تاريخ دويم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 31

وروسته له دې چې اختر پای ته ورسېده، د اسراییلو ټول خلک د یهودا هر ښار ته لاړل او د تیږو ستنې یې ماتې کړې، د اشیره بتان یې راوغورځول او د قربانۍ ځایونه او سیمه ییز عبادتځایونه یې وران کړل. هغوی د یهودا په پاتې سیمه کې او د بنیامین، افرایم او منسي په سیمو کې هم همداسې وکړل. بیا هغوی ټول خپلو کورونو ته ستانه شول.
2 حزقیا پاچا د کاهنانو او د لاویانو ډلې بېرته جوړې کړې او په دې ډلو کې هر یو تن ځانګړې وظیفې درلودلې. په دغو وظیفو کې د سوځېدونکو نذرانو او د سولې نذرانو وړاندې کول، د خدای په کور کې په عبادت کې برخه اخیستل، شکرګزاري کول او د کور په دروازو کې ستاینه کول شامل وو.
3 حزقیا پاچا د خپلو رمو او پادو څخه هر سهار او ماښام د سوځېدونکو نذرانو دپاره حیوانات تیارول او همدارنګه د سبت په ورځ، د نوې میاشتې په اختر کې او په هغو نورو اخترونو کې چې د څښتن د شریعت غوښتنه وه، حیوانات برابرول.
4 برسېره پر دې، پاچا د اورشلیم خلکو ته وویل هغه نذرانې راوړي چې کاهنانو او لاویانو یې د اخیستلو حق درلود، ترڅو هغوی وکولای شي چې د څښتن د شریعت د شرطونو د عملي کولو دپاره خپل ټول وخت وقف کړي.
5 څنګه چې حکم ورکړل شو، د اسراییلو قوم د سخاوت له مخې د خپلو لومړنیو ښو غلو دانو، شرابو، د زیتونو تېلو، شاتو او د نورو حاصلاتو څخه سوغاتونه راوړل او هغوی د خپل هر شي عشر هم راوړ.
6 د یهودا او د اسراییلو خلکو چې د یهودا په ښارونو کې اوسېدل، د خپلو پادو او رمو عشر راوړ او د هغو سوغاتونو عشر یې هم راوړ چې خپل څښتن خدای ته یې وقف کړي وو. هغه سوغاتونه یې په انبارونو کې کېښودل.
7 په درېمه میاشت د سوغاتونو رارسېدل پیل او په راتلونکو څلورو میاشتو کې سره انبار شول.
8 کله چې حزقیا پاچا او د هغه درباریانو ولیدل چې دومره سوغاتونه ورکړل شوي دي، هغوی د څښتن او د هغه د قوم یعنې د اسراییلو ستاینه وکړه.
9 پاچا د کاهنانو او د لاویانو څخه د دغو سوغاتونو په هکله پوښتنه وکړه
10 او عزریا چې مشر کاهن او د صادوق د اولادې څخه ؤ، پاچا ته وویل: «د هغه وخت راهیسې چې خلکو د خدای کور ته د خپلو نذرانو راوړل پیل کړل، مونږ په پوره اندازه وخوړل، خو اوس هم ډېر شیان پاتې دي. دا له دې امله چې څښتن خپلو خلکو ته برکت ورکړی دی.»
11 هغوی د پاچا په حکم د خدای په کور کې ګودامونه تیار کړل
12 او په هغو کې یې ټولې اعانې، عشر او وقف شوي شیان کېښودل. هغوی په دې کار کې صادق وو. هغوی یو لاوي چې کوننیا نومېده د هغو مسوول وټاکه او د هغه ورور یعنې شمعي یې د هغه مرستیال وټاکه.
13 لسو تنو لاویانو ته د هغوی تر لاس لاندې کار وسپارل شو چې دا یې نومونه دي: یحییل، عززیا، نحت، عساهیل، یریموت، یوزاباد، ایلییل، یسمخیا، محت او بنایاه. دا ټول کارونه د حزقیا پاچا او د مشر کاهن یعنې د عزریا تر واک لاندې وشول.
14 د یمنه زوی قوری یو لاوي ؤ چې د خدای د کور د ختیځې دروازې د ساتونکو مشر ؤ. هغه د هغو سوغاتونو او ډېرو سپېڅلو نذرانو د اخیستلو او وېشلو مسوول ؤ چې څښتن ته وړاندې کېدل.
15 د یهودا په نورو ښارونو کې چې کاهنان په کې اوسېدل، د هغه سره په دې کار کې د نورو لاویانو له خوا په وفادارۍ سره مرسته کوله چې نومونه یې دا دي: عدن، منیامین، یشوع، شمعیه، امریا او شکنیا. هغوی خپلو لاویانو ملګرو ته، زړو او ځوانانو ته یوشان د هغوی د ډلو له مخې خواړه وېشل.
16 دا وېش د طایفو له مخې نه وو، بلکې هغوی ټولو هغو نارینو ته یوه یوه برخه ورکوله چې عمرونه یې درې کاله یا د هغې څخه زیات وو یعنې هغو لاویانو ته چې د خپلو ډلو سره سم یې د خدای په کور کې ورځني مسوولیتونه په غاړه درلودل.
17 کاهنانو ته طایفه په طایفه خپلې وظیفې وسپارل شوې او هغو لاویانو ته چې عمرونه یې شل کاله یا زیات وو، هغوی ته ډله په ډله وظیفې وسپارل شوې.
18 په نسب نامو کې د هغوی د کوچنيو ماشومانو او د هغوی د ښځو، زامنو او لورګانو نومونه یعنې ټوله ټولنه شامله وه، ځکه چې هغوی هم د خپلو ځانونو په پاک ساتلو کې وفادار وو او د څښتن د خدمت دپاره د منلو وړ وو.
19 د هغو کاهنانو په منځ کې چې په هغو ښارونو کې اوسېدل چې د هارون اولادې ته ورکړل شوي وو یا په هغو څړځایونو کې چې په دغو ښارونو پورې تړلي وو، داسې مسوول کسان وو چې د کاهنانو په کورنیو کې یې ټولو نارینوو ته او هغو ټولو خلکو ته خواړه وېشل چې د لاویانو په نسب نامو کې یې نومونه لیکلي وو.
20 حزقیا پاچا په ټوله یهودا کې ښه او نېک او داسې د وفادارۍ کارونه کول چې د هغه څښتن خدای ورباندې خوشحالېده.
21 هرڅه چې هغه د خدای د کور دپاره یا د شریعت د حکمونو د عملي کولو دپاره وکړل، هغه خپل خدای ته رجوع کوله او دا کارونه یې د زړه له کومي وکړل. نو ځکه په دې ټولو کارونو کې بریالی ؤ.