمان بعلت او هغه ښارونه ودان کړل چې هغه ذخیرې په کې ساتلې او هغه ښارونه یې هم ودان کړل چې د هغه د اسونو او جنګي ګاډیو دپاره وو. همدارنګه هغه هرڅه چې غوښتل په اورشلیم، لبنان او په هغې ټولې سیمې کې چې هغه ورباندې پاچاهي کوله، ودان کړل.
7 ‏-
8 سلیمان د بېګار دپاره د کنعان د خلکو ټوله اولاده مزدوران ونیول، یعنې هغه خلک چې د اسراییلو قوم د هغوی د هېواد د نیولو په وخت کې له منځه یو نه وړل. په دې کې حیتیان، اموریان، فرزیان، حویان او یبوسیان شامل وو چې د هغوی اولاده تر اوسه پورې غلامان دي.
9 خو سلیمان د اسراییلیانو څخه یو هم د بېګار دپاره ونه نیوه، بلکې هغوی د هغه عسکر، قوماندانان او د هغه د جنګي ګاډیو قوماندانان او ګاډي وانان وو.
10 همدارنګه هغوی د سلیمان پاچا د ودانۍ د جوړولو لوړ رتبه مامورین وو. دوه سوه او پنځوسو کسانو به د هغو خلکو څارنه کوله چې کار به یې کاوه.
11 سلیمان خپله ښځه چې د فرعون لور وه، د داود د ښار څخه خپلې نوې ماڼۍ ته چې د هغې دپاره یې جوړه کړې وه، بوتله. ځکه هغه وویل: «زما ښځه نه شي کولای د داود، یعنې د اسراییلو د پاچا په ماڼۍ کې ژوند وکړي، ځکه په هرځای کې چې د لوظ صندوق ایښودل شوی وي، هغه ځای سپېڅلی دی.»
12 سلیمان د قربانۍ په هغه ځای کې چې هغه د خدای د کور برنډې ته مخامخ جوړ کړی ؤ، څښتن ته سوځېدونکې نذرانې قرباني کړې.
13 هغه د موسی شرطونه پوره کړل چې د سبت په ورځ، د نوې میاشتې په اختر او په درېو اخترونو کې چې هر کال راځي یعنې د فطیرې ډوډۍ اختر، د لو اختر او د جونګړو په اختر کې څښتن ته سوځېدونکې نذرانې وړاندې کېدلې.
14 بیا سلیمان د خدای په کور کې کاهنانو او لاویانو ته خپلې وظیفې وروسپارلې او هغه اصول یې سرته ورسول چې خپل پلار یعنې داود ورکړي وو. لاویانو د ستاینې او د عبادت مشري په غاړه اخیستې وه او د کاهنانو سره به یې د هغوی په وظیفو کې مرسته کوله. هغه د هرې دروازې دپاره ډله ییز ساتونکي هم وټاکل، ځکه چې دا د خدای د خدمتګار داود حکم ؤ.
15 کاهنانو او لاویانو هغه لارښوونې چې داود پاچا هغوی ته د خزانو او نورو موضوعګانو په اړه ورکړې وې، په غور او تفصیل سره تر سره کړې.
16 په دې ډول د سلیمان ټول کارونه پوره شول. د څښتن د کور د بنیاد ایښودلو څخه نیولې د هغه د پوره کېدو پورې ټول کارونه په بریالیتوب سره سرته ورسېدل.
17 وروسته سلیمان عصیون جابر او د ایلت ښارګوټو ته لاړ چې د ادوم د دریاب په غاړه پراته وو.
18 حیرام د خپلو سړیو د امر لاندې او د تجربه لرونکو کشتیوانانو سره هغه ته کشتۍ ګانې ورولېږلې. هغوی د سلېمان د کسانو سره په کشتۍ ګانو کې اوفیر ته سفر وکړ او د پنځلسو ټنو څخه زیات سره زر یې راوړل او هغه یې سلیمان پاچا ته وسپارل.