تاريخ دويم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36


څپرکی 32

له دې ښو او نېکو کارونو څخه وروسته چې حزقیا پاچا په وفادارۍ سره سرته ورسول، د آشور پاچا سنخاریب په یهودا باندې حمله وکړه. هغه هغه قوي شوي ښارونه کلابند کړل او غوښتل یې چې دا ښارونه ونیسي.
2 کله چې حزقیا ولیدل چې سنخاریب په اورشلیم باندې هم د حملې کولو نیت لري،
3 ‏-
4 هغه او د هغه درباریانو پرېکړه وکړه چې هغه اوبه بندې کړي چې د ښار څخه دباندې روانې وې، د دې دپاره چې آشوریان اورشلیم ته ورنژدې شي، نو اوبه به ونه لري. درباریانو یو زیات شمېر خلک وویستل او ټولې چینې یې بندې کړې، ترڅو د ښار په ویالو کې نورې اوبه روانې نه شي.
5 حزقیا زیار وویست او د ښار دېوال یې چې خراب شوی ؤ جوړ کړ او په هغه باندې یې د څارنې برجونه ودرول او د هغه دېوال دباندې یې بل دېوال جوړ کړ. برسېره پر دې یې هغه ځمکه هم قوي کړه چې د داود د ښار په ختیځه خوا کې راډکه شوې وه او هغه پرېمانه نېزې او سپرونه هم جوړ کړل.
6 هغه په ښار کې په عسکرو باندې منصبداران مقرر کړل او د ښار د دروازې سره په یو پراخه ځای کې یې هغوی راغونډ کړل. هغوی ته یې یوه هڅوونکې وینا وکړه او ویې ویل:
7 «قوي او زړور اوسئ او د آشوریانو د پاچا یا د هغه له لښکر څخه چې هغه یې مشري کوي مه وېرېږئ او مه بې زړه کېږئ. ځکه چې زمونږ سره یو څوک شته چې د هغه نه ډېر زورور دی.
8 هغه د انسان څخه مرسته اخلي، خو مونږ د خپل څښتن خدایه مرسته اخلو او هغه زمونږ په خاطر جګړه کوي.» خلک د خپل پاچا په دغو خبرو وهڅیدل.
9 یو څه موده وروسته چې سنخاریب او د هغه لښکر لا لاکیش کلابنداوه، هغه حزقیا او د یهودا هغو خلکو ته چې د هغه سره په اورشلیم کې وو، استازي د دې پیغام سره ولېږل:
10 «زه سنخاریب د آشور پاچا غواړم پوه شم چې تاسو په څه شي باندې ډاډه یئ چې په اورشلیم کې په دې کلابندۍ کې ژوندي پاتې کېږئ.
11 حزقیا تاسو ته وایي چې زمونږ څښتن خدای به مونږ د آشور د پاچا له لاسه وژغوري، خو حزقیا تاسو غولوي او هغه به تاسو پرېږدي چې د قحطۍ او تندې څخه مړه شئ.
12 دا هغه سړی دی چې د څښتن د عبادت او د قربانۍ ځایونه یې له منځه یووړل او بیا یې د یهودا او د اورشلیم خلکو ته وویل چې یوازې د قربانۍ د یو ځای په مخکې عبادت کوئ او په همدې ځای کې قربانۍ سوځوئ.
13 ایا تاسو نه پوهېږئ چې ما او زما نیکونو د نورو ټولو قومونو د خلکو سره څه ډول چلند کړی دی؟ ایا د کوم بل قوم خدایانو خپل قوم د آشور د پاچا څخه ژغورلی دی؟
14 هېڅ یو د هغو قومونو خدایانو چې زمونږ نیکونو هغوی له منځه وړي دي، ونه شو کړای چې خپل خلک وژغوري. بیا تاسو ولې فکر کوئ چې ستاسو خدای تاسو ژغورلی شي؟
15 نو اوس حزقیا مه پرېږدئ چې تاسو په دې ډول وغولوي یا مو په غلطه لاره روان کړي. د هغه په خبره باور مه کوئ! ځکه د کوم بل قوم یا پاچاهۍ خدای هېڅکله نه شو کولای چې خپل قوم د اشور د پاچاهانو څخه وژغوري. نو په دې کې شک نشته چې ستاسو خدای هم تاسو نه شي ژغورلی!»
16 آشوري مامورانو د څښتن خدای او د هغه د خدمتګار حزقیا په هکله نورې بدې خبرې هم وکړې.
