پیدایښت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48 49 50


څپرکی 6

۱‏-
2 د انسانانو شمېر د ځمکې په مخ په زیاتېدو شو او د هغوی لورګانې پیدا شوې. د هغوی څخه ځینې دومره ښکلې وې چې د فرښتو ډېرې خوښې شولې او د هرې یوې سره یې چې غوښتل ودونه یې وکړل.
3 هغه وخت څښتن وفرمایل: <زه به انسان پرېنږدم چې هغه د همېش دپاره ژوندی وي او عمر به یې د یوسلو شلو کالو څخه زیات نه وي، ځکه چې هغه فاني دی.>
4 کله چې فرښتو د انسانانو د لورګانو سره ودونه وکړل د هغوی څخه ډېر لوی او قوي انسانان پیدا شول او د پخوانۍ زمانې او حتیٰ وروسته هم مشهور جنګیالیان وو.
5 څښتن ولیدل چې په دنیا کې د انسان بدکاري زیاته شوه او د دوی ټول خیالونه او ارادې خرابې دي.
6 نو څښتن پښېمانه شو او هغه خفه شو چې انسان یې د ځمکې په مخ پیدا کړی دی.
7 نو هغه وفرمایل: <زه به د ځمکې له مخ څخه ټول ژوندي مخلوقات له منځه یوسم! زه به انسانان، حیوانات، مرغان او خزندې له منځه یوسم. زه پښېمان یم چې دوی مې جوړ کړل.>
8 خو خدای پاک د حضرت نوح څخه راضي ؤ.
9 دا د حضرت نوح قصه ده. حضرت نوح په خپله زمانه کې نېک او پرهېزګار سړی ؤ او خدای پاک ته ډېر نژدې ؤ.
10 هغه درې زامن درلودل: سام، حام او یافث.
11 مګر د خدای پاک په نظر کې ځمکه د فساد څخه ډکه شوې وه او د ظلم زیاتي لمن هرې خواته خپره شوې وه.
12 خدای پاک ولیدل چې دنیا فاسده شوې ده ځکه چې ټول انسانان بې لارې شوي او فاسد شوي دي.
13 خدای پاک حضرت نوح ته وفرمایل: <ما دا فیصله کړې ده چې ټول انساني نسل بېخي له منځه وړم، ځکه چې دنیا د دوی د زور زیاتي د عملونو څخه ډکه شوې ده.
14 د ځان دپاره د ډېرو ښو لرګیو څخه کشتۍ جوړه کړه، په هغې کې کوټې جوړې کړه او دننه او دباندې ورته د قیر پوښ ورکړه.
15 او هغه داسې جوړه کړه چې اوږدوالی یې یوسلو پنځه دېرش متره، سور یې دوه ویشت متره او لوړوالی یې دیارلس متره وي.
16 په کشتۍ باندې یو بام جوړ کړه او د پنځه څلوېښت سانتي مترو په شاوخوا کې د بام او د کشتۍ د اړخ ترمنځ فاصله پرېږده. کشتۍ درې منزله جوړه کړه او په یوه اړخ کې ورته دروازه جوړه کړه.
17 زه په ځمکه باندې سیلاب راولم چې ټول ژوندي موجودات له منځه یوسي او هر هغه څه چې په ځمکه کې دي مړه شي.
18 مګر زه به ستا سره لوظ وکړم چې ته به د خپلو زامنو، خپلې ښځې او د خپلو زامنو د ښځو سره کشتۍ ته ورننوزې.
19 د ټولو ژوندیو مخلوقاتو څخه یوه یوه جوړه نر او ښځه د ځان سره کشتۍ ته راوله ترڅو هغه ژوندي وساتې.
20 د هر ډول مرغانو، حیواناتو او خزندو څخه به دوه دوه تاته راشي ترڅو ژوندي وساتل شي.
21 د خپل ځان او هغوی دپاره هر ډول خواړه له ځانه سره واخله او ذخیره یې کړه.>
22 نو حضرت نوح ټول کارونه د خدای پاک د حکم سره سم سرته ورسول.