تاريخ دويم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 22

ځینو عربانو د یرغلګرو مشري وکړه او حمله یې وکړه او پرته له اخزیا چې کشر ؤ د یهورام ټول زامن یې ووژل. نو بیا د اورشلیم خلکو اخزیا د هغه د پلار څخه وروسته پاچا کړ.
2 ‏-
3 اخزیا د دوه ویشت کالو په عمر ؤ چې پاچا شو او یو کال یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. اخزیا هم د اخاب د کورنۍ په لاره روان شو، ځکه چې د هغه مور عتلیا چې د اسراییلو د پاچا عمري لمسۍ وه، هغه ته داسې مشورې ورکولې او هغه یې بدو کارونو ته هڅاوه.
4 هغه داسې کارونه وکړل چې د څښتن په نظر کې بد وو، ځکه چې د هغه د پلار د مړینې څخه وروسته د اخاب پاچا د کورنۍ نور غړي د هغه مشاوران شول او د هغه د رانسکورېدلو سبب شول.
5 اخزیا د هغوی مشوره ومنله او د اسراییلو د پاچا یورام سره لاړ چې د جلعاد په راموت کې په حزاییل پاچا او د سوریې په لښکرو باندې حمله وکړي. په دې جګړه کې د سوریې عسکرو یورام ټپي کړ،
6 نو هغه د یزرعیل ښار ته راستون شو چې زخمونه یې روغ شي. اخزیا د هغه د لیدلو دپاره هلته ورغی.
7 خدای دا لیدنه کتنه د اخزیا د نسکورېدو سبب وګرځوله. کله چې اخزیا ورسېده، هغه د یورام سره د ییهو د نمشي زوی د لیدلو دپاره ووت. (ییهو هماغه سړی ؤ چې څښتن د اخاب د شاهي کورنۍ له منځه وړلو دپاره غوره کړی ؤ.)
8 څنګه چې ییهو د خدای پرېکړه د اخاب په شاهي کورنۍ باندې عملي کوله، هغه د یوې ډلې سره مخامخ شو چې د یهودا مشران او د اخزیا ورېرونه په کې وو چې د اخزیا سره د هغه د خدمت دپاره تللي وو. ییهو هغه ټول ووژل.
9 وروسته بیا اخزیا ولټول شو او په سامره کې وموندل شو چېرته چې هغه پټ ؤ. هغه یې ییهو ته وروست او هغوی اخزیا وواژه. خو هغه یې د هغه د نیکه یعنې د یهوشافاط د درنښت په خاطر چې د زړه له کومي یې د څښتن خدمت کړی ؤ، ښخ کړ. په دې ډول د اخزیا د کورنۍ هېڅ غړی پاتې نه شو چې د یهودا پاچا شي.
10 څنګه چې عتلیا واورېدل چې د هغې زوی اخزیا پاچا وژل شوی دی، نو هغې پرېکړه وکړه چې د یهودا د شاهي کورنۍ ټول غړي دې ووژل شي.
11 اخزیا یوه ناسکه خور درلودله چې یهوشبع نومېدله، هغه د یهویاداع نومې یو کاهن ښځه وه. هغې په پټه د اخزیا یو زوی چې یوآش نومېده وژغوره. هغه یې په غلا د نورو شاهزادګانو له منځه چې قتل کېدلو ته نژدې وو، یووړ او د هغه د دایې سره یې د خدای د کور د خوب په یوه کوټه کې پټ کړ. په دې ډول د هغه د قتل څخه چې د عتلیا په لاس کېدونکی ؤ، مخنیوی وشو.
12 یوآش د هغوی سره د خدای په کور کې د شپږو کالو دپاره چې ملکې عتلیا په یهودا کې پاچاهي کوله، پټ پاتې شو.