پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 17

هغه وخت چې حضرت ابرام د نهه نوي کالو په عمر ؤ، څښتن هغه ته ښکاره شو او ویې فرمایل: <زه مطلق قادر خدای یم. زما منونکی او بې ګناه اوسه.
2 زه به ستا سره یو لوظ وکړم او ډېره اولاده به درکړم.>
3 نو هغه وخت حضرت ابرام پړمخې پرېوت او خدای پاک هغه ته وفرمایل:
4 <ستا سره دا لوظ کوم چې ته به د ډېرو قومونو پلار شې.
5 له دې وروسته به ستا نوم ابرام نه بلکه ابراهیم وي، ځکه چې ته مې د ډېرو قومونو پلار کړی یې.
6 زه به ستا نسل زیات کړم او ستا څخه به قومونه پیدا کړم او د هغوی څخه به ځینې پادشاهان شي.
7 زه به خپل لوظ ستا، ستا د اولادې او ستا څخه وروسته ستا د راتلونکي نسل سره ټینګ وساتم او دا به ابدي لوظ وي. زه به ستا خدای یم او ستا څخه وروسته به ستا د اولادې خدای یم.
8 زه به د کنعان ټوله خاوره په کومه کې چې ته اوس مسافر یې، تاته او ستا څخه وروسته ستا اولادې ته د ابدي ملکیت په توګه درکړم او زه به د هغوی خدای یم.>
9 خدای پاک حضرت ابراهیم ته وفرمایل: <ته او ستا څخه وروسته ستا ټوله اولاده باید زما په لوظ باندې ټینګ ودرېږئ.
10 ته او ستا اولاده باید سره موافقه وکړئ چې ستاسو هر یو نارینه دې سنت شي.
11 ‏-
12 له همدا اوس نه تاسو باید هر اته ورځنی هلک سنت کړئ. په دې کې هغه غلامان چې ستاسو په کورنیو کې پیدا شوي وي او هغه غلامان چې د بېګانه خلکو څخه په بیه اخیستل شوي وي هم شامل دي. په دې کار سره به دا معلومه شي چې زما او ستاسو ترمنځ یو لوظ شته.
13 هر یو نفر باید سنت شي. دا به ستاسو په بدن باندې زما د ابدي لوظ نښه وي.
14 هر یو نارینه چې سنت شوی نه وي باید زما له قوم څخه وشړل شي ځکه چې هغه زما لوظ مات کړی دی.>
15 خدای پاک حضرت ابراهیم ته وفرمایل: <له دې وروسته خپلې ښځې ته سارای مه وایه، د هغې نوم دې له همدا اوس څخه ساره شي.
16 زه به هغې ته برکت ورکړم او د هغې په وسیله به تاته زوی درکړم. هغه به د قومونو مور شي او د هغې څخه به د قومونو پادشاهان راپیدا شي.>
17 حضرت ابراهیم پړمخې پرېوت او ویې خندل او د خپل ځان سره یې وویل: <آیا د سل کلن سړي څخه به زوی پیدا شي؟ آیا ساره به په نوي کلنۍ کې ماشوم وزېږوي؟>
18 حضرت ابراهیم خدای پاک ته وفرمایل: <اسماعیل ولې زما میراث خور نه شي؟>
19 مګر خدای پاک وفرمایل: <نه، خو ستا ښځه ساره به ستا دپاره زوی راوړي او ته به په هغه باندې اسحاق نوم کېږدې. زه به ستا د زوی اسحاق سره خپل لوظ ټینګ وساتم ترڅو د هغه څخه وروسته د هغه د نسل دپاره یو ابدي لوظ وي.
20 ما د اسماعیل په هکله ستا غوښتنه واورېدله. نو زه به هغه ته هم برکت ورکړم او هغه ته به زیات ماشومان او ډېره اولاده ورکړم. هغه به د دولسو زامنو پلار وي چې مشران به وي او زه به د هغه د اولادې څخه یو لوی قوم جوړ کړم.
21 مګر خپل لوظ به ستا د زوی اسحاق سره چې ساره به یې په راتلونکي کال کې په همدې وخت وزېږوي ټینګ وساتم.>
22 کله چې خدای پاک د حضرت ابراهیم سره خپلې خبرې خلاصې کړې نو د هغه څخه لاړ.
23 حضرت ابراهیم خپل زوی حضرت اسماعیل او نور ټول نارینه چې د هغه په کورنۍ کې وو او هغه غلامان چې د هغه په کورنۍ کې زېږېدلي وو او هغه غلامان چې په پیسو باندې اخیستل شوي وو لکه څنګه چې خدای پاک هغه ته فرمایلي وو په هماغه ورځ سنت کړل.
24 حضرت ابراهیم د نهه نوي کالو په عمر ؤ چې سنت کړای شو
25 او د هغه زوی حضرت اسماعیل د دیارلسو کالو په عمر ؤ.
26 حضرت ابراهیم او د هغه زوی حضرت اسماعیل دواړه په یوه ورځ سنت شول.
27 د حضرت ابراهیم د کورنۍ هر نارینه او هغه غلامان چې د هغوی په کورنۍ کې زېږېدلي وو یا هغوی چې په پیسو اخیستل شوي وو د هغه سره یوځای سنت شول.