پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 21

لکه څنګه چې څښتن فرمایلي وو، هغه په ساره باندې مهربانه شو. څښتن هغه وعده سرته ورسوله چې د ساره سره یې کړې وه.
2 ساره امیدواره شوه او زوی یې پیدا شو. په هغه وخت کې حضرت ابراهیم زوړ ؤ. دا هلک په هماغه وخت کې پیدا شو چې خدای پاک یې وعده کړې وه.
3 حضرت ابراهیم د خپل زوی نوم اسحاق کېښود
4 او لکه څنګه چې خدای پاک هغه ته حکم کړی ؤ، حضرت اسحاق د اتو ورځو ؤ چې حضرت ابراهیم هغه سنت کړ.
5 حضرت ابراهیم د سلو کالو ؤ چې د هغه زوی حضرت اسحاق پیدا شو.
6 ساره وویل: <خدای پاک ماته خوشالي او خندا راکړې ده او هرڅوک چې دا خبره واوري نو زما سره به وخاندي.>
7 هغې وویل: <هیچا فکر نه کاوه چې زه به د دې لایقه شم چې حضرت ابراهیم ته اولاد وزېږوم. خو سره له دې چې حضرت ابراهیم زوړ دی ما هغه ته زوی وزېږاوه.>
8 هلک لوی شو او هغه یې د تي څخه بېل کړ. په هماغه ورځ چې حضرت اسحاق یې د تي څخه بېل کړ، حضرت ابراهیم ډېره لویه مېلمستیا جوړه کړه.
9 مګر ساره ولیدل چې د مصرۍ هاجرې زوی په حضرت اسحاق باندې ملنډې وهي
10 نو هغې حضرت ابراهیم ته وویل: <دغه وینځه او د هغې زوی وشړه، دا ځکه چې د دې وینځې زوی دې زما د زوی اسحاق سره هیڅکله په میراث کې شریک نه شي.>
11 حضرت ابراهیم په دې خبرې باندې ډېر خفه شو ځکه چې حضرت اسماعیل هم د هغه زوی ؤ.
12 مګر خدای پاک حضرت ابراهیم ته وفرمایل: <د دې هلک او د خپلې وینځې په باره کې مه خفه کېږه، هرڅه چې ساره درته وایي هغه واوره ځکه چې ستا نسل به د اسحاق څخه حساب شي.
13 زه به د وینځې د زوی څخه هم یو قوم جوړ کړم، ځکه چې هغه هم ستا اولاد دی.>
14 حضرت ابراهیم سهار وختي یو څه ډوډۍ او د اوبو ژی واخیستل او هاجرې ته یې ورکړل او د هغې په اوږو یې کېښودل او هغه یې د خپل زوی سره رخصت کړه. هغه لاړله او د بئرشبع په دښته کې سرګردانه ګرځېدله.
15 کله چې د ژي اوبه خلاصې شوې، هغې خپل زوی د یو بوټي لاندې پرېښود
16 او تقریباً د سلو مترو په فاصله د هغه څخه لېرې کښېناستله او د ځان سره یې وویل: <زه دا نه شم زغملی چې د خپل زوی مرګ ووینم.> هغه هلته ناسته وه او سلګۍ یې وهلې.
17 خدای پاک د هلک ژړا واورېده او د خدای پاک فرښتې د اسمان څخه په هاجرې باندې غږ وکړ: <ای هاجرې، ولې خفه یې؟ مه وېرېږه، خدای پاک د هلک ژړا اورېدلې ده.
18 پاڅه او هلک پورته کړه او هغه ته تسلي ورکړه. زه به د هغه د نسل څخه ډېر لوی قوم جوړ کړم.>
19 بیا خدای پاک د هغې سترګې پرانیستلې او هغې کوهی ولید. هغه لاړله او د اوبو ژی یې ډک کړ او په خپل زوی یې وڅښلې.
20 خدای پاک د هلک سره مل ؤ او هغه غټېده. هغه د فاران په دښته کې اوسېده او یو غشي ویشتونکی شو.
21 څه وخت چې هغه هلته اوسېده، مور یې ورته یوه مصرۍ ښځه وکړه.
22 په هغه وخت کې ابي ملک او د هغه د لښکر مشر فیکول حضرت ابراهیم ته وویل: <په هر کار کې چې ته یې کوې خدای پاک درسره مل دی!
23 اوس د خدای پاک په حضور کې زما سره قسم وخوره چې زما سره، زما د اولادونو او زما د نسل سره به ټګي نه کوې. لکه څنګه چې زه تاته وفادار وم نو وعده وکړه چې ته به هم زما سره او د دې هېواد سره چې په کې اوسېږې وفادار اوسې.>
24 حضرت ابراهیم وفرمایل: <زه وعده کوم.>
25 حضرت ابراهیم ابي ملک ته د هغه کوهي په باره کې چې د هغه نوکرانو د ده څخه په زور اخیستی ؤ ګیله وکړه.
26 ابي ملک وویل: <زه نه پوهېږم چې دا کار چا کړی دی. تا ماته په دې هکله څه نه دي ویلي او دا اول ځل دی چې زه دا خبره اورم.>
27 نو حضرت ابراهیم څو پسونه او غوایان ابي ملک ته ورکړل او دواړو یو د بله سره یو تړون وکړ.
28 حضرت ابراهیم د خپلې رمې څخه اووه مېږې بېلې کړې.
29 ابي ملک د حضرت ابراهیم څخه پوښتنه وکړه: <د څه دپاره دې دا اووه مېږې بېلې کړې؟>
30 حضرت ابراهیم ځواب ورکړ: <دا اووه مېږې قبولې کړه. په دې کار سره به ته شاهد یې چې دا کوهی ما کیندلی دی.>
31 په دې سبب هغه ځای د بئرشبع په نوم یاد شو، چې هغو دواړو هلته یو د بل سره یو تړون کړی ؤ.
32 په بئرشبع کې د تړون جوړولو څخه وروسته ابي ملک او د هغه د لښکر مشر فیکول بېرته د فلسطینیانو هېواد ته راستانه شول.
33 حضرت ابراهیم په بئرشبع کې د غز ونه وکرله او هلته یې څښتن یعنې ابدي خدای ته عبادت وکړ.
34 حضرت ابراهیم د فلسطینیانو په هېواد کې د اوږدې مودې دپاره پاتې شو.