تاريخ دويم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 4

سلیمان د برنجو څخه د قربانۍ ځای جوړ کړ چې اندازه یې نهه متره مربع او لوړوالی یې څلورنیم متره ؤ.
2 هغه د برنجو څخه یوه ګرده ټانکۍ هم جوړه کړه چې ژوروالی یې دوه متره او شل سانتي، قطر یې څلورنیم متره او ګردچاپېر یې دیارلس نیم متره ؤ.
3 د ټانکۍ د غاړې ګردچاپېره په دوو قطارونو کې لاندې او باندې ښکلي کړای شوې وه. دا ښکلا د غویانو په شکل وه او د ټانکۍ د نورو برخو سره یوځای قالب شوي وو.
4 ټانکۍ د دولسو برنجي غویانو په شا باندې ولاړه وه چې درې یې شمال ته، درې یې جنوب ته، درې یې ختیځ ته او درې یې لوېدیځ ته مخامخ وو. ټانکۍ د هغو دپاسه وه او د هغو سرونه بیرون خواته وو.
5 د هغه پنډوالی پنځه اویا ملي متره ؤ او څنډه یې د جام د څنډې په شان وه، لکه د سوسن د غوړېدلي ګل په شان. په دې ټانکۍ کې د شپېته زرو لیترو نه زیاتې اوبه ځایېدلې.
6 هغه لس تشتونه هم جوړ کړل چې پنځه دانې یې د کور جنوب خواته کېښودل شي او پنځه شمال خواته. د هغو څخه به د داسې حیواناتو د بدن د برخو په کنګالولو کې کار اخیستل کېده چې د سوځېدونکو نذرانو دپاره وو. په ټانکۍ کې اوبه د کاهنانو دپاره وې چې د ځان د وینځلو دپاره ورڅخه کار واخلي.
7 د پلان سره سم لس د سرو زرو څراغدانونه هم جوړ شول. سلیمان دا څراغدانونه د خدای د کور په منځ کې کېښودل. هغه د اصلي سالون دواړو خواوو ته پنځه، پنځه دانې څراغدانونه کېښودل.
8 هغه لس مېزونه هم جوړ کړل او په اصلي سالون کې یې کېښودل، یعنې دواړو خواوو ته یې پنځه، پنځه مېزونه کېښودل. بیا هغه د سرو زرو څخه سل دانې د وینې د شیندلو کاسې هم جوړې کړې.
9 سلیمان د دوه حوېلیو د جوړولو حکم ورکړ: یوه کوچنۍ حوېلۍ چې یوازې کاهنان ورڅخه کار واخلي او یوه لویه حوېلۍ. د دې حوېلیو دروازې په برنجو پوښل شوې وې.
10 ټانکۍ د کور جنوب ختیځ کنج ته نژدې ځای په ځای کړای شوه.
11 حورام همدارنګه تشتونه، بېلچې او د وینو د شیندلو کاسې جوړې کړې.نو حورام هغه کارونه پای ته ورسول چې د سلیمان پاچا دپاره یې د خدای د کور په خاطر په خپله غاړه اخیستي وو:
12 دوه ستنېد ستنو په سر باندې د کاسو په شان دوه تاجونهد جالیو دوه سېټونه، د ستنو په سر باندې د کاسو په شان دوه تاجونه د سینګارولو دپاره
13 د دوو سېټونو جالیو دپاره څلور سوه برنجي انار. (د هرې جالۍ دپاره د برنجي انارو دوه قطارونه چې د ستنو په سر باندې د کاسو په شان تاجونه د ښکلا دپاره وو.)
14 هغه ګاډۍ د هغو د تشتونو سره هم جوړې کړې
15 ټانکۍ او د هغې لاندې دولس برنجي غویان
16 د سرو ایرو دپاره لوښي او همدارنګه بېلچې او د غوښې قاشق پنجېد څښتن د کور ټول سامان چې حورام د سلیمان پاچا دپاره جوړ کړی ؤ، د صیقل شویو برنجو څخه ؤ.
17 دا شیان پاچا د اردن په دره کې د سوکوت او صریده ترمنځ د خاورې په قالبونو کې جوړ کړي وو.
18 دومره ډېر شیان جوړ شول چې هېچا د هغو برنجو ټول وزن معلوم نه کړ چې ورڅخه کار اخیستل کېده.
19 همدارنګه سلیمان د خدای د کور دپاره ټول سامان جوړ کړ: د قربانۍ ځای د سرو زرو څخه او مېزونه چې هغه سپېڅلې ډوډۍ به ورباندې ایښودل کېدله چې خدای ته به نذرانه کېدله.
20 د سوچه سرو زرو څراغدانونه او څراغونه چې د پلان سره سم به د ډېر سپېڅلي ځای په مخکې بلېدل؛
21 د ګلانو نقشونه، څراغونه او انبورونه - ټول د سوچه سرو زرو؛
22 د سوچه سرو زرو د پلتې پاکوونکي، د وینو د شیندلو کاسې، د خوشبویۍ پشقابونه او د اور لوښي. د خدای د کور ډېر سپېڅلي ځای او د اصلي سالون دروازې هم د سرو زرو څخه تیارې شوې.