پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 25

حضرت ابراهیم بله ښځه وکړه چې نوم یې قطوره ؤ.
2 د هغې څخه د حضرت ابراهیم زامن زمران، یقشان، مدان، مدیان، یشباق او شوعه پیدا شول.
3 یقشان د شبا او ددان پلار ؤ او اشوریم، لطوشیم او لئومیم د ددان اولاده وه.
4 عیفه، عیفر، حنوک، ابیداع او الداعه د مدیان زامن وو. دا ټول د قطورې اولاده وه.
5 حضرت ابراهیم خپله ټوله شتمني حضرت اسحاق ته پرېښودله.
6 مګر هغه لا ژوندی ؤ چې د خپلو وینځو زامنو ته یې سوغاتونه ورکړل او هغوی یې د خپل زوی حضرت اسحاق څخه د مشرق خواته لېرې ولېږل.
7 حضرت ابراهیم پوره یوسلو پنځه اویا کاله ژوند وکړ.
8 هغه په پاخه عمر کې وفات شو او د خپلو نیکونو سره یوځای شو.
9 د هغه زامنو حضرت اسحاق او حضرت اسماعیل هغه ممري ته نژدې د حیتي صوحار د زوی عفرون په پټي کې د مکفیله په سمڅه کې ښخ کړ.
10 دا هغه پټی ؤ چې حضرت ابراهیم د حیتیانو څخه په بیه اخیستی ؤ. حضرت ابراهیم او د هغه ښځه ساره دواړه په هغه کې ښخ کړای شول.
11 د حضرت ابراهیم د وفات څخه وروسته خدای پاک د هغه زوی حضرت اسحاق ته برکت ورکړ او حضرت اسحاق بئرلحي ریي ته نژدې اوسېده.
12 دا د حضرت ابراهیم د زوی حضرت اسماعیل اولاده ده. دا هغه اسماعیل ؤ چې د ساره د مصرۍ وینځې هاجرې څخه پیدا شوی ؤ.
13 د حضرت اسماعیل د زامنو نومونه د هغوی د زېږېدو د ترتیب له مخې چې په لست کې لیکل شوي دي دا دي: د حضرت اسماعیل مشر زوی نبایوت، قیدار، ادبیل، مبسام،
14 مشماع، دومه، مسا،
15 حداد، تیما، یطور، نافیش او قدمه.
16 دا د حضرت اسماعیل زامن وو او دا د دولسو قبیلو د مشرانو نومونه وو چې د هغوی د کلیو او کمپونو په مطابق وو.
17 حضرت اسماعیل پوره د یوسلو اووه دېرشو کالو په عمر وفات شو او د خپلو نیکونو سره یوځای شو.
18 د هغه اولاده د شور او حویلې ترمنځ سیمه کې اوسېدله چې د مصر پولې ته نژدې د آشور په لاره پرته ده. هغوی د خپلو ټولو ورونو سره په دښمنۍ کې ژوند کاوه.
19 دا د حضرت ابراهیم د زوی حضرت اسحاق اولاده ده: د حضرت ابراهیم څخه حضرت اسحاق پیدا شو.
20 حضرت اسحاق د څلوېښتو کالو په عمر ؤ چې د ربکا سره یې واده وکړ. هغه د ارامي بتوئیل لور وه چې د بین النهرین څخه ؤ او د لابان خور وه.
21 حضرت اسحاق د خپلې ښځې په خاطر چې شنډه وه څښتن ته دعا وکړه. څښتن د هغه دعا قبوله کړه او د هغه ښځه ربکا امیدواره شوه.
22 مخکې له دې چې ربکا اولاد وزېږوي هغه پوه شوه چې هغه به غبرګوني وزېږوي، ځکه چې هغې دا احساس کړه چې هغوی د مور په نس کې یو د بل سره جګړه کوي. هغې وویل: <زما سره ولې داسې کیږي؟> نو هغې د څښتن څخه پوښتنه وکړه.
23 څښتن هغې ته وفرمایل:<ستا د دواړو زامنو څخهبه دوه رقیب قومونه جوړ شيپه هغو دواړو کې به کشر قوي وياو مشر به د هغه غلام وي>
24 کله چې د هغې د اولاد د زېږولو وخت راورسېد، د هغې څخه غبرګوني پیدا شول.
25 اولنی زوی چې پیدا شو هغه سور ؤ او د هغه ټول بدن لکه د ببرې چپنې په شان ؤ، نو د هغه نوم یې عیسو کېښود.
26 د هغه څخه وروسته د هغه ورور پیدا شو او هغه د عیسو پونده په خپل لاس کې کلکه نیولې وه، نو ځکه د هغه نوم یعقوب شو. حضرت اسحاق د شپېتو کالو په عمر ؤ چې دوی پیدا شول.
27 هلکان لوی شول. عیسو یو ماهر ښکاري او داسې سړی ؤ چې صحرا یې خوښېدله، خو حضرت یعقوب یو ارام سړی ؤ او د کور څخه به نه ووت.
28 حضرت اسحاق د عیسو سره مینه کوله ځکه چې هغه د هغو حیواناتو غوښه خوړله چې عیسو ښکار کول. مګر ربکا د حضرت یعقوب سره مینه کوله.
29 یوه ورځ حضرت یعقوب د قورمې په پخولو باندې مشغول ؤ. عیسو د ښکار څخه راغی او ډېر وږی ؤ
30 او حضرت یعقوب ته یې وویل: <زه د لوږې له لاسه مړ کېږم، د دې لوبیا له قورمې څخه لږه راکړه!> (په دې خاطر یې په هغه باندې د ادوم نوم هم کېښود.)
31 حضرت یعقوب ځواب ورکړ: <اول په ما باندې خپل د مشرتوب حق خرڅ کړه.>
32 عیسو وویل: <ګوره، زه مړ کېږم. دا مشرتوب ماته څه ګټه رسوي؟>
33 مګر حضرت یعقوب وفرمایل: <اول ماته قسم وخوره>، نو هغه قسم وخوړ او خپل د مشرتوب حق یې په حضرت یعقوب باندې خرڅ کړ.
34 بیا حضرت یعقوب عیسو ته لږه ډوډۍ او قورمه ورکړه. هغه خوراک او څښاک وکړ، پاڅېده او لاړ. نو عیسو د خپل مشرتوب حق ته په سپکه سترګه وکتل.