تاريخ دويم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 2

سلیمان پرېکړه وکړه چې د څښتن په نوم د عبادت دپاره یو کور او د خپل ځان دپاره یوه ماڼۍ جوړه کړي.
2 هغه اویا زره تنه د ودانۍ د موادو د وړلو په کار او اتیا زره تنه یې د غونډیو څخه د تیږو د پرېکولو په کار بوخت کړل. هغه درې زره شپږ سوه سړي د دې دپاره غوره کړل چې د دغو کارګرانو د کار څارنه وکړي.
3 سلیمان د صور پاچا حیرام ته دا لاندې پیغام ورولېږه: «پخوا کله چې زما پلار داود خپله ماڼۍ ودانوله، تاسو ورته د سبر د ونې لرګي رسول. اوس یې ماته هم راولېږئ.
4 ګورئ، زه د خپل څښتن خدای په نوم یو کور ودانوم. زه یې وقفوم چې هلته خوشبویي وسوځیږي او تل سپېڅلې ډوډۍ هغه ته وړاندې شي. سوځېدونکې نذرانې به هر سهار او ماښام، د هر سبت په ورځ، د نوې میاشتې په اخترونو او د نورو سپېڅلو ورځو په لړ کې زمونږ څښتن خدای ته د هغه د عزت دپاره وړاندې شي. دا کارونه به تل کیږي لکه څنګه چې څښتن اسراییلو ته امر کړی دی.
5 هغه کور چې زه یې ودانوم هغه به ډېر لوی وي، ځکه چې زمونږ خدای د نورو ټولو خدایانو څخه لوی دی.
6 خو څوک کولای شي چې خدای ته یو کور جوړ کړي؟ حتی دا اوچت او لوی اسمانونه هم د هغه د اوسېدلو دپاره کوچني دي! زه چې څه کولای شم هغه دا دي چې یو ځای جوړ کړم چې هغه ته په کې قربانۍ وسوځول شي.
7 اوس ماته یو داسې سړی راولېږه چې په نقش ویستلو کې او همدارنګه د سرو او سپینو زرو، د برنجو او د اوسپنې په کار او د بانجاني، سرو او اسماني رنګو ټوکرو په اوبدلو کې ماهر وي. هغه به د یهودا او اورشلیم د هغو کسبګرو سره یوځای کار کوي چې زما پلار داود غوره کړي وو.
8 تاسو ماته یو څه د سبر، سروې او د نښتر د ونو لرګي راولېږئ. زه پوهېږم چې تاسو داسې کارګران لرئ چې د لبنان د لرګیو په پرې کولو کې ماهر دي. زما کارګران به هلته ستاسو د کسانو سره مرسته کوي،
9 ځکه چې د یو داسې لوی، پرتمین او د جلال نه ډک کور د ودانولو دپاره به زه ډېرو لرګیو ته اړتیا ولرم.
10 زه به ستا د لرګیو پرې کوونکو ته دوه زره ټنه غنم ورکړم، په همدې اندازه اوربشې به هم ورکړم، څلور لکه لیتره شراب او په همدې اندازه د زیتونو تېل به ورکړم.»
11 حیرام پاچا سلیمان ته په ځواب کې یو لیک ورولېږه. هغه داسې ولیکل: «له دې امله چې څښتن د خپل قوم سره مینه کوي، تاسو یې د هغوی د پاچا په توګه غوره کړي یئ.
12 ثنا او صفت دې وي د اسراییلو څښتن خدای ته چې د ځمکې او د اسمان خالق دی! هغه داود پاچا ته یو داسې زوی ورکړی دی چې د حکمت خاوند دی او د علم او د پوهې څخه ډک دی او اوس دا پلان لري چې د څښتن دپاره کور او د خپل ځان دپاره ماڼۍ جوړه کړي.
13 دا دی زه تاسو ته حورام آبي درلېږم. هغه یو ماهر او تجربه لرونکی کسبګر دی.
14 د هغه مور د دان د قبیلې څخه ده او پلار یې د صور څخه دی. هغه په دې پوهیږي چې څنګه د سرو او سپینو زرو، برنجو، اوسپنو، تیږو او لرګیو څخه شیان جوړ کړي. هغه د بانجاني او اسماني او د سرو ټوکرو او کتان سره کار کولای شي. هغه د هر ډول نقش کار کولای شي او د هر ډول نقشونو وړاندیز چې ورته وشي هغه یې جوړولی شي. پرېږدئ چې هغه ستاسو د ماهرو کارګرانو او د هغو کارګرانو سره کار وکړي چې ستاسو د پلار یعنې داود پاچا دپاره یې کار کاوه.
15 نو مونږ ته هغه غنم، اوربشې، د زیتونو تېل او شراب راولېږئ چې تاسو یې وعده کړې وه.
16 مونږ به د لبنان په غرونو کې ستاسو د اړتیا وړ ونې ووهو، هغه به د یو بل سره وتړو او په دریاب کې به یې لاهو کړو چې تر یافا پورې ورسیږي. د هغه ځای نه یې تاسو کولای شئ چې اورشلیم ته یوسئ.»
17 سلیمان ټول هغه پردي خلک وشمېرل چې په اسراییلو کې اوسېدل لکه څنګه چې د هغه پلار داود شمېرلي وو او د هغوی ټول شمېر یو لک او دري پنځوس زره او شپږ سوه تنه وو.
18 هغه اویا زره تنه د ودانۍ د موادو د وړلو په کار او اتیا زره تنه یې د غونډیو څخه د تیږو د پرېکولو په کار بوخت کړل. هغه درې زره او شپږ سوه تنه نور د دې دپاره غوره کړل چې د کارګرانو د کار څارنه او په خلکو باندې کار وکړي.