17 هغه لیکونه چې د آشور پاچا لیکلي وو، په هغو کې د اسراییلو د څښتن خدای سپکاوی شوی ؤ. په هغو کې ویل شوي دي: «د قومونو خدایانو زما څخه خپل قومونه نه دي ژغورلي او نه به د حزقیا خدای خپل قوم زما څخه وژغوري.»
18 مامورانو دا خبرې په عبراني ژبه کې په لوړ اواز وکړې، ترڅو هغه خلک چې په دېوال باندې ولاړ وو، ووېروي او ښار ونیسي.
19 هغوی د اورشلیم د خدای په هکله په هماغه ډول خبرې وکړې لکه څنګه چې یې د نورو قومونو د خدایانو په هکله کړې وې چې انسانانو په خپلو لاسونو جوړ کړي وو.
20 بیا حزقیا پاچا او د آموص زوی اشعیا نبي خدای ته دعا وکړه او د اسمان خواته یې د مرستې دپاره زارۍ او فریادونه وکړل.
21 نو څښتن یوه فرښته راولېږله او هغې د آشور د لښکر عسکر او منصبداران ووژل. نو پاچا رسوا شو او بېرته خپل هېواد ته لاړ. یوه ورځ په داسې وخت کې چې هغه د خپل خدای عبادتځای ته ننوت، د هغه ځینو زامنو هغه په خپلو تورو وواژه.
22 په دې ډول، څښتن حزقیا پاچا او د اورشلیم خلک د آشور پاچا یعنې د سنخاریب او د نورو دښمنانو له لاسه وژغورل. هغوی ته یې له هرې خوا سوله او ارامي ور په برخه کړه.
23 ډېر خلک اورشلیم ته راغلل او څښتن ته یې نذرانې او حزقیا ته یې سوغاتونه راوړل، نو له هغې وروسته ټولو قومونو د حزقیا عزت کاوه.
24 په هغو ورځو کې حزقیا پاچا ناروغ شو او مرګ ته نژدې شو. هغه د خپلې شفا دپاره دعا وکړه او څښتن ورته داسې نښه ورکړه چې هغه به روغ شي.
25 خو حزقیا دومره مغرور ؤ چې د څښتن څخه یې د هغه احسان په خاطر چې د هغه دپاره یې کړی ؤ، شکرګزاري هم ونه کړه. له دې امله د څښتن قهر په هغه، یهودا او اورشلیم باندې نازل شو.
26 په اخر کې بیاهم حزقیا او د اورشلیم خلکو خپل ځانونه عاجز کړل. نو ترڅو پورې چې حزقیا ژوندی ؤ، څښتن هغو خلکو ته سزا ورنه کړه.
27 حزقیا پاچا ډېر شتمن شو او هرچا د هغه عزت کاوه. هغه د خپلو سرو او سپینو زرو، قیمتي تیږو، مسالو، سپرونو او د نورو قیمتي شیانو دپاره ګودامونه جوړ کړل.
28 برسېره پر دې هغه د غلو دانو، شرابو او د زیتونو د تېلو دپاره ګودامونه، د خپلو پادو دپاره یې غوجلې او د خپلو پسونو دپاره یې هم شپولونه جوړ کړل.
29 له دې ټولو سره سره خدای هغه ته ډېر پسونه او پادې ورکولې او دومره نوره شتمني یې ورکړه چې ډېر ښارونه یې ودان کړل.
30 دا حزقیا ؤ چې یو سوری یې جوړ کړ چې د جیحون د پورتنۍ چینې څخه په کې د داود د ښار لوېدیځ خواته اوبه روانې شوې. هغه چې هر کار کاوه نو په هغه کې به بریالی کېده.
31 نو کله چې د څپرکیل استازي راغلل چې د هغې معجزې په هکله پوښتنه وکړي چې په هېواد کې وشوه، خدای حزقیا په خپل حال پرېښود، د دې دپاره چې هغه وازمایي.
32 د حزقیا د پاچاهۍ نورې پېښې او د هغه وفاداري څښتن ته، دا ټولې د آموص زوی اشعیا نبي د خپلې رویا په کتاب کې او د یهودا او د اسراییلو د پاچاهانو په تاریخ کې لیکل شوې دي.
33 حزقیا مړ شو او د شاهي هدیرې په پاسنۍ برخه کې ښخ شو. د یهودا او د اورشلیم ټولو خلکو د هغه د مرګ په وخت د هغه ډېر عزت وکړ. د هغه زوی منسي د هغه په ځای پاچا شو.