پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 11

په هغه وخت کې د ټولې دنیا خلکو یوه ژبه درلودله او یو قسم خبرې به یې کولې.
2 خو وروسته هغوی د مشرق خواته کډه وکړه او د شنعار په ځمکه کې یې یوه میداني پیدا کړه او هلته اوسېدل.
3 هغوی یو بل ته وویل: <راځئ چې خښتې جوړې کړو او هغه ښې پخې کړو.> هغوی د تیږو په ځای خښتې او د مسالې په ځای قیر استعمال کړ.
4 هغوی وویل: <راځئ چې د خپل ځان دپاره یو ښار ودان کړو او په هغه کې یو لوړ برج جوړ کړو چې سر یې اسمان ته ورسیږي، ترڅو د خپل ځان دپاره یو نوم وګټو، داسې نه شي چې په ټوله دنیا کې خپاره شو.>
5 مګر کله چې څښتن راښکته شو چې هغه ښار او برج چې خلکو جوړ کړی ؤ وګوري،
6 هغه وفرمایل: <اوس هغوی یو قوم دی او په یوه ژبه خبرې کوي. دا یوازې د کار شروع ده. هغوی به ډېر ژر د دې توان پیدا کړي چې هرڅه وغواړي هغه به سرته ورسوي.
7 راځئ چې کوز شو او د هغوی ژبه سره ګډه وډه کړو ترڅو دوی یو د بل په خبرو باندې پوه نه شي.>
8 نو څښتن هغوی په ټوله دنیا کې خپاره کړل او هغوی مجبور شول چې د ښار د جوړولو څخه لاس واخلي.
9 په دې سبب هغه ځای د څپرکیل په نوم یاد شو ځکه چې څښتن هلته د هغوی ژبه ګډه وډه کړه او هغوی یې په ټوله دنیا کې خپاره کړل.
10 دا د سام اولاده ده: د سیلاب څخه دوه کاله وروسته هغه وخت چې سام د سلو کالو په عمر ؤ د هغه زوی آرفکشاد پیدا شو.
11 د آرفکشاد د پیدا کېدو څخه وروسته سام پنځه سوه کاله نور هم ژوند وکړ او نور اولادونه یې پیدا شول.
12 آرفکشاد د پنځه دېرشو کالو په عمر ؤ چې د هغه زوی شالح پیدا شو.
13 د شالح د پیدا کېدو څخه وروسته آرفکشاد څلورسوه درې کاله نور ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.
14 هغه وخت چې شالح د دېرشو کالو په عمر ؤ د هغه زوی عابر پیدا شو.
15 پس له هغې، شالح څلورسوه درې کاله نور هم ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.
16 عابر د څلوردېرشو کالو په عمر ؤ چې د هغه زوی فالج پیدا شو.
17 کله چې فالج پیدا شو، عابر څلورسوه دېرش کاله نور هم ژوند وکړ او زامن او لورګانې یې پیدا شوې.
18 فالج د دېرشو کالو په عمر ؤ چې د هغه زوی رعو پیدا شو.
19 د رعو د پیدا کېدلو څخه وروسته فالج دوه سوه نهه کاله نور هم ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.
20 رعو د دوه دېرشو کالو په عمر ؤ چې د هغه زوی سروج پیدا شو.
21 د سروج د پیدا کېدلو څخه وروسته رعو دوه سوه اووه کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.
22 سروج د دېرشو کالو په عمر ؤ چې د هغه زوی ناحور پیدا شو.
23 د ناحور د پیدا کېدلو څخه وروسته سروج دوه سوه کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.
24 ناحور د نهه ویشتو کالو په عمر ؤ چې د هغه زوی تارح پیدا شو.
25 د تارح د پیدا کېدلو څخه وروسته ناحور یوسلو نولس کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې.
26 وروسته له دې چې تارح د اویا کالو په عمر شو، د هغه زامن حضرت ابرام، ناحور او هاران پیدا شول.
27 دا د تارح اولاده ده چې د هغه څخه حضرت ابرام، ناحور او هاران پیدا شول. هاران د حضرت لوط پلار ؤ.
28 د هاران پلار لا ژوندی ؤ چې هغه خپل د زېږېدو په ځای یعنې اور کلدانیانو کې مړ شو.
29 حضرت ابرام د سارای سره واده وکړ او ناحور د ملکې سره چې د هاران لور وه واده وکړ. هاران د یسکا پلار هم ؤ.
30 سارای شنډه وه او ماشومان یې نه درلودل.
31 تارح خپل زوی حضرت ابرام، خپل لمسی حضرت لوط چې د هاران زوی ؤ او د هغه نږور یعنې د حضرت ابرام ښځه سارای د ځان سره واخیستل او د اور کلدانیانو څخه ووتل چې د کنعان خاورې ته لاړ شي. خو کله چې هغوی حران ته راغلل هلته پاتې شول.
32 تارح د دوه سوه پنځو کالو په عمر په حران کې مړ شو.